افغانستان

د هند لومړی وزیر افغانستان ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې چې د هند لومړی وزیر نریندر مودي به د سلما بند پرانېستې لپاره را روانه اونۍ افغانستان ته راشي.

د هند مشهور تلویزون NDTV د هند د لومړي وزیر د سرچېنو له قوله ویلي چې لومړی وزیر نریندر مودي به د جون په څلورمه افغانستان ته ولاړ شي او د سلما بند چې د هند په مرسته رغول شوی، پرانېسته وکړي.

NDTV لیکلي چې تر دې وروسته به نوموړی د جون په ۵مه قطر، ۶مه سویس او ۷مه امریکا ته ولاړ شي او هلته به کانګریس ته وینا هم وکړي.

د سلما بند، چې د هرات د چشت شریف ولسوالۍ پر هریرود سیند جوړ شوی دی ۲۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳ کیلومتره عرض لري چې پر مټ به یې ۴۲ مګاواټه برېښنا تولید او تر ۷۵زره زیات هکتاره ځمکه خړوبه شي. دا پروژه د محمد داوود خان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته د په افغانستان کې لومړنۍ لویه پروژه ده چې بشپړېږي.

د سلما بند د بیا رغونې په پروژو کې د هند تر ټولو ستره پروژه وه او د راپورونو له مخې د دغه په رغولو ۳۰۰میلیونه ډالر لګېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x