Us conslate

سرمقاله: په هرات کې د امریکا په کونسلګري د تر سره شوي برید پوځي اهمیت!

( نن ټکی آسیا- سرمقاله: ) پرون سهار اتو نفرو طالبانو په هرات ولایت کې دامریکا په کونسلګیرې  سرښندونکی برید وکړ .

دغه برید له زماني او مکاني پلوه په دې میاشت کې داشغال په وړاندي د طالبانو دترسره شویو بریدونو په لړکې دځانګړيو محاربوي تکتیکونو په کارولو سره  فوق العاده  اهمیت لرونکی برید دی.

د یاد برید اهمیت په دې کې دی  چې طالبانو په دغه برید کې دهرات په ولایت کې د خپل دښمن ترټولو خوندي اومهم مرکز په نښه کولو او هغه ته په ځان رسولو سره  یې هالته  دهغوی ټول  پوځي او استخباراتي  احظارات اغفال  او په پوره بریاسره یې دهغوئ په منځ کې خپل عملیاتي پلان  عملي کړ.

په هرات کې دامریکا د کونسلګیري اهمیت په دې کې دی چې  له همدغې کونسلګیرۍ څخه دسیاسي او ډیپلوماتیکو فعالیتونو تر پوښښ لاندې امریکایانو دهیواد دجنوب لویدیځې حوزې په کچه خپل ټول پوځي او امنیتي پروګرامونه پرمخ وړل او په دې سیمه کې یې دطالبانو دعملیاتي پرمختګ په ضد پلانونه طرح کول .

په هرات کې دامریکا کونسلګیري له  نظامي پلوه په داسې حساس استراتیژیک موقعیت کې قرارلري  چې  په دغې سیمې کې نور ټول  نظامي او امنیتي تأسیسات   دهغې تر څارنې  لاندې  او دسوق او ادارې چارې يي له همدغه  مرکزه  کنټرولیږي.

دغه  کونسلګیري له ښاره وتلی په یوه ګوښه  سیمه  کې  موقعیت لري  چې په دائمي توګه   تر ځانګړیو امنیتي تدابیرولاندې  وي  او دهغې د امنیت  او حفاظت لپاره دهغې خوا وشا  غونډیو کې  پرمختللې مراقبتي کامري لګیدلې  چې له  ډیرې لیرې ساحې څخه  هر ډول  امنیتي خطر  کشفولی او په وخت خنثی کولای شي.

دکونسلګیرۍ اوسنی تعمیر اصلا دهرات  پنځه ستوریز هوټل تعمیر دی کوم  چې څو کاله ترمخه د هرات ښاروالې لخوا امریکایانو ته ورکړل شوی.

طالبانو هم  دامریکایانو په دغې کونسلګیرې باندې دیوه مهم پوځي او استخباراتي مرکز په حیث برید کړی نه یواځې دیوه دیپلوماتیکې نماینده ګې  په توګه ؛ ځکه امریکایان اوس په هیواد کې دطالبانو په مقابل کې د تر ټولو اولي دښمن حیثیت لري ، نور ایتلافي  ځواکونه او د کرزي ادارې  پوځي او استخباراتي شبکې  دثانوي جنګې ځواک په توګه  دامریکایانو لخوا سوق کیږي .

په دغه برید کې دطالبانو  پوځي  استعداد اومحاربوي مهارت هالته ښه څرګند شو چې هغوئ په اتو نفرو او ډیرو محدودو پوځي  امکاناتو سره  په هرات کې   له میشتو امریکایانو ، ايټالویانو او داخلي  ځواکونو سره  دری ساعته داسې مقاومت وکړ چې  هیڅ لوري  دمقاومت کونکو طالبانو په خوا د ورتګ  جرأت نشوای کولای چې بالاخره یې دهغوئ دمقاومت دله منځه وړلو لپاره   له هوايي ځواک څخه استفاده وکړه   او امریکایي کوماندويي ځواکونو  دجنګي څرخکو په وسیله  له هوا څخه   لومړی دمجاهدینو مقاومت خاموش او بیا دکونسلګیرۍ تباه شوې تعمیر ته  په ور دننه کیدلو وتوانیدل .

دبرید له پایته رسیدلو سره سم د امریکې دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې ماري هارف  په هرات ښار کې دامریکايي کونسلګیرۍ  دتړلو اعلان وکړ او پاتي پرسونل یې  په کابل کې دامریکې سفارت ته ولیږدول شول.

په هرات کې  دامریکا په کونسلګیري پرونی برید  د امریکایانو او بهرنیو ځواکونو په خلاف دطالبانو په عملیاتي پلان کې  دیوه نوي او ابتکاري  اقدام  په توګه داڅرګندوي  چې طالبان دخپلو بریدونو مخه  ترډیره بریده دداخلې ځواکونو په ځای  خارجي یرغلګرو ته اړه ولې اوپه دې لاره کې یې  دپام وړ پوځي لاسته راوړنې هم لرلې .

دبهرنیو ځواکونو په  سیاسي او پوځي  مراکزو دطالبانو  عملیات په سیاسي او تبلیغاتي لحاظ دهغوئ  لپاره  ډیر ګټور تمامیږي او په خپل موثریت سره کولای شي  چې له افغانستان  څخه دبهرنیو اشغالګرو  د پرشا تګ پروسه هم  ګړندۍ کړي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

———————–

ددې پيښي د انځورونو او ویډیوګانو لپاره لاندي لینک کلیک کړئ:

http://www.nunn.asia/index.php/in-pictures/afghanistan-in-pictures/7479

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د