نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱۶ برخه)

پلار مې کوشش کاوه چې له همدې ځای نه مې خلاص کړي، خو هلته نور کسان وو، کمونیستان، هغوی سمدستي کابل ته را ولېږلم، که ګورم تر ځمکه د لاندې ځای دی، وهل دي ټکول دي، ځوړندول دي! زېړې جامې یې بندیانو ته ور اغوستې دي، لاسونه یې ولچک، پر سر یې کڅوړې دي! حیران شوم چې دا څه حال دی!

دا نو ریاست ۹۰ دی، تحقیقات یې را نه پیل کړل، ما ورته ویل چې غریب سړی یم، نه طالب یم نه له طالب سره کار لرم او نه کومه اړیکه ور سره لرم، دوی ویل چې نه ته طالب یې، ما ویل نه یم، وايي ارتباط ور سره لرې ما ویل نه یې ور سره لرم!! وايي مونږ ته معلومات شته ستا راپور راغلی چې طالبان دې په موټر کې له یو ځای نه بل ځای ته انتقالول!

ما ورته چې ما دا کار نه دی کړی، دوی ویل کړی دې دی ! آخر ما ورته ویل چې که داسې شوي وي چې کومه ورځ په سرک یا لاره کې د سورلۍ په نامه څوک ولاړ وي، لاس یې راکړی وي، ما به موټر ورته درولی وي، یو ځای ته به مې وړي وي، خو په دې نه یم خبر چې دا څوک دي؟
زه غریب سړی یم، موټر مې د دې لپاره اخیستی چې کور ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، ما ته چې هره سورلې لاس راکړې زه یې وړم، که دا ته را ته ووايي چې تر یو ځای پورې مې یوسه وړم دې، ځکه چې پیسې راکوې، دا زما کار دی، او ددې مسول زه نه یم چې له هر چا نه پوښتنه وکړم چې ته څوک یې؟ که طالب و نو بیا به یې نه وړم، او که نه و، وړم به یې! یوازې زه نه، بلکې هېڅ ډریور له سورلۍ نه پوښتنه نه کوې چې ته څوک یې؟ څه کار وبار کوې؟ له چا سره دې ارتباط دی؟

    لنډه دا چې را چپه یې کړم، لاسونه مې تر شا او پښې مې یې جوختې را باندې وتړلې، شا په تخته یې پر ځمکه واچولم! دوه کسانو مې پښې ورته ونیولې، یو مې په سینه را کیناست! او نور مې یې پښو ته پیپونه ونیول! ویې وهلم ويې وهلم! یو څه خو مې صبر وکړ، نور نه کېده! په چغو مې شروع وکړه! آخر یې په خوله کې څادر را تخته کړ! له هغه سره مې ساه بندیده! داسې یې ووهلم چې له اخه توخه یې وغورځولم! ما ورته ویل چې څه را نه غواړئ؟ وايي ووایه چې طالب یم! ما ورته ویل طالب نه یم، نور یې هم پسې ووهلم، لنډه دا چې درې څلور ورځې مو همدا حال وو سره!

