هلمند: ګرشک کې ۱۷ پوليس وژل شوي او اوه تنه ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۷ پولیس وژل شوي او اوه نور لادرکه دي.

د هلمند د ۵۰۵ زون قوماندان بیا په جګړه کې د ۱۱ پولیسو د وژل کېدو، اتو تنو ټپې کېدو او اوو نفرو د ورکېدو پخلی کړی دی.

قوماندان عصمت الله دولتزی وايي چې پېښه د ګرشک ولسوالۍ په بایزو کلي کې شوي چې د ده په خبره د دولت له واکه وتلې سیمه ده.

دولتزی وايي چې په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده او ښايي د دواړو لوریو تلفات لا هم ډېر شوي وي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د هلمند په نهر سراج کې چارواکو د ۲۰ اربکیانو د وژل کېدو خبر ورکړ خو طالبانو يې شمېر ۳۰ یاداوه.

چارواکو ومنله چې د طبیلې په نوم مشهوره او ستراتيژيکه سیمه کې پرته پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې او درې نورې پوستې يې هم له ګوتو وتلې دي.

ياده دې وي دا په هلمند کې د طالبانو د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته دویمه خونړۍ جګړه بلل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د