
نوې څېړنه: تلیفون د سرطان سبب ګرځېدای شي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): په امریکا کې تر سره شوې څیړنه ښيي چې د تلیفون شعاوې (وړانګې) کیدای شي د سرطان سبب وګرځي.
په دغه څیړنه کې چې پر موږکانو تر سره شوې، څیړونکو ادعا کړې چې د تلیفون سره د نږدې والي له امله موږکان د دماغ او زړه په سرطان اخته کېدو ته نیژدې شول.
د امریکا د روغتیا وزارت په مرسته تر سره شوې دغه څیړنه پر ۲۵۰۰ موږکانو تر سره شوه، دې څیړونکو د تلیفون شعاعو ته ورته شعاوي پر موږکانو د لسو ساعتونو لپاره واچولې او په هرو لسو دقیقو کې يې یوه دقیقي ځیني لرې کولې.
د سرطان او شعاعو تر منځ د تړاو په اړه یوې څیړونکي ایلیزابیت کادریس رسنیو ته ویلي چې دغه یوه ډېره ځنډېدلې تجربه په ډیر احتیاط تر سره شوې او پایله یې هیښونکې ده.
د وول سټریټ ژورنال په وینا په دغه څیړنه باندي د امریکا حکومت ۲۵ ملیونه ډالر مصرف کړی تر څو معلومه کړي چې د ګرځنده تلیفونونو شعاوي د روغتیا لپاره څومره ضرري دي.
د انډپنډنټ ورځپاڼي په وینا ځینو علماو او څیړونکې د دې تجربې په اړه شکونه هم څرګند کړی او ویلي چې ورته څیړني باید پر انسانانو تر سره شي نه پر موږکانو.
باید وویل شي چې د نورو وجوهاتو تر څنګ په بیولوژيکی او سلوکي خاصیتونو کې د ورته والي له امله اکثره وخت علما په روغتیايي څیړنو کې پر موږکانو تجربې کوي.
سرچینه: الجزیره