روغتیا

په نوي ځای کې ولي خوب ژر نه راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): کله چې مو د خوب ځای بدل شي، یا چیرته په سفر ولاړ سئ او بیا د خوب وخت راسي، ډیر به مو تجربه کړي وي چې په لومړۍ شپه خوب نه درځي، او یا هم د شپې په منځ کې ژر ژر را ویښيږئ.

وجه یې څه ده؟

د یوې څیړني په حواله ویل شوي چې په اصل کې د خوب ځای په بدلیدو سره د انسان د چپ اړخ دماغ په لومړۍ شپه ویښ وي او په وړوکې بهانه د دماغ بله حصه هم را بیداره وي.

د چپ اړخ دماغ دغه کار د هر نوعه احتمالي خطر څخه د انسان د ژغورني په خاطر دا کار تر سره کوي.

دغه څیړنه په امریکا کې د براون په نامه پوهنتون کې پر ۳۵ انسانانو تر سره شوې او په څیړنه کې د خوب د معیار ، ډیروالي، لږ والي، د زړه تکان، د سترګو حرکت او همداسي د دماغ انځور اخیستني پرمختلیو وسایلو څخه کار اخیستل سوی.

په دغه څیړنه کې د ږغیږو وسایلو څخه هم کار اخیستل سوی چې په ډیر ټیټ ډول ږغول شوي او ورسره تر تجربې لاندي اکثریت کسان را ویښ شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x