افغانستان

هلمند: په دوه ورځو کې نیژدې ۶۰ دولتي سرتیري وژل شوي، په لسګونو ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت په وروستیو جګړو کې دولتي سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر مهمي پوستې یې له لاسه وستلي دي.

دهلمند دولایتي شورا رئیس رسنیو ته ویلي چې په ۴۸ ساعتونو کې که تازه دمه ځواکونه هلمند ته ونه رسیږي او همداسي جنګې الوتکي د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه وانه خلي، دغه ولایت به له سقوط سره مخ سي.

د هلمند ولایت د ۵۰۵ بست زون قومندان عصمت الله دولتزي رسنیو ته ویلي چې له تیرو دوو ورځو راهیسي طالبانو په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پيل کړي دي، چې تر اوسه یې له دولتي ځواکونو څخه لس پوستې نیولې او یوازي د ناد علي ولسوالۍ په شاول سیمه کې ۲۷ پولیس وژلي او ۲۶ تنه یې نور ټپیان کړي دي.

نوموړي ویلي چې د ګرشک ولسوالۍ د مالګیر په سیمه کې هم ۲۵ پولیس وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

عصمت الله دولتزي زیاته کړې چې د ګرشک ولسوالۍ د سره ښاخ سیمي په جګړه کې سیمه ایزو پولیسو مشر سفرمحمد اکا او ورسره ۵ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

بلخوا طالبانو تیره ورځ ویلي وه چې سفرمحمد اکا یې د ۳۰ پولیسو په ګډون د نهر سراج ولسوالۍ د طبیلې په نامه سیمه کې وژلی او د هغوی لویه پوسته یې تر خپلي ولکې لاندې راوستې ده.

سفرمحمد اکا د نهرسراج ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان وو، چې دطالب ویاند په وینا په خپله سیمه کې په بې رحمۍ او ظلم باندي مشهور وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x