نظــر

دښاغلي استاد سیاف په اړه مجاهدینو ته یوه مشوره!

   زه نه غواړم د ښاغلي استاذ د ماضي په اړه ډېر څه ولیکم ځکه په دې اړه ټول پوره معلومات لري، یوازې دومره ویل غواړم چې د روسانو له وتلو وروسته د استاذ تر ټولو د تاسف او تعجب کړنه دا وه چې کمونیستانو ته ډک زړګی یې په شیعه ګانو تش کړ! د لومړي ځل لپاره یې په افغانستان کې د شیعه او سني تر منځ د جګړو اور ته لمن ووهله! بلکې عملا خپله دی د همدې جګړې یو لوری و! استاد سیاف له کمونیستانو سره په جګړه کې هغه ثواب نه لیدو کوم یې چې د شیعه ګانو په جنګ کې لیدو! دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې یې په حکومت کې د یوه کمونیست د شتون زغم هم نه درلود! خو کله چې یې چې له ښاغلي مسعود سره بیعت وکړ کمونیستانو د مسلمانانو او شیعه ګانو دکافرانو حکم خپل کړ! او اوس خو د استاذ د شریعت له مخې دواړه سپین بازان دي!

   طالبان چې د ولس له ارادې او هیلو سره سم را پورته شول، پاټکونه یې له منځه یوړل، ولس او هېواد ته یې امن او سوله راوسته. همدا ښاغلی استاذ او مسعود یې تر بل هر چا زیات مخې ته ودرېدل، آن د روسانو غېږې ته ورتلل چې په کلونو یې افغان ولس ور سره جنګولی او بې حسابه وینې یې تویې کړې وې، ور ته آسانه وو خو د عالم حکم چې د قرآن حکم و، و نه نشو منلی! او په دې هکله یې جګړه واجب وګڼله؛ ځکه چې طالبانو له ده نه ده ته له پلرونو او نیکونو په میراث ور پاتې وسله اخیسته! خو کله چې امریکایان راغلل او د ډي ډي آر لوبه یې پیل کړه، ښاغلي استاذ سیاف خپل هغه میراث چې د هغه په سر يې له علماوو سره جګړه واجب بلله بې چون و چرا ور وسپارلو!!!

  او په اوسني وخت کې یې ډېر د تاسف او تعجب وړ کار دا و چې امریکا او ور سره ملګرو یې د ښاغلي شیخ الحدیث پروفیسور عبد رب الرسول سیاف په پیاوړو مټو او د ده په شرعي فتوا افغان خاوره اشغال کړه! او دا دولس کاله یې غوبل پکې پیل کړی دی!

 سړی نه پوهېږي چې ښاغلی شیخ الحدیث صاحب به د امریکایانو راتګ! او د مسلمانانو په وژلو، بندي کولو، له کور او کلي نه شړلو کې ور سره مرسته کول! د کوم مبارک آیت او کوم حدیث شریف له مخې روا بولي! زه وایم ای کاش ښاغلي استاد یو ځل دخپل پېشوا د تلین د لمانځلو پر مهال په هېواد کې د امریکایانو د اډو! د هغوی د ټانکونو او طیارو!  د زندانونو او بندیخانو! د افغانانو په کورنو د چاپو وهلو! ماشومانو ښځو او بوډاګانو د وژلو د روا والي په اړه کوم آیت یا کوم حدیث بیان کړی وای! او له دې وروسته یې دعلم له کتمان نه ډه ډه کړې وای! لکه څه رنګه یې چې د مجاهدینو د فدايي بریدونو په اړه له یوولسو کلونو وروسته فتوا را وایسته!  اوس خو د امریکایانو آن دولس کاله پوره شول باید په دې اړه هم یوه فتوا را وباسي! او که داسې وي چې د امریکایانو په اړه تر اوسه وحي نه وي ورته شوې په دې صورت کې بیا باید معذور وګڼل شي!

