ادبي لیکني

رسنیز اخلاق

مجیب حلیمي

د وختونو پدې وران دور کې،چې یوویشتمه پیړی یې استازیتوب کوي،یواځې ټیکنالوژې او وګړي هم نه دي بلکې رسنۍ هم ددې دور یوه مخکښه لویه برخه تشکیله وي.

یا په بله اصطلاح ! چې رسنۍ د حکومتونو او افرادو یا دعامو وګړو تر مینځ د پل حیثت لري، چې مانا یې دا شوه چې ددولت له کارونو څخه به عوام یا د وطن وګړي خبره وي،او برعکس به د وطن د وګړو د مشکلاتو د حل لپاره د دولت سره همکاري،د هغوی خبرول او نورې کړنې به کوي تر څو فرهنګونه،ژبې او په تمامه مانا رسنیز اخلاقو ته ژمن شي.

رسنۍ په ځینو هیوادونو کې ازادې او په ځینو کې تر قوانینو لاندې خپل نشرات کوي،چې ددولتې ارګانونو څخه په خپل ټاکل شوي چوکاټ کې څارل کيږې، او د سرغړونې په صورت کې جریمه او یاهم مجازات کیږي،چې بدبختانه داسې کوم اصول او مقرارات په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندي شتون نلري،او که لري یې هم نو ډیر په بارز او کمه اندازه.

د پورته موضوع د لا ښه تشریح لپاره،زه هم دلته غواړم چې د سترګو لیدلای حال تاسې ته نقل کړم،په تیرو ورځو شپو کې د چابهار د قرارداد بهیر په ژوندۍ بڼه خپریده،چې متاصفانه د هیواد ولشمر دی دومره ستر اقتصادې قرارداد لاسلیک کوي،او په کور دننه دې یواځې یوه رسنۍ دغه بهیر په ژوندۍ بڼه خپره وي،چې د یو هیواد لپاره یوه ډیره زړه بوګنونکې موضوع ده.

چې بحث او لیکنه بلخوا ته ولاړه نشي،نو دلته د رسنیزو اخلاقو اړوند یوه بله د اندیښنې او زړه بوګنونکې موضوع چې پر ټلویزونو یا رسنیو باندې خپریږې،کوم چې د هیواد نومیالې او مشهورې څیرې ورته دعوت کیږي،او د حکومت د کړنو ارزونه کوي،او یا هم ګوندې بحثونه کوي،چې متاصفانه د رسنيو اخلاقو ته په کتلو سره ددوی بحث تر کنزلو پورې رسي،او په هیواد دننه سمتې او ژبنې تعصبونو ته زور ورکوي،هزاره د پښتون او پښتون د تاجک، پر وړاندې پر خپلو احساساتې خبرو راپاره وي،چې ښه مثال یې د تودو بحثونو کړنې او تشدد ته لاره حواره ول دي،چې اکثره وخت پکې د رسنیزو اخلاقو د خپو لاندې کول هم راځي.

که چیرته بحث پردې باندي جالبه کیږې،چې دوی یو بل ته سپکې سپورې ووایې،نو دیو رسنیز بهیر لیدونکې دلته ددغه بحث څخه منفې او مثبتې نقطې نشې اخیستلای،ځکه چې زمونږ ټولنه هغسې چې پکارده،چې با تعلیمه وي نه ده،دلته درسنیو کارپوهانو وجیبه دا هم ده چې مبحثکونکې د بدو او خرابو خبرو څخه په داسې هنر راوګرزه وي، تر څو هغه پوه شې چې دا د جنګ میدان او یا هم د کنزلو او سپکو سپورو مسابقه نه ده،بلکې منطق او دلایل غواړي،بل خواته د رسنیو او یا د بحث کوربانو ته هم پکار ده چې داسې احساساتي پوښتنې ونه کړي،یا داسې چې تبصره کونکی پرې برلاسې نه وي،چې بیا یې انجام خشونت،کرکې او د میز ګدونوالو او لیدونکو ته بحث بې مفهومه،خسته پریوزی.

رسنیز اخلاق یواځې په خبر،بحثونو کې شتون نلري،بلکې په سیریالونو کې،ډرامو کې،په مزاحیه پروګرامونو کې هم شتون لري،تر څو رسنۍ داسې څه وړاندي نه کړي،چې یوه مذهبي ټولنې لپاره د زهرو ګوټ وي،او یا هم پر فرهنګونو یې تیزاب شیندل او د ژبو لهجې یې په تمامه مانا بدلې او د بل هیواد د ژبې تقلید وي،چې دا د رسنيو یو مهم اصل دی،ځکه چې په هر هیواد کې رسنۍ د ملا د تیر حیثت لري،او وګړي دیوې موضوع ژر خبره وي،چې رسنیز اخلاق یې ګډوډ،او په یو منظم شکل نه وي، یواځې دوی نه بلکې د هیواد ځوان قشر د بربادۍ سیند ته ټيل وهل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x