ولي د طالبانو د نوي مشر په اړه د سخت دریځي تبلیغات کیږي؟!

شاهد (غزنیوال)

د می د میاشتې په ۲۲ نیټه چې کله د طالبانو مشر ملا اختر محمد (منصور) د پاکستان په سرحدي سیمې نوشکي کې د امریکايي ډرون په وسیله شهید کړل شو ، د طالبانو عالي شوری سمدستي د هغه ځای ناستی مولوي هبة الله د هغه په ځای د خپل تحریک مشر وټاکه.

په داسې عاجله توګه له اختلاف پرته د نوي قیادت ټاکل د یوه پوځي تحریک په توګه د طالبانو د ښه انسجام او خپلو چارواکو ته د هغوی د اطاعت یوه ژوندۍ بیلګه ګڼل کیږي.

په نیږدي یوه کال کې چې طالبان دوه ځله د قیادت له خلا سره مخ کیږي او په ډیر لیږ وخت کې هغه په عاجله ډول له کومې ستونزې پرته ډکوي دا څرګندو وي چې د قیادت په اړه هیڅ ستونزه نه لري او د خپل اصلي هدف د لاسته راوړلو لپاره هرډول قربانیو او سرښندنو ته چمتو والی لري.

دا ځل چې د طالبانو قیادت په اتفاق د رايو سره وټاکل شو له لومړۍ ورځې راهیسي یې امریکایانو د هغه پرخلاف په تبلیغاتو لاس پوري کړي .

امریکایان اویوشمیر سیاسي شنونکي په پرلپسي ډول دا تبلیغوي چې د طالبانو نوی مشر سخت دریځی او د ده په قیادت کې به نورهم په افغانستان کې د جګړو شدت زیات شي.

حقیقت دا دی چې هم د ملا اخترمحمد منصور د مشري په مهال او هم اوس طالبانو کله هم د سولې داسې وړاندیز نه دي رد کړی چې هغه په واقعي ډول د سولې په تأمین کې مؤثریت ولري.

بلکي طالبانو د سولي په اړه د امریکایانو یواځې هغه وړاندیزونه رد کړي کوم چې نوم یې د سولې اخو په واقعیت کې د تسلیمي په معنی وي.

شخصا ملا اختر محمد منصور د همدغه ډول وړاندیز د نه منلو په خاطر د امریکایانو لخوا په نښه او وژل شو.

سوله او مصالحه چې د جګړې د طرفینو په رضائیت تر سره کیږي د فشار او زور په وسیله يي هرډول تحقق ناممکن دی.

امریکایان ځکه د طالبانو پر نوي مشر د سخت دريځي الزامونه لګوي چې دوی پوهیږي د طالبانو نوی قیادت هم د پخوانیو په څیر د سولې په اړه د امریکایانو تسلیمي ډوله وړاندیز نه مني ، او دوی به یې حتما په اړه داسې اقدام کوي لکه چې د مرحوم ملا اخترمحمد منصور په اړه يي وکړ.

نو هماغه ده چې امریکایان سر له اوسه لا دغه ډول جګړه ییز اقدام ته حجت تراشي کوي ، د سولې د نه منلو پړه پرطالبانو وراچوي ، او هغوي په ډول ډول نومونو تورنوي ؛ حال دا چې دوي په حقیقت کې سوله نه بلکي د وسلې په زور د طالبانو تسلیمي غواړي نه د جګړېیز منطق په پریښودلو سره د سولې ټینګښت.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

زه ملا صحب هیبت الله له نزدی نه پیژنم ولی یوه فارمولی خبره لیکم او هغه داچه : اسلام د سولی دین او د سولی نظام دی له افراط او تفریط لیری دی معتدل دین یعنی د حق او عدالت نمایندګی کوی د حق او عدالت سره سوله او له سولی سره امنیت او هوساینه رامنځته کیږی ، کفر یی مخالف اړخ دی کفر کومه کنځل نه ده صرف د کفارو اصلی خصلت تعریفوی کفر د حق پتولو ته وایی ، ولی حق پټوی ، ولی ؟ ځکه چه هغوی حریص دی ، د همدی امله بی عدالتی ، فساد… نور لوستل »