    تر آخره پورې یې د دوی د خوښې اقرار راباندې ونه کړ، په لغتو او سوکانو یې هم وهلم، په سینه کې، په سر، پر مخ! په ملا کې، په ګېډه کې! آخر داسې حالت راباندې راغی چې درې ورځې مې په بولو کې وینې راتلې! مګر ظالمانو نه پرېښودم! خو هر څه یې چې وکړل زما همغه یوه خبره وه، آخر یې دلته راوستم! په دوسیه کې مې هېڅ نشته، نه پوهېږم چې ولې مې نه خوشې کوي؟ غریب به کله کله وژړل، زړه به یې په تنګ شو، کله کله به له لمانځه وروسته زما خوا ته راغی، خپل لیدلی خوب به یې را ته ویلو، ډېر خوبونه یې داسې لیدل چې آزاد شوی وي، مور یې مخې ته ورته راغلې وي! خپلوان او دوستان یې ورته راغلي وي! ډېر زیات به خوشحاله وو چې خلاصېږم! ما به هم تسلي او ډاډ ور کولو چې ان شاء الله خلاصېږي، خو دوه درې ورځې به چې تېرې شوې څه حال به معلوم نشو، بیا به یې زړه په تنګ شو، تلاوت به یې وکړ، له لمانځه وروسته به یې اوږده دعا وکړه او و به یې ژړل!  
 چې اخوا به شو دې خوا به شو، په حکومت به یې شروع وکړه، ویل چې زه یو ځل له زندان څخه ووزم، بیا زه پوهېږم چې څه وکړم؟ خو دا خبره به یې پټه ما ته کوله، وايي تر اوسه خو ما هېڅ نه وو کړي، دا دي په غیر ناحقه یې دلته راوستم، له دې وروسته به زه ور سره ګورم! ما به ورته ویل، سړیه اوس غلی شه، دا خبرې هېچا ته مه کوه، وايي نه هسې تا ته دا خبره کوم، بل چا ته یې نه کوم، ماویل ما ته یې هم مه کوه، غلی کينه، له دې ځایه چې خلاص شوې بیا چې هر څه کوې هغه کوه، خو اوس په خوله لاس نیسه، په چا باور مه کوه، په ما یې هم مه کوه!  ده به ویل مولوي صیب ښه وايي!

 په لومړیو شپو کې په ریاست ۱۷ کې زما دوه درې ورځې کېدې چې دده پایواز راغی، د ده نوم یې واخیست د خونې دروازه یې ورته خلاصه کړه ورغی، مونږ پوه نه شوو چې څه کیسه ده، کله چې راغی سترګې یې سرې وې، خو خوله یې له خندا ډکه وه! وايي پلار مې راغلی و، و مې لید! ډېر ورته خوشحاله شوم! سپین ږیری شوی و! ډېر سخت زړه مې پرې وخوږید! څنګه مې چې سترګې پرې ولګېدې ځان مې ټینګ نشوای کړای! بې اختیاره ژړا راغله! او ده هم ډېر زیات را ته وژړل! زما مې په پلار زړه بد شو! سپین ږیری شوی و! په دې سپینه ږیره په ماپسې ګرځي! پلار مې راته ویل چې له کومې ورځې یې چې ته نیولی یې زویه! زه له همغه ورځې په کرار نه یم ناست! شپه او ورځ یوې او بلې خوا ته منډې وهم! واسطې هم لټوم او پیسې هم ورکوم! غم مه کوه په هر قیمت چې وي راخلاصوم دې! که نور څه پیدا نشول او چا قرض نه راکولو ځمکه خرڅوم خو تا را خلاصوم!  

 ما ورته ویل پلاره هغه موټر خرڅ کړئ! څارنوالانو ته یو څه پیسې ور کړئ چې زه در خلاص شم، بیا به زه مزدوري وکړم، ایران ته به لاړ شم، نورې به پیدا کړم! ده راته ویل چې زویه دا څو ورځې کېږي په موټر پسې ګرځم! موټر یې هم ضبط کړی نه یې را کوي! ډېر منډې ترړې مې وکړې! اوس هم کوشش کوم که موټر را خلاص شي هغه به هم خرڅ کړم! خو هغه اوس نه راکوي! زه کوشش کوم چې ترې را خلاص یې کړم!

