دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۹برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ستـــــــــر اخـــــــــــــلاق

حضرت خدیجة الکبری رضی الله عنها چې له نبوت څخه وروسته یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره ۲۵ کاله تېرکړیدي؛ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په هکله وایي:

ده صله رحمي کوله، د پوروړو بار یې پر غاړه اخیستئ، له غریبانو سره یې مرسته کوله، د مېلمنو پوره خدمت یې کاوه، دحق حامي او ملاتړی ؤ، د کړاوونو پر مهال یې له خلکو سره مرسته کوله.[1]

ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په هکله وایي:

د بدو په بدله کې یې بد نه کول؛ بلکې معافي او بښنه یې کوله، کله به چې دوه خبرې منځته راغلې؛ نو آسانه خبره یې اختیاروله، په دې شرط چې ګناه نه به په کې نه وه، خپل غچ یې له چا نه اخیسته، البته د الهي احکامو په مقابل کې یې بیا انتقام ضرور اخیسته، پر هیڅ مسلمان یې لعنت نه وایه، ده هیڅکله نه حیوان، نه مینځه او نه هم غلام وهلی دی، کله چې به يې  کور ته تشریف راووړ؛ نو په مسکابه ؤ، خبرې یې ورو، ورو کولې.[2]

د کور کار یې پخپله کاوه، کالي یې پخپله پریمینځل، شیدې یې پخپله لوشلې، په بازار کې یې پخپله سودا اخیستله، خپلې څپلۍ به یې پخپله ګنډلې، پر خره باندې به سپرېدی او دا یې عار نه ګڼه، له مسکینانو او غلامانو سره کښېناسته، له هغوی سره یې ډوډۍ خوړله، چې هر څومره غریب کس به ناروغه شو؛ د هغه پوښتنه او عیادت به یې کاوه، د مفلسو او فقیرانو له حاله یې ځان خبراوه او له هغو سره به کیناسته، د صحابه و سره داسې کښېناسته؛ چې کومه امتیازی بڼه یې نه درلوده او چا پيژندلی هم نشو، که به کومې ډلې ته ورغی، هر ځای کې به چې د ناستې ځان ؤ؛ هلته به کښېناستلو، ده صلی الله علیه وسلم به ویل ((ای خدایه! ما خاکساره بنده جوړ کړه، له سرکښو او ظالمانو څخه مې مه ګرځوه.))[3]

نبي کریم صلی الله علیه وسلم هیڅکله د خپل ځان لپاره د تعظیم الفاظ نه خوښول. یو ځلې یو کس نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته خطاب وکړ: زموږ ښاغلیه، زموږ د ښاغلي زویه! زمونږ له ټولو څخه غوره او بهترینه! نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل؛ پرهیزګاري اختیار کړه، چې شیطان دې خطا نکړی زه محمد د عبدالله زوی یم، د خدای بنده یم او د هغه رسول یم، کومه مرتبه چې الله ما ته راکړې ده؛ تر هغې مې پورته مه ګڼه.[4]

یوه ورځ څو یهودیان نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغلل او د السلام علیکم پرځای یې السام علیکم (پر تا دې مرګ وي) ووایه، ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها په غصه شوه او په سختۍ سره یې یهودیانو ته ځواب ورکړ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه منع کړله او ورته یې وفرمایل: بده ژبه مه چلوه، الله جل جلاله هره خبره په نرمۍ سره خوښوي.[5]

نبي کریم صلی الله علیه وسلم په الهي تربیه روزل شوی ؤ

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم تر الهي څارنې لاندې ستر شو، د جاهلیت په زمانه کې هم، په ټولو خلکو کې د غوره صفاتو څښتن، د لوړ همت لرونکی، په ښائسته اخلاقو ښکلی، حیاداره، رښتنی، امانت ساتونکی، له بد کلامۍ او فحش څخه لیرې بلل کېده، آن تر دې چې دقوم خلکو د امین لقب مسمی کړی ؤ.

رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په صله رحمۍ، د خلکو له اوږو څخه د بار په اوچتولو، مېمله پالنه، له نورو سره په احسان او د تقوی په کارونو او مرسته کولو کې وتلی نوم درلوده، پخپله یې روزي ګټله او په لږ خوراک یې هم صبر کاوه.[6]

 

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حیاء مرتبه

حضرت ابو سعید رضی الله عنه فرمايي: هغه پیغلې چې پخپله پرده کې تر نورو ټولو شرم لرونکي او حیاناکې وې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغوی ټولو نه ډېر حیاناک  ؤ او کله چې به رسو ل الله صلی الله علیه وسلم په کومه خبره ناراضه ؤ؛ نو په مخ مبارک کې به یې د نارضایتۍ او ناخوښۍ آثار له ورایه ښکارېدل.[7]

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تواضــــــــــع او عاجزي

حضرت ابو هریرة رضی الله عنه فرمايي چې یو ځل حضرت جبرائیل علیه السلام د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم سره ناست ؤ، هغو د اسمان خوا ته وکتل، چې له اسمان څخه یوه ملائکه راښکته کیږي، نو هغو وفرمایل: له کومه وخته چې دا ملائیکه پیدا شوېده؛ تر اوسه پورې ځمکې ته هیڅکله هم نه ده راښکته شوې، کله چې هغه ملائکه راښکته شوه؛ نو هغې وویل : ای محمدصلی الله علیه وسلم! ستاسې رب زه له دې پیغام سره تاسې ته رالېږلې یم، چې تاسې پاچا او نبي جوړ کړم او که بنده او رسول؟ حضرت جبرائیل علیه السلام وویل: ای محمد صلی الله علیه وسلم! تاسې خپل رب ته تواضع اختیارکړئ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه بنده او رسول جوړېدل غواړم.[8]

نوربیا…

 

[1] صحیح البخاری باب بدء الوحی

[2] جامع ترمذی وشمائل ترمذی، صحیح بخاری، مسلم، ابوداؤد کتاب الادب، حاکم

[3] شمائل ترمذی، مستدرک ټوک ۳ پاڼه: ۴۸ علی شرط الشیخین واقعه فتح مکه، ابوداؤد

[4] سیرت النبي صلی الله علیه وسلم ټوک ۱ پاڼه ۵۸۹/ لیکوال: علامه شبلی نعمانی صاحب

[5] صحیح المسلم کتاب الادب

[6] سپيځلی نبوي سیرت: لیکوال- علامه ابوالحسن ندوي رحمة الله علیه

[7] اخرجه البخاری ورواه مسلم کذافی البدایه والترمذی فی الشمائل وابن سعد واخرجه الطبرانی.

حیات الصحابه، ټوک ۲ پاڼه: ۵۹۹/ لیکوال: محمدیوسف بن محمدالیاس الکاندهلوي

[8] حیات الصحابه، ټوک ۲، پاڼه: ۶۰۳/ اخرجه احمد قال الهیثمی (ج۹ ص ۱۹) رواه احمد والبزار وابویعلی ورجال الاولین الصحیح رواه ابویعلی باسناد حسن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x