fbpx

د بیان ازادي او حکومتي چلند

محمد ربي آماج

وایي د پخوانی شوروی اتحاد د فوځي یر غل په مهال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالۍ مربوط د حزب اسلامی افغانستان (حکمتیار) اړوند د چارګل خان نثار دجبهی مربوط مجاهدینو په منځ کی یوه مسلکی انجینر هم وسلوال جهاد په موخه ټوپک اخیستۍ وو او د دی تر څنګ د رباب هم ډیر شوقی وو او تل به یی په پنډ غالۍ ( قرار ګاه) کی رباب دځانه سره ګرځولو، چی دنوموړی همدی کړنو د نورو مجاهدینو غوصه راپاروله او تل به یی ورته ویل چی: خوار شی ! ته جهاد وګوره اوستا رباب . خو هرڅه چی وو نوموړی رباب له ځان نه لیری کولو. یو ځلی دشپی ناوخته د خطر اوازو په لوډسپیکرونو کی ازانګۍ وکړ چی ویل یی دروسانو یوه ډیره غټه قوه دیخوا ته را روانه ده نو مجاهدین باید دغه پنډ غالۍ په بیړه سره خالی کړی! همدا وو چی هر حزبی مجاهد خپل جګړه ایز توکی لکه ټوپک، چانټه ،شاجورونه لاسی ګرنټونه.، وچه ډوډۍ…… اوداسی نور په منډه ور سره واخیستل او دشپي په تیاره کی د ګوربت غره لوړو څوکو په لوری روان شول ،پدغه وخت کی د انجینر صیب پیټۍ ډیر دروند وو او هر یوه ته به یی سوال کولو چی لږ لاره خو دغه زما رباب درسره ونیسه مګر ملګرو یی ورته نه وویل او په ټوکو به یی ورته ویل چی خوارشی سپیره! ته دغه تور تروږمۍ ،د تیږواو کږ لیچوډکه لار، د روسانو ډار او ستا رباب وګوره ! هسی یی ایسته وغورځوه !!خیر خو انجینر صیب هر څه چی وو رباب یی ورسره واخیستۍ او روان وو چی یو مهال د سهار د لمر په رڼا او تودوخه کی د دلګی مشر لخوا د مولي (دمی جوړولو) امر وشو اووه یی ویل چی اوس دخطر له سیمی راوتلی یو. پدی غږسره ټول مجاهدین موله شول اود پرښو په سرکیناستل او د ورسره وچي ډوډۍ په خوړلو یی شروع وکړه. نو نوموړی انجینر صیب هم هلته لږ لیری په یوه غټ کمر باندی ناست وو له وچی ډوډۍ خوړلو وروسته یی خپل رباب له زړی کڅوړی را و ایستلو او سًر یی کړو بیا یی د رباب شهباز یو دم په ټولو تارونو را تیر کړ چی دریینننګ یی شو، پدی سره د ټولو مجاهدینو توجه د ده خوا ته شوه او نوموړی په لوړغږ دغه نور ورسره مل د سنګر ملګری داسی مخاطب کړل:! ای خلکو دا څرنګه اسلام دۍ چی زما یو رباب نه پکښي ځاییږی؟!!

د دغی پورته ریښتیانۍ ټوکی په بنسټ به راشو دی ټکی ته دا دوی روځي کیږی چی پخواله رسنیو او بریښنا پاڼو کی دغه خبر لاس په لاس کیږی چی ملی امنیت د حسن حقیار په نوم یو شنونکۍ او ارزوونکۍ تر دی تور لاندی د توروتمبو شا ته اچولۍ دۍ چی د طالبانو وژل شوی مشر (ملا اختر محمد منصور) ته یی دشهید خطاب کړۍ وو.

دا ډیره ښه خبره چی حکومت خپل حساسیتونه اوسری کرښی وساتی او ډیره اریستوکراسی زموږ د ټولنی او وګړو له ځانګړنو سره اړخ نه لګوی،او پایله یی انارشیزم اوخپلسری وی لکه چی همدا اوس روانه ده، همدا راز په ټوله نړۍ کی حکومتی پالیسي د هغی ملک د اوسیدونکو لپاره د لارښوود حیثیت لری.او حکومتونه د ډیر دندو او مسولیتونو تر څنګ یو دغه هم دۍ چی په کورد ننه د اوسیدنکو او پوړونو تر منځ انډول وساتی اود اولسونو ترمنځ دکرکی اوبدبینۍ دیوالونه ونړوی او واټنونه را کم کړی او کچیری دولت او حکومت په کور دننه د مور اومیري چلند خپل کړی لکه همدا اوس چی روان دۍ نو بیا په لوی لاس دبیلتون کرښی را کاږی او داولسونو تر منځ واټنونه زیاتوی اوکرکی راپاروی. چی ډیره غوره بیلګه یی هم دغه ده . اوس که لږ نیږدی تیرو ته ځغلنده کتنه وکړو نو داسی څه به ووینو.

ملی اتل احمد شاه مسعود زموږلپاره په حکومتی اندونو مګر د نړیوالو اونوراولس له نظره ځانغوښتونکۍ ، پردیپال اونړۍ د ځریو په چوپړ کی.(لاسوندونه : ګروموف ،سری لښکری په افغانستان کی ،ستیو کول دپیریانو جګړه….. )

برهان الدین ربانی دافغانستان سولی شهید په حکومتی اندونو، مګر د اولس په اند د سولی دښمن، د کرکی اونفاق پالنی استازۍ اوهغه څوک چی د اسلامی ارشاداتو خلاف یی د مسلمان د وژلو لپاره د کفارو نه دغټو غټو بمونو غورځولو مدد غوښتۍ .

