شعـــــرونه

د قبلتينو امام‎

نظام کندهاری

هاشمي نبي سلطان د ثقلينو
نظر وكړه اې امام د قبلتينو

په وجود دي ټول جهان رڼا رڼا شو
اې سروره يې ښکلا د حرمينو

د زړګي په سر مي ليک نوم د احمد دی
ځکه تل مو يې جاري پر شفتينو

شنه روضه دي د ارواحو نماء بخشه
اې دلبره مُشرف يې د کَونَينو

ستا سپېڅلي دين ته ځكه لوګی کيږو
سعادت دی پکې نغښتی د دارينو

يو ځل ورمي وله ربه مديني ته
سپېرې خاوري چې رانجه کړم د عينينو

په رضاء کې يې رضاء د رب پرته ده
و نظام ته دی محبوب تر اَبَوَينو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x