د ادیب کېمره

لیکوال : رحمت الله حکیمي

دا ځل کیمره دتېر په څیر دلیدلو شیانو انځور اخیستلو ته تیاره نه وه ، دپخوا څخه یې درجحاناتو باڼه دنالیدلې په لور ورکاږه ؤ ، نالیدلې شي ته زړه سترګې ورواړولې ، له ځانه سره یې ستره ساه واخیسته ، په خیالي عسکرو یې ددغه نالیدلي جسم انځور ویست فکر ، احساس اوعاطفه ورته دډیرې خوښۍ نه دوړو ماشومانو په څیر نڅیدل ، هره یوه انځور ښکلولو ، فکر له ډیرې خوښۍ نه داتڼ سرته ووت غوړې څڼې یې ورته غورځولې په بدرګه سره یې ددغه نالیدلي جسم انځور په داسې حال کې په هغه آله وسپاره چې الله (ج) قسم پرې کړی ،دمخه ښې پرمهال یې انځور څو ځلې په سینه ونیو اوقلم ته یې وویل :

ـــ تر دې ځایه مې په ډیر تکلیف سره راوړی ، پام چې درڅخه خراب نشي، قلم دکاغذ پر مخ نوکه خښه کړه څک څک څکککک شروع شو فکر ته یې وویل :

ـــ چې رنګ مې ستا اوښکې وې انځورکښنه ماته پریږده ، شېبې وروسته دقلم نوکې دکاغذ پرمخ داسې انځوریز عناصر وشیندل .

اوف خوب وو!

دسترګورې حمېدې په سینه کې زما تصویر له لرې ښکاریده ، حمیدې دخیمې په نورو همزولو غږ وکړ

ــــ هادی ، هغه دی ، راروان دی .

سترګې مې ښکته کړې ، دورلنډیدو سره سم ددې په وجودي رڼا کې ورک شوم ، ناڅاپه مې نازک او عاطفي غږ تر غوږ شو .

ـــ ځوانه ! سباته به ان شاءالله دملایکو په بدرګه کې دحمیدې دلوړپوړیزې ودانۍ دیارلسمې خونې ته راشې ، اوس دې بدن دمشکو هغه غوټې نه دې خلاصې کړي ، چې په بوی کول سره یې د دواړو وصال پرې وشي ، دګوتو په تاوولو مې ځان غلط کړ ورغبرګه مې کړه . ـــ سمه ده حمیدې ګلې ! .

سبا ماښام له روژه ماتې څخه وروسته دحق لښکرې دباطل په پوستو وروختې دغنیمت نیولو وروسته غازیانو خپل شهیدان ټولول ، چې ناڅاپه دآس شڼا دقوماندان عبدالرحمن تر غوږ شوه ، ګوري چې تنکی حمیدالله په وینو کې لت پت په داسې حال کې پروت دی چې کلمې طیبې یې په تندي دویده کیدلو تابیا نیولې وه ، دحمیدالله جان ډله ډله سلګیو داجملې له ځانه سره وړلې :

دشهادت وروستـه زما دژوند وي ښـــــکلـــــی پړاو

ګلاب چې کله په مستی راشي جامي یې سرې شي

( حکیمي )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د