علی مزاری د عدالت اتل په حکومتی اندونو مګر د نور عام اولس په اند په کوپړیو کی د یو کیلویی میخونو ټکولو ، نټ اوبولټ کولو اوډیرعام درقص مرده ایجاد ګر.

لطیف پدرام غازی امان الله خان ته سپکاوۍ وکړ مګر سری سترګی خماری ګرزی.

د جلالتماُب اجراییه رییس ویاند (مجیب رحیمی) په افغانی ویاړونو ملنډی وهی او لوی احمدشاه بابا د انګریزانو جاسوس بولی او دافغانستان لرغونۍ ولایت (هرات) د ایران خاوره ګڼي مګرسری سترګی ګرزی او هیڅوک هم څه نه ورته وایی.

احمد بهزاد معلوم الحال سړۍ چی وفاداری یی چیری ده په برالا توګه حکومت ګواښی مګر هیڅوک هم څه نه ورته وایی!؟

پخپله ښاغلی جلالتماُب اجرایی رییس د ټولټاکنو د لومړنیو پایلو په مهال ټول سویلی ولایتونو میشتی پښتانه پسونه وبلل، مګر هیچا غوږهم ورباندی ونه ګرولو.

د طالبانو د نسکوریدو نه وروسته کله چی د نړیوال اییتلاف ځواکونه په هیواد کی ځای پځای اومنځمهالی اداره جوړه شوه نو د شمالی ټلوالی دمخکښ غړی لخوا آریوب سیمنا ته څیرمه شخصی زندان جوړ شو چی ټول پښتانه پکښی بندیان وو او جوړوونکۍ یی د پخوانی اولسمشرۍ په مهال ډیردروند شخص هم وو.

د هیواد لویی برخی ته شمال نوم ورکول اوبیا له همدی نامه اوآدرس نه کرکی ته ببوزۍ وهل ترټولو لوی ملی خیانت دۍ مګرهیڅوک هم څه نه پکی وایی!

د دی برخلاف شنونکی (طاقت) یودوی رښتیا خبری د هغه ناروغانو په پته کړی وی چی ځانونه یی افغانان نه ګڼل بیا یی نوموړۍ سمدلاسه د ملی امنیت میلمه کړ.

په ۲۰۰۸زیږدیز کال کی دکابل د استیناف محکمی د ۱۰۳ دوسیی کی دڅارنوالی( آغلی نجیبی باسل) دتورن پخلاف اقامه داسی شانته ده.متن(دلایل که ثابت میسازد که قتل……. توسط پدرش بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد) اوبیا همدا اقامه مشر څارنوال هم تایید کړی.پدی هکله د یادونی وړده چی د افغانستان په موجوده جزایی قوانینو کی پښتونولی نه تعریف شوی اونه هم جرم ګڼل شویدۍ. مګررسمی اقامه پدی لفظونو د څه لپاره؟! عاقلان پخپله ښه ورباندی پوهیږی!!!

او په پای کی د همدی حقیار نیول پدی تور والله سړۍ اریانیږی ورته؟!!

پدی اړه د حکومتی چارواکو او د سر چوک د کیسه برانو چلند یوشان دۍ ،دلته هم تراوسه د حکومت چلند توپیری دۍ اولاره یی بشپړ انارشیزم ته هواره کړیده. هر غیر پښتون افغان که هر څه وایی او که هغه هر څومره هم د هیوادنیو ګټو په تاوان وی فرق نکوی. خو پښتون باید داسی ونکړی،اوبله دا چی ددینی اصطلاح ګانوسره لوبی ښی ندی! نه د ښاغلی حقیار په شهید ویلو ملا اختر منصور جنت ته تللای شی اونه هم د حکومت په منع کولو هغه دوزخی کیږی.

څرنګه چی افغانستان یواسلامی هیواد دۍ او د اسلام د مبارک دین درناوۍ په آساسی قانون کی تسجیل شویدۍ، نوښه به دا وی چی ددغسی القابو څخه په ګټي اخیستلوسره کوم چی سپیڅلی مانا لری سیاسی اندونه ونه پالل شی.

په اسلام کی د شهید تعریف شته اوډیره عامه مانا یی داسی کیدلای شی چی کچیری کوم مسلمان یا مسلمانه په ظلم بدون له شرعی محکمی پرته په قتل ورسیږی، یاخود حلالی روزۍ ګټلو اویا هم د علم د طلب او د اسلامی هیواد اوکلمته الله داعتلاٍ په لاره کی په مړشی، او بالاخره که مسلمان د کافر له لاسه بی له شرعی محکمی په قتل ورسیږی هغه شهید دۍ.

نو حکومت ته دا نه ښایی چی د یوه شنونکی په یوه لقب باندی هغه د تورو تمبوشا ته واچوی ،بله داچی حکومت باید خپلی سری کرښی، حساسی پولی اوکودونه واضح تعریف ،څرګند او رسماُ د خلکوپه اطلاع ورسوی ځکه چی د حکومت سره دا اختیار شته ترڅو شنونکی او ارزوونکی هغه په پام کی ونیسی. او بله داچی د پښتنو په واړندی توپیری کوم چی دحکومت دننه څخه سرچینه اخلی نور نو ورته د پای ټکۍ کیښودل شی. او په پای کی هغه د اجمل خټک په ژبه:

ما دې خپل زړه ته سر ورښکته کړلو ده په اوترو سترګو بره کتل دی شین اسمان ته غوریدو ویل یی ما اوریدل ترې دا یو څو لفظونه ویل یی اې د لامکان خاونده په خپل مکان کی خپل اختیار جنت دی ګني ددغه لیونتوب په نامه که نار وي نار که دار وي دار جنت دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمدربی آماج
میلمه
محمدربی آماج

که څوک تله د انصاف په لاس کی درکړی ««»» خپل ټټو او د بل آس به برابر کړی!