امام ابو حنیفه (رحمهُ الله) صورت او سیرت

احمد الله عاطفي

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) دمبارک صورت او سیرت کوچنۍ بیلګه مونږ دخپل درسي وزن په معیار برابر تاسو ته وړاندي کوو، که غواړي بشپړ معلومات تر لاسه کړئ، په دي اړوند سترو کتابونو ته مراجعه وکړئ.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) له کوچنیوالي له خپل پلار سره میلمستون ته(حجري) ته، دمیلمنو سره ئې لیده کاته او هم ئې دمیلمنو پالنه کوله، زیاتره وخت دپلار دسوداګرې چاروکې دسوداګروسره دحساب او کتاب شاهد و، پلارئې دوریښمو، وریښمینوټوکرانو او ورته چارو بریالی سوداګر و، چې وروسته همدا چاري حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) سنبال او تر سره کولي ،چې دسوداګرې په چارو کې ئې ډیر پر مخ تګ وکړ،چې په سیمه کې سیال ئې نه درلود.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) له ټولو سره ډیره نرمه رویه درلوده، دنیکو او لوړو اخلاقو مالک و،رنګ ئې غنم رنګه، دخوږ او زړه وړونکې اواز خاوند و، ونه ېئ برابر لوړ والې ته مایل، په ناسته کې  پراخ تندی او خنداډوله ناسته ئې په ډیر وقار سره وه، وعظ او نصیحت ئې په خوږه ژبه ډیراغیزمن، ساده، واضح او هرڅوک پرې پوهیده، زده کونکو او ملګرو سره ئې ډیر تحمل، برداشت او له صبره ډکه رویه درلوده، تل ئې له مظلومانو ملاتړ او مرسته ئې ورسره کوله،ژوند ئې دزړه سواند او مهربان شخصیت بیلګه وه، هیڅکله ئې صله رحم نه دی قطع کړی، هرچائې دمجلس اوخبروانتظار درلود او په ناسته ئې افتخار درلود،هیڅکله ئې له چا بی ځایه طمع نه درلوده،  تل ئې له خپلې حلالي دندی خپل،کورنې ،خپلوانو، زده کونکو، ښوونکو،محتاجو او… لګښت تر سره کړی.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) په سخاوت کې خلاص لاس درلود، خوپه ځانګړی ډول ئې عالمانو، ښوونکو او زده کونکو ته په دی برخه کې زیاته پام لرنه درلوده.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) دسوداګري لپاره ځانګړي  اصول او قواعد درلود، دګټي یوه برخه ئې تل په عالمانو، زده کونکو او ښوونکو دهغوې دضرورت په پر تله ویشله،دمرستو دویشلومنظم کاري پلان ئې درلود چې ددیني ښوونې او روزنې پوری اړوندې کورنیوته ئې په منظمه توګه میاشتني مرستي رسولې، تر څو دیني عالمان او زده کونکې اړ نشي دکور دضرورتنو پوره کیدو په خاطر دښو ونې او روزنې چارې پریږ دي.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) چې هر کله اړوندو کورنیو او خلکو سره مرسته کوله په تواضع سره ئې فرمایل: دا پانګه دخپلو وړ ضرورتونو په اړوند ولګوئ او له الله(جل جلاله) نه پرته دبل چا شکر مه پر ځای کوئ، ما تاسوته له خپل ځانه څه نه دي درکړي بلکه پرما د الله (جل جلاله ) احسانونه دي چې ستاسو دلګښت پانګه ئې ماته برابره کړه او زما په لاس تاسوته ورسیده!!

دحضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) دتدبر او شفقت یوه کوچنۍ بیلګه: یوه ورځ دده یو زده کونکی، درسي حلقی ته وروسته ورسید، چې کله درس ته کیناست هغه اخذه ئې نشو کولای چې نورو،وورځوکې ئې در لوده، امام صاحب متوجه شو او لامل پوښتنه ئې وکړه چې لمړی ناوخته راغلې او درس هم نشي زده کولای ؟

په ډیره نرمه ژبه ئې توضیحات وغوښتل،زده کونکې وویل: په لاره کې مې دخټین کلالي لوښو ډیرۍ ولیده  هغه ته په سوچ کې تر یوه دمه ودریدم بیا مي اندیښنه شوه چې دکاڼي په یو ګذار به څومره لوښي مات شي؟

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله)  خپل شاګرد له لاسه ونیو او هغه بټی ته ئې یوړ او دبټی مالک ته ئې وویل: زما زده کونکې ستا دلوښو په ډیرئې دکاڼۍ ګذار کوي هر څومره لوښي چې مات شول تاوان ئې در کوم!

کلال وویل: سمه ده، زده کونکې دکاڼي ګذار وکړ، څومره لوښې چې مات شول تاوان ئې امام صاحب ورکړ د مدرسې په لور روان شول، بیا چې څومره درسونه وویل شول دزده کونکې اخذه بیرته فعاله شوه او هغه ولاړ شوی تشویش ئې له مینځه ولاړ او فکر ئې خپلو درسونو په لور واوښت.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) خپل درسي غونډې کې یوتن ولید چې زړې او پیوندې لباس لرې او له صورته ناتوان ښکاري، له درسه وروسته ئې ورته وویل پاته شه تاسره کار لرم، ټول لاړل ده ته امام صاحب وویل: دفرش څنډه پورته کړه زر درهمه پراته دي هغه واخله او خپل ضرورتونه پری رفعه کړه! هغه ورته وویل: زه مستحق نه یم اونه غریب ،بلکه زیاته پانګه لرم ، کولای شم نورو سره مرسته وکړم،حضرت امام ابوحنیفه(رحمه الله)  وویل: تاته دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم دامبارک حدیث  نه دی رسیدلی اونه دې دی اوریدلی؟

(إنَّ الله يحب أن يرى أثر نعمته على عبده) ژباړه:  الله جل جلاله خوښ لري چې خپل بنده باندې دخپل نعمت نښه وويني.‎

په امانت او ريښتینولي:

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) مور ډیره عابده، ساده او له الله(جل جلاله) ډیره ویریده، دسخاوت خلاص لاس ئې در لود، دبیزلو سره ئې مرسته کوله ، له خپلوانو سره ئې صله رحم او له ګاونډیانو سره ئې نیکه رویه درلوده.

حضرت امام ابوحنیفه (رحمه الله) دخپل پلار له وفاته وروسته دخپلې مور ډیر خدمتونه کول او هم ئې اظاعت.

مور مبارکې ته چې کله کومه پوښتنه یا دمسلي په اړوند ستونزه پیښیده پر ځای ددی چې دخپل زوی (امام اعظم) نه پوښتنه وکړي همدا ستر شخصیت  ته ئط دنده سپارله چې ولاړ شه ددی مسلي حل دکوفي مشهور واعظ حضرت عمر بن ذر څخه پوښتنه وکړه او بیا چې هغه څه وویل ماته ئې ووایه!

حضرت عمر بن ذر دامام صاحب دشاګردانو شاګرد و، خوبیا به هم حضرت امام صاحب به دمور حکم دپوره کولو په خاطر هغه ته ولاړ او په پوره امانت دارې ئې مسله ورته بیانوله او دځواب او ریدو لپاره به ئې غوږ کیښود، ډیر ځله به حضرت عمر بن ذر حیا کوله او یابه کله داسي مسله ورته وویل شو چې نه پوهیده،له امام صاحب به دمسلي حل تر لاسه کړ او بیا به ئې دوباره وویل، امام صاحب به دهغه له مبارکې خولې عین مسله خپل مور مبارکې ته انتقال کړ!