ورزش

السټر کک ۱۰۰۰۰ منډې جوړوونکی تر ټولو ځوان لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): السټر کک د انګلینډ د کرکټ لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډل مشر سچن ټنډولکر ته ماتې ورکولو سره ۱۰۰۰۰ منډې جوړوونکی تر ټولو ځوان لوبغاړی ریکاډ جوړ کړ.

کله چې السټر کک د هیډنګلې په ډګر کې د سریلانکا لوبډلې په خلاف توپ وهنې لپاره ډګر ته راغی نو ۱۰۰۰۰ منډو جوړولو لپاره يي یوازې ۳۶ منډو ته اړتیا درلود.

نوموړی وتوانید د ورځې په لومړۍ برخه کې خپل ۱۰۰۰۰ منډې پوره کړي. له دې سربیره نوموړی سچن ټنډولکر ته ماتې ورکولو سره د تر ټولو ځوان ۱۰۰۰۰ منډې جوړوونکی توپ وهوونکی لقب خپل کړ.

له دې وړاندې د هندوستان سچن ټنډولکر په ۳۱ کلونو او ۱۰ میاشتو عمر کې په ۲۰۰۵ زیږیدیز کال په کلکته کې د پاکستان په خلاف خپل ۱۰۰۰۰ منډې پوره کړې وې. السټر کک وتوانید دغه ریکاډ په ۳۱ کلونو او ۱۴۶ ورځو عمر کې پوره کړي.

له دې سربیره نوموړی له خپلې لومړۍ لوبې څخه تر اوسه تر ټولو لږو ورځو کې ۱۰۰۰۰ منډو جوړولو ریکاډ جوړولو سره د هندوستان د راهول ډراوېډ ریکاډ هم مات کړ.

د هندوستان پخوانی تکړه توپ وهوونکی راهول ډراوېډ په ۱۹۹۶ز د جون په ۲۰مه لومړۍ ټیسټ لوبه وکړه او د ۲۰۰۸ز د مارچ په ۲۶مه یعنې په ۱۱ کلونو او ۲۸۰ ورځو کې خپل ۱۰۰۰۰ منډې پوره کړې.

خو السټر کک په ۲۰۰۶ز کال د مارچ په لومړی د هندوستان په خلاف خپله لومړۍ ټیسټ لوبه ترسره کړه او لسو کلونو او ۸۰ ورځو کې يي ۱۰۰۰۰ منډې پوره کړې.

السټر کک ۱۲۷ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی چې په دغو لوبو کې د ۲۸ سلیزو او ۴۸ نیمه سلیزو جوړولو ریکاډ هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx