نظــر

د طالبانو د مشر د شهادت په اړه څو ناویلي حقایق …!!

لیکنه :   موسی فرهاد   2016 د می 29

7 ورځي مخکي د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د طالبانو هغه مشر په نښه کړ چې 11 میاشتې وړاندي د دغه جهادي غورځنګ أمیر ټاکل شوی و.

ملا أخترمحمد منصور چې تر11میاشتني أمارت وړاندي د طالبانو د اسلامي حرکت د مؤسس أمیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد نائب ؤ ؛ د هغه د مړیني د خبر تر افشاء کیدلو څو ورځي وروسته طالبانو هغه خپل أمیر ونوماوه .

نوموړی په داسی وخت کې د طالبانو امیر شو چې ګمان کیده طالبان د ټوټه کیدلو له انتهايی ستر چیلنج سره مخ ول ، خو ښاغلي منصور په ښه جرأت ، لوړ بصیرت او قائدانه صلاحیت سره نه یوازي داچې طالبان یې د پاشل کیدلو له خطر څخه وژغورلای شول ؛ بلکي تحریک یې نور هم متحد او په سیستماتیک شکل مضبوط کړ ،

هغه دا چې : —

په لنډ ګڼد وخت کې یې د کورنیو اختلافاتو ، او د داعش په بڼه د نړیوالو او سیمیزو استخباراتي جالونو ډېري عمیقي دسیسي شنډي کړي ،

—   د خپلو جنګیالیو لیکي او جګړئیز پلانونه یې داسی تنظیم کړل چې د جنګ پوهانو له نظره طالب اوس د یو برلاسي وسلوال ځواک په توګه تصور کیږي . چې اغیز یې د سیاست په میدان کې ښه جوتیږي ،

—  ښاغلي منصور د طالبانو تحریک ته داسي اداري آډانه تیاره کړه چې تعمیر او دفتر لرونکي جوړ نظامونه یې هم مقابله نشي کولای ، که أحیاناً له کوم مشکل سره مخ کیږي ، نو په څو ساعتونو کې یې د هغو ظوابطو او اصولو په بنا چې نوموړي ورته پري ایښي ؛ په ډېره آسانۍ سره  حل کولای شي چې ښه بیلګه یې دا اوس اوس د هغه وژنه او د نوي ځایناستي ټاکنه ده .

—  د کارپوهانو له نظره ملا اخترمحمد منصور د طالبانو په تحریک کې داسی یو مشر ؤ چې تقریباً له همه جانبه اړخونو څخه په تول پوره قائد ؤ .

نوموړي د نړیوالو او سیمیزو کړیو د سیاسي او نظامي  فشارونو په وړاندي د خپل تحریک له بنسټیزو مواقفو څخه داسی دفاع وکړه چې که په دقیق ډول ورته وکتل شي ؛ نو هم یې خپل ولس د کابل د رژیم په پرتله ، له طالبانو څخه راضي کړ ، هم یې د سیمي د هیوادونو د اندیښنو په رابطه هغوی ته د پوهاوي او قناعت موندلو زمینه سازه کړه . او په مجموع کې یې ټولو هغو بې پري نړیوالو ته ؛ چې په اشغال کې د امریکایی ائتلاف ملګري نه دي ؛  د خپلي داعیې د برحقه ثابته ولو قناعت ورکړ ، له همدې ځایه وه چې ډېریو هیوادونو له طالبانو سره په مستقیم او غیر مستقیم ، علني او غیرعلني توګه د رابطو او اړیکو ساتلو لړۍ پیل کړي  .

او دا کار یې د اشغالګرو قوتونو او د کابل رژیم لپاره خورا اندیښمنه وونکی ؤ ، ممکن همدا لامل به و چې په ډېره لوړه کچه یې د ترور هڅه وشوه . او هغه یې د یو لوړ پلان له مخي د بي پیلوټه برید په نتیجه کې ترور او له منځه یووړ .

له دې هرڅه سره سره اوس  چې د مرحوم منصور د شهادت پیښه رامنځ ته شوه ،  ډېري داسي پوښتني هم ورسره رامنځ ته شوي چې بې ځوابه پاتي دي ،

اشغالګر او د کابل رژیم او په مجموع کې د اشغالګرو په ډالرو متمویله میډیا له موقع نه په استفادې هڅه کوي چې د ناوړه تبلیغاتو له لاري  حقایق له خلکو پټ کړي ، ځیني هغه کارونه چې د ملا اخترمحمد منصور د وژني پر مهال رامنځ ته شوي ؛ دوی غواړي چې هغه یې په ناسم ډول د خلکو په اذهانو کې ترسیم کړي ، ولي حقیقت داسی نه دی ، که په ژوره توګه وکتل شي ؛ هغه لا د طالبانو پر استقلال ، حقانیت ، اصالت او خپلي برحقي مبارزې ته د هغوی پر ژمنتیا دلالت کوي .

پوښتني داسی مطرح کیږي چې :

1 – څرنګه ملااخترمحمد منصور په پاکستان کې په نښه شو ؟ ، 2-  هغه څنګه پاکستاني جوازکاغذ ونه ترلاسه کړي وو؟ ، 3-  پر ګډه پوله پرتو هیوادونو ته یې د څه لپاره او څنګه سفر کاوه ؟ ، 4-  آیا هغه په دومره ساده شکل له یوه نه بل ځای ته سفرونه کول ؟ ،  5-  د نوموړي له شهادته وروسته د هغه پاسپورت څنګه روغ پاتي و؟ ، په داسی حال کې چې موټر یې په کامله توګه ویجاړ و ، 6- آیا رښتیا هم نوموړی ایران ته تللی ؤ ، که تللی د څه لپاره ؟ ، 7-  نوموړی امریکایانو څنګه او د چا په مرسته کشف کړ ؟ ، 8-  منصور ولي د خپل امنیت سره دومره بې پروا و ؟ ، 9- آیا د منصور په شهادت سره به د طالبانو د دښمنانو هغه هیلي او توقعات پوره شي چې دوی یې اټکل کړی ؟،‎ .

زه فکر کوم چې دا ډول پوښتني د ډېرو خلکو په اذهانو کې ګرزي راګرزي ، او د طالبانو دښمنان بیا په ډېر شور او زور سره د خپلي میډیا په مټ دغه پورتنۍ پوښتني د طالبانو لپاره د شرم وړ ګڼي او دا د هغوی په زیان بولي ، چې ګویا پر طالبانو چې د کابل د رژیم کوم اعتراضات دي؛ هغه د دوی د مشر له شهادت سره لا پسي رښتیا ثابت شول . ولي چې نوموړی په پاکستان کې د امریکا لخوا په شهادت ورسیدی .

خو زه فکر کوم چې حقیقت د دې برعکس دی ، د دې لپاره به زه د څه مؤثقو مالوماتو پر بنا د پورتنیو پوښتنو د یوه جامع ځواب د موندلو هڅه وکړم  ترڅو دغه برعکس حقیقت واضح شي .

د پوښتنو ځواب

لومړی داچې منصور څنګه په پاکستان کې په نښه شو،  مطلب دا چې د نوموړي اوسیدل په پاکستان کې تثبیت شو ، دا حقیقت دی چې پر هغه باندي برید په داسي منطقه کې وسو چې هغه ګډه پوله ګڼله کیږي ، او په دې 18سوه کیلومیټره طویله کرښه کې د دواړو غاړو د اوسیدونکو اوښتل را اوښتل هیڅ نوي خبره نه ده ،

بلکي زه دا وایم چې  په دې سره دا هم ثابته شوه چې ملامنصور او د طالبانو نور مشران چې پاکستان یا کوم بل هیواد ته ځي ؛ هلته هغسي نه اوسي لکه څنګه چې یې د دوی دښمنان تعبیروي ،

ولي چې هغوی پرته له کوم پروټوکول او پرته له کوم سرکاري تضمینه د یو عام افغان مهاجر په توګه خپل ژوند کوي ، او خپلي ضروري چاري پرمخ بیایي ، چې دا حقیقت د منصور د شهادت له سناریو څخه ښه جوتیږي ،

ملامنصور پخپله په یوازي سر د افغانستان د جنوبی حوزې له کومي نامالومي سیمي څخه حرکت کوي ، د تفتان سرحدي ښار ته ځان رسوي ، له هغه ځایه بیا د کرایي په موټر کې په 1300 روپۍ ځان ته 1 سیټ نیسي او په لاره کې پرته له څه ویري او خطره بې له کوم محافظه 2 سوه کیلومتره اوږد سفر کوي ،

نو له دې نه دوه ټکي خورا ښه جوتیږي یو داچې هغه څومره جرأتمند سړی دی ، څومره بې آلایشه او بې تکلفه زندګي کوي ، په داسی حال کې چې د نورو نظامونو ډېر عادي چارواکي هم د ملت د بودیجې په ضایع کولو سره په ډير شاهانه انداز سره تګ راتګ کوي ، خو د طالبانو مشر د لاري په ټیکسي موټر کې په ۱۳روپۍ د ځان لپاره یو سیټ انتخابوي او بیا سفر کوي ،

دویم دا ورڅخه جوتیږي ، چې که چیري د کوم هیواد له استخباراتي یا عامه سرکاري ادارو سره یې روابط لرلای نو نن به یې په داسي عادي او خطرناک شکل سره سفر کولو ته اړتیا نه پیدا کیدله ، بلکي په سرکاري پروټوکول او یا لږ تر لږه په سرکاري تضمین کې خو به یې د امنیت سفر کولای شوای ..!

— بله پوښتنه داچې هغه څنګه پاکستاني پاسپورت او تذکره ترلاسه کړي ، دا هم پخپله ښیی چې نوموړی د هغو زرګونو عامه افغانانو په څیر د پاکستان جواز کاغذونه ترلاسه کړي وو چې افغان مهاجر یې له پاکستانی حکومت څخه د هغوی د ورځني ژوند د ضرورتونو پخاطر ترلاسه کوي .

—  بل داچې ملااخترمحمدمنصور په ډېر عادي شکل د خپلو مجاهدینو د کاري ضرورتونو د پوره کولو او د هغوی د جهادي چارو د تنظیم او څارني په موخه همیشه په دې لټه کې وو چې له یوه ځایه بل ځای ته سفرونه وکړي ، هغه داسی یو رهبر نه و چې په آرامه په یوه مسترحه ماڼۍ کې مرفه ژوند وکړي .

—  بله خبره دا چې هغه واقعاً ایران ته تللی ؟ او د څه لپاره تللی و؟ زما د مالوماتو له مخي ملااخترمحمدمنصور  ډېر وخت د هیواد په جنوبي حوزه کې اوسیدی ، وخت نا وخته به یې د هیواد نورو برخو ته هم د تګ راتګ اړتیا پیدا کیدله ، ترڅو د خپلو مجاهدینو کارونه له نژدي تنظیم کړي  خو چونکه د امنیتي مشکلاتو په خاطر دغه تګ راتګ یې آسانه نه وو ، نو دی اړ و چې له مختلفو لارو څخه کار واخلي ، په همدې خاطر د طالبانو یوې سرچیني ماته وویل : چې منصور یو یا دوه ځله له افغانستان سره تړلي د ایران او څو ځله د پاکستان سرحدي پولي په ټرانزیټي ډول کارولي وي مطلب دا چې هري سرحدي پولي ته د دې لپاره اوښتی چې له هغه ځایه د دښمن د نه پاملرني په وجه نسبتًا په آسانه ځان بلي سیمي ته ورسوي د بیلګي په توګه یوځل  له جنوب څخه د ایران پولي ته واوښتی او له هغه ځایه بیا د پاکستان پولي او بیا له پاکستانه بیرته د خپل هیواد بلي هغی برخي ته اوښتی و چې هلته یې د تګ اړتیا وه،

نو زه فکر کوم چې دا هم د منصور په فعّال او ویښ شخصیت دلالت کوي .  زه فکر نه کوم چې دا دې د هغه او یا د ده طالب غورځنګ په اړه قابل اعتراض ټکی وي.

—  بله پوښتنه دا وه چې پاسپورت یې څنګه  روغ رمټ پاتی و ؟  اصلاً دا خبره حقیقت نلري چې پاسپورت پر همدې موقع ترلاسه شوی دی ، بلکي پاسپورټ د وژني تر صحني وروسته په تفتان کې له هغه دفتره ترلاسه شوی چې د نوموړي د دخولي او خروجي مراحل انجام سوي ول ، که تاسو فکر کړی وی چې پاسپورټ پر یو میز پروت دی بیا عکس تری اخیستل شوی او وروسته بیا خواله رسنیو ته اوچت شوی دی .

—  بل دا چې منصور څنګه او د چا په مرسته کشف سو ،؟  آیا دا دومره ستره کارنامه ده چې امریکایی او له هغوی سره تړلي استخبارات ورباندي وویاړي ، ؟

زما د مالوماتو په آساس چې له طالبانو سره له نژدي سرچینو څخه ترلاسه شوي ؛ هغوی وایی چې منصور صاحب وخت نا وخته سمارټ تلیفون کاراوه ، ترڅو له خپلو ملګرو سره یې اړیکي آسانه او عاجلي وي . نو د سمارټ تلیفون او یا دې ته ورته نورو وسایلو په کارولو سره نن سبا ډېر عادي خلک هم کولای شي چې یو څوک تعقیب او پیدا کړي . زه فکر کوم چې دا هم د امریکایی استخباراتو چندانی د پام وړ لاس ته راوړنه نه بلله کیږي .

دا بیله خبره ده چې د داسی وسایلو کارول د ښاغلي منصور لپاره مناسب و کنه ؟  ځیني کتونکي دا د هغه لا پرواهي ګڼي ، خو طالبان بیا دا هم د خپل مشر جرأت او له خپلو قائدانه فعالیتونو سره د دلچسپۍ لامل بولي . ترڅو دا خطر هم پر ځان ومني خو جهادي فعالیت یې نیمګړی پاتی نه وي  .

—  دا چې د ملااخترمحمدمنصور په وژلو سره به د هغوی د دښمنانو خصوصاً امریکا او د کابل رژیم هغه توقعات پوره شي چې دوی یې په وژني پوري تړلي وو؟

زما په ګمان دا به د هغوی د یوي خیالي نقشې او مطلق تصور پرته بل هیڅ نه وي ، ځکه چې طالبان اوس نړۍ پیژندلي چې هغوی له نورو ډلو او نظامونو سره زیات توپیر لري ، طالبان یو ایډیالوژیک جوړښت دی ، چې د خپلو دیني معتقداتو او فکري مسیر لپاره مبارزه کوي ، د هیواد د آزادۍ په لاره کې خپله جهادي مبارزه نه یوازي ملي مسئولیت بولي ، بلکي عقیدوي او ایماني وجیبه یې هم ګڼي . او په دې لاره کې هر راز قربانۍ کمي ګڼي ، چې دا دعوه یې په دا یوه نیمه لسیزه کې دنیاوالو ته پخپل عملکرد سره هم ثابته کړي ده .

نو که څوک داسی فکر کوي چې د هغوي د مشرانو ، یا نورو افرادو په له منځه وړلو ، یا بندي کولو او یا نورو ډول ډول فشارونو سره به  هغوی تر خپل هدف تیر او د دښمنانو غوښتنو ته به تسلیم شي ؛  دا ناشوني بریښي ، طالبانو د خپلي اوږدي مبارزې په لاره کې خورا لوړي ژوري ګاللي چې ترټولو غټه پیښه یې د ۲۰۰۱م کال په اخیر کې د امریکایانو یرغل او د طالبانو نظام له منځه وړل ، او په شمال کې د امریکایانو تر نظارت لاندي د دوستم لخوا د زرګونو طالبانو قتل عام ، دا راز کیوبا ، بګرام ، پلچرخي کندهار او په پاکستان کې په بیلابیلو خفیه او ښکاره زندانونو کې د زرګونو طالبانو بندي کول ، او د کابل رژیم لخوا د ډېری طالبانو غیرقانوني اعدامونه او دا راز د دوی د ډېرو نورو لوړپوړو قومندانانو او افرادو شهادتونه یې ښه بیلګي دي چې هغوی څوک په زور او ظلم سره له خپلی داعیې څخه اړولی نشي او نه یې خپلو غوښتنو ته تسلیمولای شي .

