Umar

دحضرت عمر رضی الله عنه پیغام دنیل دسیند په نوم

په مصر کی دجاهلیت څخه دا دستور او قانون را روان وو چه کله به هم دنیل سیند اوبی ولاړی سوی یا بند پاتی سو نو هغوی به یوه ښایسته نجلی دغو اوبو ته ور اچوله وروسته به دا سیند یا اوبه روانی سوی – دحضرت عمر رضی الله عنه دخلافت په وخت کی چه کله مصر فتح سو او حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه یی دمصر ګورنر یا والی وټاکه، نو دغه وخت کی هم دعادت او معمول سره سم ددی سیند اوبه ودریدی –خلکو حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه خبر کړ او دخپل دستور مطابق خبری یی ورسره وکړی او تری یی وغوښتل چه مونږ خپل پخوانی رسم یا رواج ترسره کړو نو حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه ددی څخه منع وفرمایله او خلکو ته یی وویل چه دا دجاهلیت رسم یا رواج ده

او مونږ باید داسی کوم کار ونکړو چه ددین خلاف وی، البته زه به له حضرت امیرلمؤمنین عمر رضی الله عنه سره مشوره وکړم – کله چه دحضر عمروبن العاص لیک حضرت عمر ته ورسیده نو هغه هم یو لیک ورته ولیږه او دنیل دسیند په نوم یی داسی لیکلی وه چه دالیک ورته ولولی او بیا همدا لیک دنیل سنید ته وغورځوی:  ددی لیک مضمون داسی وو.

دا دالله دبنده حضرت عمر رضی الله عنه لخوا دنیل دسیند په نوم – اما بعد! که ته ای دنیل سینده پخپلی خوښي سره جاری یا روانیږی نو ته مه روانیږه او که ته دالله واحد قهار په امر روان یا جاری کیږی نو مونږ له هغه ذات څخه دا سوال کوو چه ته یی جاری کړی یی چه هغه ذات تا بیا جاری یا روان کړی؛؛ – حضرت عمروبن العاص رضی الله عنه بیا دا لیک یا مضمون په سیند کی واچوه او چه ګوری دنیل سیند په ډیری تیزی او معمول سره بیا روان سو.  (البدایه والنهایه: ۷ /۱۱۰. تاریخ الخفاء: ۱۱۳)

——–
 

ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

د عبرت څخه ډکي کيسې (څلورمه کيسه) پر له پسې پنځمه برخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د