fbpx

کندوز: دشت ارچي کې امنیتي ځواکونو د خلکو کښتونه اوبو کې ډوب کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د ولسي وګړو کښتونه اوبو کې ډوب کړي او ګڼ کورونه، مدرسه او د مسجدونو ودانۍ يې نړولې دي.

د دشت ارچي د ملاقلي سیمه چې د لمرو ویالي په نوم تر کانال لاندې ده، امنیتي ځواکونو له طالبانو سره د ملاتړ په تور د دې کانال اوبه پرې ور خوشي کړې او د څلورو مسجدونو، یوې مدرستې په ګډون يې د ولسي وګړو ۳۰ کورونه نړولي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د کانال تر ماتولو وړاندې يې څو ځلې امنیتي ځواکونو ته زارۍ وکړې او قومي مخور يې ور لېږل، خو دوی له نهر کهنه نه دا را بېل شوی کانال مات او د خلکو پر کورونو سربېره يې پراخه د کښت ځمکه هم تر اوبو لاندې کړه.

دغه سیمه چې واک يې د طالبانو په لاس کې دی، په سیمه کې مېشتو طالبانو هم د خبر پخلی کړی او د اوبو په چپولو کې يې له خلکو سره مرسته کړې ده.

د ملاقلي اوسېدونکي وايي چې طالبانو د اته کیلومتره په واټن یو کانال جوړ کړ چې پر مټ يې را ماتې شوې اوبه، د تاشګذر پل له لارې د کلباد نهر ته توی شوې او د خلکو نور کښتونه او کورونه په امن شول.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د پېښې او د دوی د هڅو خبر ورکړ او ويلي يې دي چې د نوي جوړ شوي کانال ټول لګښت یو نیم میلیون افغانی شوی دی او پنځه لوی ماشينونه پکې په کار بوخت و، چې په خورا چټکۍ تیار او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ياده دې وي له ولسي وګړو سره د امنیتي ځواکونو د دې چلند خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د بغلان ولایتي شورا وايي چې د دې ولایت د ملي امنیت ریاست یوازې د پښتنو د نیولو او ځپلو امر ورکړی دی.

په ورته وخت کې د ګډ حکومت لومړی مرستیال هم په شمال کې له دولتي امکاناتو په ګټې د یو خاص قوم پر ځپلو بوخت دی، د جمعیت اسلامي فعال او د ولسي جرګې غړی فرهاد عظیمي هم وایي چې دوستم له دولتي امکاناتو ګوندي ګټو ته کار کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لوستونکي
میلمه
لوستونکي

زه په دي توګه خپله خواخوږي د “غزه” د مومنو او بی وزلو خلکو سره څرګندوم. د هر بشپړ عقل په خاوند باندي فرض دي چي د اسرایلو د ملګرو دا کرغیړنه کړنه په کلکو ټیکیو وغندي او خپله کرکه بربنډه کړی. دا د“غزه د تړانګي” په میشته پرګنو چي ارچیوال نومیږی د څو میاشتو راهیسی ډول ډول ناتار جوړ دي خو تر اوسه چا بشر و نه ګڼل او غږ یي وا نه اوریدل شو – حسبنا الله و نعم الوکیل!

اخترمحمد گیلانی
میلمه
اخترمحمد گیلانی

دا دوسره حکومت دپرگنو سره په جنگ کی دی الله دی بربادکی