سن رایزرز حیدراباد د انډین پریمیر لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه د انډین پریمیر لیګ سیالیو په پایلوبې کې د سن رایزرز حیدراباد او رویال چیلینجر بنګلور لوبډلې سره مخامخ شول. حیدراباد د بنګلور لوبډلې ته په ۸ منډو ماتې ورکولو سره دغه اتلولي خپله کړه.

د حیدراباد لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. حیدراباد د ډیویډ وارنر غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۸ منډې جوړې کړې.

د حیدراباد لوبډلې لپاره ډیویډ وارنر په ۳۸ توپونو د اتو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۹، یوراج سینګ په ۲۳ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۸ او شېکر دون په ۲۵ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۸ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل. کټنګ په یوازې ۱۵ توپونو د دریو څلوریزو او څلورو شپږیزوې په مرسته ۳۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د بنګلور لوبډلې لپاره جورډن ۳، ارویند ۲ او چهل یوه ویکټه واخیسته.

د بنګلور لوبډلې لپاره کرېس ګېل او ویراټ کولي غوره او چټکه توپ وهنه پیل کړه خو له هغوي وروسته هیڅ کوم لوبغاړی ښه لوبه ونکړه. بنګلور لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

د بنګلور لوبډلې لپاره کرېس ګېل یوازې په ۳۸ توپونو د څلورو څلوریزو او اتو شپږیزو په مرسته ۷۶ او ویراټ کولي د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته په ۳۵ توپونو ۵۴ منډې جوړې کړې.

د حیدراباد لوبډلې لپاره کټنګ دوه او سران، مستیفض الرحمن او بیپل شرما یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د