د مور ورځ په وياړ د قتيل خوږياڼي شعر

afghan-mother-child

مورې!

زما غريبې مورې زما مزدورې مورې

تا نه لوگى شمه زه زما ترورې مورې

زما، نه  نه هيريږې

چې تا د خان په كور كې

د دوى ناولي تالي

تا پاكول او مينځل

كړنگ شو كاسه پريوته

ټوټې ټوټې شوه مورې

د كور بي بي غوصه شوه

ته يې ترپښو لاندې كړې

د دوى كاسه شوه ماته

خو دا ستا سر مات شو

وينې  يې تويې شولې زما مجبورې مورې

زما غريبې مورې زما مزدورې مورې

تا له شيشكې “بي بي”

په خوارۍ ځان خلاص كړى

په خاورو خړه پړه

ترينه راوتښتيدې

په ارامۍ او راحت

په كور راننوتې

احتياط دې زيات كولو

چې رنځور  زوى ويښ نه شي

پخپلو وينو نه  وې

غم د بچي در سره

زما په سر ودريدې  زما رنځورې مورې

زما غريبې مورې، زما مزدورې مورې

دا ستا د اوښكو څاڅكى پر ما را پريو تلو

وارخطا ويښ شومه زه

پر مخ  دې سرې وينې وې

ما  وې قربان دې شمه

مورې وهلې چايې

چې مخ دې  سرې  وينې دى

دا ځورولې چا يې

تا وې  د خان “بي بي” كړم

زه د كاسى بدل كې

پخپلو وينو پټه

ما وې قصور دې اخلم په ما زهيرې مورې

زما غريبې مورې  زما مزدورې مورې

ما وې جنگيږمه  نور

له  بندگۍ سره

دا زنځيرونه شلوم

له بادارۍ سره

زه  ليا په خوب ويده وم

چې دا آّواز اوچت  شو

لاړه  دوره  تېره شوه

د مفت خورو بيبيانو

باداري ختمه شوله

تبعيض امتياز  ورك شو

دا ستا “قتيل” يم ابۍ د جنت حورې مورې

درنه قربان شمه زه زما ترورې مورې

عبدالرؤف قتیل” خوږیاڼی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.