   مجاهدینو ته زما مشوره دا ده چې د ښاغلي استاذ له په نښه کولو دې ډه ډه وکړي؛ ځکه که نوموړی د مجاهدینو په لاس ووژل شي دده انډیوالان او پلویان به یې هم دځان او هم د ښاغلي استاذ لپاره لوی ویاړ ګڼي او هر کال به یې لمانځي! په قبر به یې لوی لوی مصروفونه وکړي! لکه دښاغلي رباني او مسعود!

  او که همداسې پرېښودل شي زه په باور ویلی شم چې د شیخ فضل هادي شینواري انجام به دده له انجام نه ښه وي! د شارون په ناروغۍ به اخته کېږي! په میاشتو میاشتو به یې نفس نه خېږي! او دا به بیا د ټول اسلامي امت خصوصا افغان ولس لپاره یو لوی د عبرت درس شي! لکه اوس چې شیخ فضل هادی شینواری دی! په آخرت کې یې خبره نه کوم؛ ځکه خاتمې مستورې دي، خو په ظاهر کې ټولو ولیدل چې څه ډول او په څومره وخت کې له دې دنیا نه لاړو!

  هغه مهال چې نوموړی ژوندی و، انډیوالانو او پلویانو به یې په قول او عمل استدلال کولو، چې دا خو شیخ الحدیث دی! شیخ القرآن دی! شیخ الاسلام دی! دی چې له امریکایانو سره ولاړ دی! ملاتړ یې کوي! دوستان یې بولي! امریکایان خامخا په حقه دي! که په ناحقه وای نو آیا شیخ الحدیث و القرآن به ور سره ودرېدلو!؟ خو کله چې ښاغلی شینواری په داسې مرګ مړ شو چې څو میاشتې یې نفس نه وتو! له همغه ورځې بیا تر ننه یې څوک نوم نه اخلي! نام او نښان یې ورک شول! حتی خپلو انډیوالانو او امریکایانو یې جنازه په ډېره پیکه توګه وکړه!  او نن ورځ یې څوک په مجلس کې نشي یادولی، پرې شرمېږي!

  زه وایم پرېږدئ ښاغلی استاذ سیاف هم د الله جل جلاله نیونې او وهلو ته پرېږدئ! شینواري خو په مجاهدینو پسې دا ډول بد اورد نه ویل، یوازې له بوش نه یې وغوښتل چې خلیل زاد یې له سره کم نه کړي! حال یې هغه شو! ښاغلی استاذ سیاف چې مجاهدینو ته مفسدین او جهاد ته فساد وايي! د امریکایانو په لاس جوړه شوې ادارې ته شرعي حکومت وايي! آیا دا ټول په حقیقت کې له الله جل جلاله او دهغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د جګړې اعلان نه دی؟

  دا خبره زما هسې په زړه کې را وګرځېده، ما ویل راشه د لیکنې له لارې له نظامي مجاهدینو سره شریکه کړه، کېدای شي هغوی يې خوښه کړي او عمل پرې وکړي. زه دا نه وایم چې هېڅ مه ورته واياست، همداسې یې پرېږدئ! نه، لږ لږ پښې ورته دربوئ! شاوخوا فیرونه ورته کوئ، تر څو تر مرګ ورځې یوه شېبه هم په آرام تېره نه کړي!  خو دی خپله مه په نښه کوئ! پرې یې ږدئ چې عبرتناکه پایله یې ټول وویني! داسې شي چې خپل دوستان او پلویان یې په یادولو شرمېږي! لکه د فضل هادي شینواري

ایمل نوري

————-

د لیکوال نوري لیکني:

  1. د فریبا احمدي د خوشي کېدو دلالتونه؟
  2.  زه حقایق وایم، كه طالبان دا خبره کوي هم حقایق وايي! – همایون همایون
  3. په بریتانیا کې د زیږې کرلو کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې!
  4.  د مصر د کودتاه په هکله د سعودي د۵۶ لویو علمای کرامو ګډه فتوی!
  5.  بریتانوي پوځیان په لارو کوڅو کې دروېزه کوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x