د کونړ پوهنتون استاد او د بې بې سې خبریال نعمت الله کریاب دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت ریاست کې زنداني شو، چې شېبه وړاندې را خوشي شو.
کریاب په جلال اباد ښار کې د بهرنیانو د «۰۲» ځواکونو له لوري ونیول شو او د ملي امنیت ادارې ته وسپارل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وویل چې هغه د ځينو شکونو پر بنسټ نیول شوی دی، خو ويې ونه ویل چې د افغان امنیتي موظفینو بر ځای ولې د بهرنیانو له لوري نیول شوی دی.
نعمت الله کریاب د غبرګولي پر اتمه زنداني او نن را خوشي شو، چې تر اوسه يې د نیولو او خوشي کولو علتونه نه دي په ډاګه شوي.
د کریاب ورور د نیولو کېدو پر وخت ویلي و، چې هغه د شخصي کار لپاره جلال اباد ښار ته تللی و، چې یوه ورځ وروسته يې د ملي امنیت کسانو د نیولو پخلی وکړ.
کریاب چې په ختیځ زون کې د بې بې سې لپاره کار کوي د کونړ پوهنتون استاد هم دی او په یاد ولایت کې ژوند کوي.
د بهرنیانو او حکومت له لوري د شنونکو، خبریالانو او استادانو د نیول کېدو لړۍ د شنونکو پر نظر د حکومت د بې وسۍ ورستی حد څرګندوي.
یاده دې وي تر دې وړاندې د سیاسي چارو شنونکی قاضي محمد حسن حقیار هم پلازمېنه کابل کې ونیول شو، چې له څو ساعته بند وروسته بېرته خوشي شو.