که څه هم امریکایی ولسمشر اوباما د منصور له وژلو سره سمدستي اعلان وکړ چې نور دوی خپل هدف ته نژدي شوی ، ممکن طالبان به د سولي په نوم د دوی او د کابل د رژیم غوښتني ومني ، خو دوې ورځي وروسته یې چې د طالبانو وضعیت درک کړ ، په جاپان کې یې یوې غونډي ته وویل چې ممکنه نه ده طالبان دې له خپلي تګلاري پرشا شي .

او د کابل ګډ رژیم هم اوس دې نتیجې ته رسیدلی چې دوی نشی کولای طالبانو ته د زور او جبر له لاري ماته ورکړي ، دوی مجبور دي چې په سالمه او منطقي لارو چارو باندی باید غور وکړي .

    لنډه دا چې :

اکثره وخت ، د وخت پیښې هم مهاله نشي فیصله کیدلای ، بلکي زیاتره پیښې داسي وي چې شفافیت او ريښتینولي به یې تاریخ ثابتوي .

د طالبانو د مشر ملااخترمحمد منصور پیښه هم یوه له هغو ده چې ، د تاریخ په پاڼو کې یې خپل تاریخي کردار ډېر مثبت ریکارډ کړ ،

تاریخ به ضرور ولیکي چې منصور هغه څوک و چې د هیواد د آزادۍ  او د الله تعالی د دین د اعلاء په خاطر یې ، ډېر هغه څه تر شا کړي وو چې نړیوال اشغالګر یې د معاملې په کولو سره په بدل کې ورکولو ته تیار ول ، مګر هغه بیا هم خپل مسیر او خپل الهي مسئولیت ته دومره ژمن پاتي شو چې د مرګ سناریو ته یې ټول خلک هک پک او حیران پاتي شول .

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نور

وروره د طالبانو په هکله څه ویل نه غواړم او په غیر د یو څو مواردو څخه یی ملاتړ هم یم، خو ستا ددی لیکني څخه داسی معلومیږي چي ته د امیر المومین رحمته الله علیه څخه دفاع نکوي بلکي د هغه کیرغیړوني استخباراتي کړی بیګناهي ثابتوي چاه چي پدي جرم کي لاس درلوده هیڅ اشاره دي ورته نده کړي، غواړي چي وواي چي دي کي هیڅ چاه کوم رول ندي ادا کړي.

عبدالمجید جواد

نور
وروره
دا ې د همدغې کرغیړنې ادارې طرف نه دی کړی بلکی توهین ی کړی
دا ی ښودلی چې دا کرغیړنه اداره چې په درواغو ې پر خلکو رعب پروت دی د یوې روپۍ هم نه ده
زما په خیال که په دې له حقایقو ډکې لیکنې باندې نظر ثاني وکړې
ستا ځواب به حل شي
ماشاءالله دې ورور داسې لیکنه کړې چې چا ته ی د نورو سوالونو احتمال نه دی پریښیږ

الحاج استا ذ بیانزی

فرهاد صاحب هغه څه چه حقایق وو تر ډیرو کچو لیکلی دی، الله ج دی اجرونه ورکړی. زه یی د معلومات ستاینه او لمانځنه کوم څو ټکی به زه همخ ورسره زیات کړم لمړی : کل نفس ذایقته الموت ، هر ژوندی شی مری ، بل ځای فرمایی د هر چا د مرګ نیټه نه یوه شیبه مخکی او نه وروسته کیږی او بل ځای فرمایی ، څوک چه د چا له خوا مری خامخا مری د چا مرګ چه د چا له لاسه نه وی لیکل شوی هغه یی نه شی وژلی . فکر نه کوم د دی اړه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x