پر ډېورنډ کرښه، پاکستاني عسکر

پاکستان کونړ کې وړاندې راغلی او خوست کې يې تاسیسات پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): پاکستاني ځواکونه یو ځل بیا د کونړ په مروره کې وړاندې راغلي او خوست يې کي تاسیسات پیل کړي دي.

د کونړ ځايي چارواکي وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونه په سرکاڼو او مروره کې یو کیلومتر وړاندې راغلي او د خوست ځايي اوسېدونکي بیا وايي چې تڼیو کې يې تاسیسات پیل کړي دي.

د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پاکستاني ځواکونه پنځه کلیومتره وړاندې راغلي او د پوځي تاسیساتو په جوړېدو يې پیل کړی دی او لويه لاره يې تړلې ده.

په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د پکتیکا سناتوران هم انګور اډې ته تللی پلاوی په درغلۍ تورنوي او وايي چې له پاکستاني پوځيانو سره يې معامله ترسره کړې ده.

د دفاع وزارت مسوولین وايي چې دوی هڅې روانې کړې او پر دې بوخت دي چې له پاکستان سره د دوی پر وینا «سرحدي ستونزې» له منځّ یوسي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري هم په خوست او کونړ کې د پاکستاني پوځيانو وړاندې راتګ منلی دی او وايي چې د ډېورنډ دواړو غاړو ته پرتې ستونزې به وڅېړل شي.

له بله اړخه سیاسي شنونکي د دفاع وزارت له لوري پر ډېورنډ پرتې ستونزې د «سرحدي ستونزو» په نوم بلل، نامناسب بولي، د دوی پر وینا حکومت په لوی لاس ذهنیتونه دې ته جوړوي چې یو وخت به د ډېورنډ رسمي غږ پورته کړي خو ولس به يې پر وړاندې خاموش وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د