 یوه ورځ یې کیسه راته کوله وايي یوه خاله مې ده، ډېره را باندې ګرانه ده، او زه هم ډېر پرې ګران یم، اولادونه یې واړه دي، ډېر غریبان دي، خاوند یې په ایران کې مزدوري کوي، مونږ هم غریبان یو خو دوی له مونږ نه ډېر غریبان دي، یوه ورځ ور کره ورغلی وم، هغه حالت چې را په زړه کړم زړه مې ډېر سخت درد وکړي! سهار وختي مې له کوره موټر را وایست، په لاره کې ما ویل راشه د خاله کره یو ځل ورشه پوښتنه یې وکړه چې څه حال یې دی. ورغلم خاله مې ډېره خوشحاله شوه، سمدستي یې چای راته برابر کړ! له چای سره یې سپوره ډوډۍ را ته را واخیسته، په یوه کاغذ کې یې لږ بوره تاو کړې وه، هغه یې په لاس کې پټه نیولې وه، چې هغه واړه زامن یې ونه ویني، ځکه هغوی بیا غوښته، خاله مې له ما نه پټه دغه بوره ما ته په ګیلاس کې واچوله، ما ولیده خو ځان مې پوه نه کړ! وړو زامنو یې ژړل چې مونږ ته هم بوره واچوه! خاله مې ځان نه پرې پوهولو! او ما هم له دې وجې چې خاله مې خپه نشي څه نشو کولی! د چای ګیلاس یې راته کېښود! زامن یې هم ناست وو، ورو ورو د مور تر څنګ ژړېدل! بوره یې غوښته! او بوره خاله ما ته په ګیلاس کې اچولې وه! څو ځله مې قصد وکړ چې دا خپل ګیلاس هغو ماشومانو ته ور کړم! خو له دې وجې چې خاله به مې خجالت شي! دې کار ته مې زړه نشو ښه کولی؛ ځکه دې کوشش کولو چې دا حالت له ما نه پټ وساتي!

   له زړه نه مې یو الله خبر و! چای مې وڅښلو! خو په دې نه پوهېدم چې وینې څښم که چای؟ ډوډۍ خورم او که هسې د وړو ماشومانو غوښې! ډېره سخته خوا مې بده شوه! له ځان سره مې ویل چې خاله څومره مهربانه وي! ګوره هغه لږ بوره یې چېرته پټه ساتلې وه، اوس یې خپلو وړو زامنو ته نه ور کوله او ما ته یې واچوله!

   خیر چای مې وڅښلو، د خاله له کور نه بهر را ووتم! مخه ښه یې را سره وکړه، په موټر کې سپور شوم، سیده بازار ته راغلم، یو دوکان ته ننوتم، خو په جیب کې له ما سره هم یوه روپۍ نشته! دوکاندار ته مې ویل یوه کیلو بوره، یوه کیلو تور چای، یوه کیلو شین چای او ځینې نور د کور د اړتیا وړ شیان راته وتله، هغه را ته برابر کړل، ما ویل پیسې خو اوس نشته، را پسې ویې لیکه بیا به یې در کړم، هغه را پسې ولیکلې، هغه سودا مې یو کس ته ور کړه ما ویل دا د هغه پلاني کور ته ور وړه! هغه ور وړه او زه مخ په کابل راغلم، ښه وه سورلي راته پیدا شوه یو څو روپۍ مې وګټلې!

اوس چې کله کله هغه حالت را په زړه کړم یو څه خوشحاله شم چې ځه له خاله سره خو مې دومره کومک وکړ، خو بل لوري ته بیا په تشویش کې وم چې اوس به یې څه حال وي؟ ځکه خاوند یې نشته په ایران کې مزدوري کوي! او زه دلته بندي شوم!
 

کله یې چې له جزایي خونو څخه وایستلو سره جلا شوو، او بیا يې چې پلچرخي ته بیولو که ګورم دی هم په لین کې ولاړ دنورو بندیانو په څېر زولنې په پښو کې له لیرې مو یو او بل ته سرونه سره وخوځول!…

نور بیا

عبد الحنان مجاهد

———————————-

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرسونو دی:

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۱)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (څلورمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (شپږمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اومه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اتمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (نهمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (لسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (یولسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (دولسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (ديارلسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (څوارلسمه برخه)

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (پنځه لسمه برخه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالسمیع

خدای دې ورته هدایت وکړي زما خو د سترګو اوښکې او زړه درد بېخي ډېر شو الله ج د صبر راکړي…

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x