افغانستان

طالبانو په هلمند کې د افغان ځواکونو لویه قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ته څېرمه د افغان ځواکونو یوه لویه قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. دغه قرارګاه د نهرسراج د بلوچانو په سیمه کې موقعیت لري.

طالبانو منلې چې یاده پوځي قرارګاه یې د یوې شپې درنې جګړې وروسته نن سهار ۴ بجې په بشپړه توګه ونیوله.

په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو راپورونه هم ورکول کیږي. طالبان وايي چې تر ۴۰ زیات عسکر یې وژلي دي چې د ګڼو جسدونه اوس هم په سیمه کې پراته دي او پاتې عسکر یې په تېښته بریالي شوي دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې طالبانو رسنیو ته لیږلې، په قرارګاه کې په لسګونو درنې او سپکې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

که څه هم دولتي چارواکو تر اوسه د نوموړې قرارګاه د سقوط په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبان وايي چې دولتي ځواکونو له سهار راهیسې درې ځله د قرارګاه د بیرته نیولو په موخه پراخ تعرضونه وکړل چې درېواړه یې په شا تمبولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په همدغې سیمه کې لسګونه اربکیان ووژل. دغه راز دولتي چارواکو منلې چې د طبیلې په نوم ستراتیژیکه سیمه کې یې درې پوستې له ګوتو وتلي او د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دولتي چارواکو د یادې قرارګاه په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو د سیمې خلک وايي چې قرارګاه د طالبانو تر بشپړې ولکې لاندې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x