شیخ القرآن مولانا غلام الله خان –رحمه الله – وپیژنئ

شیخ القرآن مولانا غلام الله خان – رحمه الله

لیکنه: عبدالرازق صافي

هر کال چی د رمضان مبارکه میاشته په رارسیدو شې، د شیخ عبدالسلام رستمی رحمه الله د قرآن کریم دتفسیر دوره مې په زړه شي، رمضان میاشت د قرآن کریم د نزول ، درس او تدریس میاشت ده،  خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره به جبریل علیه السلام  په رمضان کې د قران کریم تکرار کوو.

په کوم کال کی چي رسول الله صلی الله د دنیا څخه رحلت کوو دوه ځل يی ورسره قرآن کریم تکرار کړ.

د غه سلسله بیا اسلامی امت تر ننه ژوندې وساتله، د هندوستان په نیمه وچه کې شاه ولی الله دهلوي -رحمه الله – د قرآن کریم د تفسیر او ترجمې خپله طریقه او منهج لره، چی زامنو لمسو او شاګردانو یی ټولې سیمې کې خپره کړه.

مونږ چي کوم وخت کی ژوند کوو ددغې لارې مشعل د شیخ عبدالسلام رستمی په لاس کی و، خداي بخښلی د۲۰۱۴م کال د نومبر ۱۷مه نیټه د اجل داعی ته لبیک ووایه او د فانې دنیا څخه د ابدیت کورته رحلت وکړ.

د خاطرو په یاداشت کی زما د شیخ صاحب په منفرد انداز کی  هغه د تفسیر دورې د ختم په ورځ  د دوعا نه مخکې  د خپل سند بیانول  تل یادیږی، او د تفسیر موسم کی می همیشه غوږونو کې انګیزې کوې. شیخ صاحب به  شروع کی وویل(( مونږ چي تاسو ته څه در زده کړل ما دخپلو استادانو هری یو شیخ القرآن محمد طاهر پنج پیری رحمه الله او شیخ غلام الله خان د راولپنډی ، نه زده کړی دی )) او بیا به يي روسته خپل سند تر خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم رسوو.

شیخ القران محمد طاهر او شیخ القرآن غلام الله خان دواړه ښه ملګری او د توحید داعیان و، تر اوسه ژوندي شاګردان لري نومونه  یادیږی خو د ژوند او دعوتې کارنامو نه ځوانان کم معلومات لری ما وویل رازه نن د راولپنډی د شیخ القرآن لنډ ژوند لیک د قرآن کریم د تفسیر مینوالو  سره شریک کوم او که ژوند وفا وکړه د پنج پیر شیخ القرآن ژوند لیک به بله ورځ شي.

زوکړه:

شیخ غلام الله خان د فیروز خان ځوی د آټک کیمبل پور ولسوالۍ  د حضرو د چهچه کلې د (وریه) په سیمه کې په ۱۹۰۹م کال  زیږیدلی دی.

زده کړه:

ابتدایی زده کړې په خپل کلی کی پوره کړې دی  بیا د مولانا سکندر او مولانا محمد اسمعیل نه په هزاره علاقه کې زده کړې وکړی ،  د دینه روسته  د هندوستان ډابیل مرکزی دارالعلوم ته لاړ، او تر فراغته هلته پاتي شو، په کال ۱۹۳۳م د حدیثو لویه دوره وکړه، د مشهور محدث شاه انوار شاه کشمیری رحمه الله په غوښتنه یی همغلته یو کال د تدریس مقدسه وظیفه وکړله.

خو بیا  د خپل مربّي مولانا سعید احمد – رح-  په خبره د قرآن کریم د زده لپاره د پنجاب د میانوالې ولسوالۍ علمي منارمفسر القرآن  شیخ حسین علی –رح- خواته لاړ.

د داخلې په فورمه کې  خپل نوم غلام خان ولد ملک فیروزخان لیکلی ‌‎ؤ‎، شیخ حسین علی په نوم کي د بدلون توصیه وکړه او دالله عزوجل ښکلې نوم ورسره اضافه کړه چی غلام الله خان تری جوړ شو.

تدریس:

شیخ د خپل فراغت نه روسته د پاکستان د جوړښت نه مخکی په راولپنډی کې د زړېې کلا  وران ویجاړ جومات لومړي صفا کړه، د آذان او لمونځ سلسله ور په کی پیل کړه د وخت په تیریدو یی دقران کریم درس شروع کړ، خلکو يي د تدریس ډیر ښه استقبال وکړ، تعداد ورځ تر بلې زیاتیده، شیخ به هم د توحید بیان ته زور ورکو‌‎ؤ، او مختلف مناسباتو کې به تقریرونه کول.

