fbpx

هلمند ولايتي شورا: لښکرګاه سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایتي شورا وايي چې د دې ولایت پر مرکز د طالبانو کړۍ ساعت پر ساعت راتنګېږي او د مرکز د سقوط وېره غښتلې شوې ده.

د هلمند د ولايتي شورا رییس کریم اتل وايي چې که په اته څلویښت ساعتونو کې تازه دمي ځواکونه ور ونه رسېږي، دوی به د لښکرګاه د سقوط شاهدان وي.

د ولایتي شورا د رییس په قول دم ګړۍ هم د ښار په څلورو لوریو کې جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د هغه په خبره په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۶۸ تنو امنیتي ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او ګڼې سیمې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د ولایتي شورا مرستیال هم د خپل رییس څرګندونې تاييدوي او د امنیتي ځواکونو د مرګ ـ ژوبلې شمېره په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ۸۰ شاوخوا وبولي.

عبدالمجید اخندزاده وايي په دې ولایت کې جګړه سخت حالت ته رسېدلې ده.

د هلمند د عامې روغتیا مسوولین هم مني چې د جګړې له کرښو نه ورته د ۴۰ شاوخوا امنیتي ځواکونه ور وړل شوي چې ځینې يې ټپیان او ځينو يې په لاره سا ورکړې.

د هلمند د مرکزي روغتون یوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا ځايي خبريال ته ویلي چې تر اوسه يې د عملیاتو د عمومي مشر په ګډون د امنیتي ځواکونو ۳۹ جسدونه ور وړي دي.

د ملي دفاع وزارت بیا له خپل عادت سره سم د هلمند ولايتي شورا څرګندونې ناسمې بللې او ويلي يې دي چې امنیتي ځواکونه پر عملیاتو بوخت دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د دوی هوايي او ځمکني ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او د لښکرګاه د سقوط اندېښنې بې ځایه بولي.

طالبانو د لښکرګاه په ګډون، په نادعلي، سنګین او ګرشک کې د جګړ خبر ورکړی او لسګونو عسکرو ته د مرګ ـ ژوبلې خبر يې ورکړی دی.

ياده دې وي هلمند کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان د هلمند له ګوتو وتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د