سعودي د حج په اړه د ایران شرطونه رد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): سعودي حج ته د تلونکو ایرانیانو په اړه د ایران حکومت شرطونه رد کړي دي.

فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي د بهرنیو چار وزیر عادل الجبیر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې ایرانیان په حج کې د لاریونونو په شمول د یو شمېر نورو حقونو غوښتنه کوي چې له کبله یې د ناامنۍ ویره شته دی.

هغه زیاته کړې چې د ایران له خوا وړاندې شوي شرطونه د منلو وړ نه دي.

د یادې سرچېنې له قوله سعودي هر کال د نړۍ د ۷۰ هېوادونو څخه د حج په یادښتونو لاسلیک کوي چې موخه یې حاجیانو ته لازم امنیت برابرول دي او سږکال ایران په دغه یادښت د لاسلیک کولو څخه انکار کړی. هغه ویلي چې سربېره پر دې چې ایران سره سفارتي اړیکې او هوايي روابط نه لري، خو دغه هېواد ټينګار کړی دی چې ایراني حاجیانو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.

عادل الجبیر په باور د حج په موسم کې سعودي د خپلو مسوولیتونو څخه زیات خپل وجیبې په ښه توګه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ تهران خبر ورکړ چې سږ کال به ایراني اتباع حج ته ولاړ نشي او ورسره یې په ریاض تور ولګولو چې د خدای لاره یې د دوی پر مخ تړلې ده.

د روانې میاشتې په پیل کې د ایران د کلتور وزیر ویلي وو چې د سعودي سره د خرابو اړیکو له کبله ایران ونه توانېد چې د حج په اړه له دغه هېواد سره تړون وکړي او له همدې کبله به ایراني وګړي ونشي کړای چې په ستمبر کې حج ته ولاړ شي.

د یادونې وړ ده چې تېر کال په حج کې د ټيل ماټيل له کبله شاوخوا ۲زره حاجیان مړه شول چې له منځه یې ۴۶۴ ایرانیان وو. دغه پېښې د ایران او سعودي تر منځ اړیکې نورې هم خړې کړې.

تر دې وروسته د روان کال په جنورۍ کې سعودي یو شیعه عالم نمرالنمر د خیانت په تور اعدام کړ چې ورسره ایران د سعودي سره خپلې سفارتي اړیکې وشلولې.

سعودي او عربي هېوادونه وايي چې ایران په عربي هېوادونو کې لاسوهنه کوي او تاوتریخوالي ته لمن وهي. په ایران تور دی چې یمن، سوريې او عراق ته کرایه شوي ځواکونه د حوثي یاغیانو مرستې ته لیږي چې له منځه یې یو شمېر افغانان هم دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د