ادبي لیکني

قدرت او انديښنه «لنډه کيسه»

ژباړه.محمدعلي عمري

سپین ږیري سړي یواځې په خپل کښت کې ژوند کاوو ده غوښتل دپټاټو دپاره زمکه  یوې کړي .خو دا کار ډير سخت وو.

دده یواځينئ زوي چي ددې کار کومک یې  ده ته ورکولاي شو په زندان کې وو.

خودسپین ږیري  نور وس نه وو چي له خپل زوي څخه کار واخلي.

سپین ږیري دخپل زوي دپاره

یو لیک واستاوه. او

خپل وضعیت یې ورته دلیک پرمخ بيان کړو.

اې زما ګران زویه زما حال ښه نه دئ . سږکال له دې وضعیت سره ددې وس نه لرم چي  پټاټې وکرم  ليکن په هیڅ صورت نه غواړم چي دا کښت له لاسه ورکړم ځکه موردې همېشه دکښت له حاصل سره ډېره مينه لري .

زه دکښت کولو دپاره ډيرسپین ږیرئ شوئ  یم. که ته دلته وایي نو ټول مشکلات به مې حل وو. زه پوهېږم که ته دلته واي ماته به  دې دکښت زمکه   یوې کړې واي..

ستا مهربان پلار..

زیاته  موده نه وه تېره شوې چي سپین ږيري سړي  په دې مضمون

سره ږغیزپیغام ترلاسه کړو.

پلاره دخداي په خاطردکښت  زمکه مه یوې کوه هلته ما اسلحه پټه کړې ده .

۴ څلور ورځې وروسته سهار وختي د

ماموران او محلي پوليس راښکاره شو  fib

بې له دې چي اسلحه پیدا کړي

ټوله زمکه یې  یوې کړه .

سپین ږيري سړي په حيرانۍ سره یو بل ليک  خپل زوي ته ورواستاوه

په ليک کې یې  ليکلي وو چي دا څه کیسه وشوه او اوس لار راښيه څه وکړم  ؟

زوي په جواب کې ورته وليکل .

پلاره ولاړسه پټاټې وکره .

دایو غوره کاروو چي له همدې ځاي ځخه مې ستا دپاره خوښ کړو.

په نړۍ کښي هیڅ منعه کونکئ  نشته

که ته دزړه له کومي ویوه کار ته تصميم ونیسې  کاملا به دهغه کار ثمره په لاس کښي راوړې.

منعه کونکئ فقط ذهن دئ !

نه داچي تاسو چیرته  یاست.

او آیا دکار نتیجه  په ليري لاسونو کې  امکان لري کنه …!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x