په کال ۱۹۴۰م کی د  راولپنډی په مرکزی برخه راجه بازار کی شیخ غلام الله خان د  دار العلوم تعلیم القرآن په نوم مدرسه جوړه کړه، چی د ماهرینو قراء کرامو د اشراف لاندې به په کې د قران کریم ناظره حفظ  تجوید کیده او جیدو علماءکرامو به په کې د درس نظامی چارې مخ په وړاندې  بولي خو د رجب میاشتې د ۲۲نیټې نه تر ۲۱رمضان پوري به خپله شیخ صاحب د قرآن تفسیر دوره کوله، لومړۍ تفسیر دوره کې ورسره ټول ۹ شاه ګردان و خو کلونه روسته بیا دهغه د قرآن په درس کې په چاته د ناستې ځای نه پیدا کیده.

شیخ صاحب غلام الله ته د خپلې مورنې ژبی پښتو برسیره اردو فارسی عربي ټولو باندې ښه عبور حاصل ‌‌‎‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌و.

مرحوم شیخ غلام الله خان ډیر شاګردان د سیمه برسیره  د افغانستان بنګلادیش برما اندونیزیا هندوستان ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌و، د داخلې د ثبت کتابونو کې دسوډان سویلی افریقا او مصر هیوادنو شاګردانو نومونه هم شته دي.

نوموړي به چی کله هم د بیت الله شریف ته  د عمرې یا حج لپاره لاړ د سعودی عربستان د حج اوقافو او م‍ذهبی چارو وزارت به  مطاف  ته نیزدی د قران کریم د تدریس زمینه  ورته برابروله.

دعوت:

د شیخ مدرسه به همیشه د عوتی او فکری خوزښتونو مرکز و ، قادینیت فتنې ډیر سر سخت مخالف او تل يي کوشش کو چي د پايي ټکی ورته کیږدی کله چی کال ۱۹۷۴م د ذولفقار علي بهټو په حکومت د پاکستان پارلمان د قادینیت فتنې په  هلکه د سپتمبر په ۷ مه نیټه  د نه مسلمان اقلیت قانون جوړو،  شیخ صاحب په ۶د سپتمبر په خپله  مدرسه کې د ټولو فکری مکاتبو جید علماء راټول کړل او  (د ختم نبوت ساتنې) عنوان لاندی ستر کنفراس يي دایر کړ چی مشهور ګډونوال یي مولانا محمد یوسف بنوری، علامه احسان الهي ظهیر، مولانا ضیاء قاسمی و. تر څو ددغې لارې په پارلمان باندي فشار راوړی او همداسی وشول سهار کی د پاکستان ولسی جرګې په متفقه طور قادینیان غیر مسلم اقلیت اعلان کړ.

شیخ صاحب د توحید بیان  او هر قسمه بدعاتو په رد کی ډیر کلک و،  پدغه لار کې ډیر کړاوونه ګاللی دی. د  ایوب خان په  فوځی حکومت کی څو ځل د زندان تورو دروازو تر شاه واچول شو  خو هر ځل به هسکه شمله د دعوت میدان ته په لوړ همت او نوی عزم سره راوته، ځکه هغه به وویل چی : (التکبر مع المتکبرین تواضع)  حکمران ورته بیا د ماشې وزر هم نه ښکاره کیده ، ډیرو هم عصرو علماو  به ورته د اوسنۍ زمانې شیخ الاسلام ابن تیمیه ویلو.

شیخ صاحب اشتراکیت او کمونیزم غورځنګونو – چی هغه وخت کی ډیر زور اخستی و- خلاف د مولانا ظفر احمد عثمانی ، مفتی محمد شفیع او مولانا احتشام الحق ښه لاس و، او تل یی د اسلامی نظام لپاره د حق اواز پورته کړی دی، شیخ صاحب خوله ور مقرر او خطیب و او همدا لامل له و چی د وخت حکمرانان تری  سرونه ټکول او د خلاصون لاره  يې ورته لټوله .

شیخ صاحب  د بریلویانو او شیعګانو ډیر سخت مخالف و او همیشه به یی د هغوی د باطلو عقائدو رد کوو، او ډیر کرته يي به ورسره مناظرې هم کولی، شیعګان به یادول چی د صحابه کرامو عزت یی پایمال کړی او بریلویانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کی غلو او د حده تجاوز کړي دي.

