فیض محمد ځلاند: پښتو په افغانستان کې د زندان ژبه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی فیض محمد ځلاند وايي چې پښتو په افغانستان کې د څرخي پله، بګرام او په نړیواله سطحه د ګوانتانامو ژبه ده.

هغه چې د پښتو ورځې ( غبرګولې ۹مه / می ۲۹مه ) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې پر دې افسوس ښکاره کړ چې پښتون د پښتو په جرم زندان ته اچول شوی دی.

ځلاند وویل چې پښتو په څرخي پله کې د اکثریت او په ارګ کې د اقلیت ژبه بلل کېږي، د هغه په خبره پښتانه باید هلته ځانونه پښتانه وبولي، چې حکومت تر ګرېوان ونیسي او په څرخي پله کې د هغه زنداني پوښتنه وکړي چې لس کاله يې دوسیه نه وي څېړل شوي خو لس کاله وروسته د دوو کالو حبس حکم ورکړل شوي وي.

فیض محمد ځلاند چې د حکومت توند منتقد بلل کېږي، حکومتي چارواکي پر دې ملامت کړل چې له پښتنو سره قصدي تعصبي چلند کوي.

هغه د بغلان د ولایتي شورا د غړي خبره وکړه چې د دې ولایت د ملي امنیت ریاست حکم کړی چې هر څوک ږېره لري، لونګۍ يې پر سر وي او په پښتو غږېږي باید ونیول شي.

نوموړي حکومت پلوي ګمارل شوي مبلغین «خیاطان» وبلل او پر دې يې ملامت کړل چې د حکومت هرې ناروا ته د ده په اصطلاح د خیاطۍ پر مټ دلایل تراشي.

ځلاند وویل چې احمد ضیاء مسعود حکومت اصلاً حکومت نه ګڼي، صلاح الدین رباني يې ناکام حکومت بولي، خو که دا ډول څرګندونې ځلاند یا بل پښتون وکړي د طالب په تور ملامتېږي.

نوموړي وویل چې د ده طالب، خلقي او حزبي پښتانه ټول ښاغلي دي او باید د یووالي لپاره سره لاس ورکړي، کنه په وینا يې د نورو په ژرنده کې به دل شي.

ياده دې وي پښتو ورځ چې په کابل کې د پښتون خوځښت له لوري نمانځل شوې وه، پکې ګڼو لیکوالو او فعالانو ګډون کړی و، خو د دولتي چارواکو څرک نه لګېده، ځلاند يې دلیل دا وښوده چې هغوی له شرمه له پښتنو سره د مخ کېدو زړه نه شي کولی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اخترمحمد گیلانی
میلمه
اخترمحمد گیلانی

زلاند صاحب الله دی راته زوندی لره افتخار در باندی کوو داسه چه ویلی دی گرده حقیقت دی غنی سترگی کشته اچولی دی او دنظار شورا له بدمعاشانو ویره لری داسو حکومت

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

خلاند صاحب حیرانوونکی چه پوهنتون کی استاذ هم یاست ، ولی تر اوسه د استعمار او په ځانګړی ډول د انګریزانو له دی وسلی او وسیلی خبر نه یاست چه د مظلوم بشریت د استثمارولو او غلامولو د پاره د ( وویشه حکومت وکړه ) څخه کار اخلی . نشنلیزم ( ژبنیز ، سمتی ، قومی، مذهبی ، ګوندونو او ایزمونو ) د وویشه حکومت وکړه په سر کی قرار لری . ښه مثالونه مو د دوهم اشغال د غلامی اداری په ترکیب کی ولیدل چه له هر قوم ، ژبی ، سمت ، ګوند څخه پکی هر څوک برخه… نور لوستل »