تالیف:

شیخ غلام الله خان د تالیف په ډګر کي هم ځلیدلي دی  تر ټولو یی مشهور کتاب د (جواهر القرآن ) په نوم په اردو ژبه  دقرآن کریم تفسیر دی، ورسره نور په لسګونو علمې چاپ شوی رسالې لری.

شاګردان:

د نوموړی د زرګنو شاګردانو څخه شیخ القران علامه عبدالسلام الرستمی، مولانا موسی خان، ډاکټر شیرعلی شاه  د یادول وړ دی.

وفات

د شیخ غلام الله خان  په ۱۹۸۰کال کی  د عمرې د سعادت د حصول نه روسته د مئ ۲۶نیټه د دوبی په مرکزی جامع مسجد کی دبیان په دوران کی د زړه حمله راغله  او د اجل داعي ته یی لبیک ووایه او په حق ورسید  چی د ۲۷ د مئ جسد پاکستان ته راوړی شو او راولپنډی په لیاقت باغ کې يي تاریخی جنازه وشوه او روسته بیا د آټک دارالعلوم اشاعة الاسلام دننه  میدان کی خاورو ته وسپارل شو.

روح يې ښاد، یاد يي تل او مغفرت يې نصیب شه.

تبصرې (2)

  • ډیر ښه ده چې دا دپنج پیریانو موسس مو را وپيژندل ، بیاهم ډیره مننه

  • طوطاخیل صاحب السلام علیکم !
    خیر که دغه عالم پنجپیری هم دی ، دوی معرفی کړی ، د قران په زده کړه او تدریس کی به یی څه نیمګړتیا یا انجرافات وی مګر مثبت اړخونه هم لری او هغه انحرافی مسایل یی هم په جزیاتو کی دی له هغو جزیاتو کلیات جوړ شوی .
    داسی فکر ونه کړی چه زه سل په سلو کی د هغوی یا د نورو خانګړتیاوی تاییدوم او تعقیبوم ، ولی زه یی هغه برخی تایددو م چه د نورو پر تله دی خلکو ته ورته خدمت کړی دی او مونږ یی له دیرو بدعتو ژ ژغورلی یو که دوی او دوی ته ورته نور نه وی اوس به زمونږ اسلامی پوهه د پاکستان د قیصه خوانی پشتو یهودی کتابو ته (چه په نیمکله شعرونه به یی لیکلی وو ( قصص الانبیا او داسی نور ) ته پاتی وی . او د روسانو سره په ضد جهاد کی هم دی علماوو کمونستانو او روسانو به ضد جهاد کی مونږ سره برخه واخیستله دا چه وروسته د دوی یوه ډله د سلفیانو په او بله یی د دبلی ډلی په نامه راووتله چه د سعودی د دحکومت له خوا ت او مویل کیدله او د خپل پاچاهی تاج وتخت یی پری ساتلو ، په مصر کی د السیسی سره ملګری شول ، داعشیان جوړ شول چه د شیعه وو او سنیانو ترمنخ خپل منځی جنګونه رامنځته کړی او داسی نور زه یی په کلکه مخالفت کوم ولی هغه څه چه عقیدوی برخه ده ډیره برخه یی ورله تاییدوم مګر دوی نه تاییدوم .
    الله ج فرمایی وعتصمو بحیل الله جمیعا و لا تفرقو ... ټول د الله ج په رسۍ ( اسلام ) منګولی خخی کړی تفرقی مه کوی ، هیڅ استثنی نشته نه یی دی ویلی چه وهابیان ، شیعه ، حزبیان ، جمیعتیان او داسی نور له دی استتثنی دی ، همدی جرات قادیانیان ، بهاییان ، شیعیان او داسی نور هم رامنځته کړل چه نه ورته کافر او نه ورته مسلمانان ویلی شی . حتی که اسلامی امارت د طالبانو حزب وی زه به یی بیعت ونه کړم تر هغی چه زه معلومات لرم اسلامی امارت د دوی د حزب نوم نه د اسلامی حکومت نوم دی . ځکه یی زه خوښوم .
    مګر دا خبره چه اوس د ا اسلامی حزبونه د اسلام په واسطه قدرت او شهرت ته رسیدو د پاره اوس جوړ شوی که ټول د اسلام له دایری باسو ، ډیر مسلمانان به مو له لاسه ورکړی وی ، ښه به داوی چه د اسلامی حکمت او اسلامی اخلاقو له مخی یی نسبی رد یا تایید کړو مګر د بیعت کول ورسره حرام ځکه دی چه د قران د یو ایت نه منل کفر او د حکم نه تعمیل یی ګناه کبیره ده.