
زما لوري
محمد ربي آماج
زما لوری دغه پوری نهه کالونه له هغی غم لړلي روځي او پيښي تیر شول چی ته (تانده څانګه) یی زموږد کور د ګلبڼ څخه و ریژولی او زه لا تر اوسه په دی هیله شپی او روځي تیروم او هغه خوبونه وینم چی یوه روځ به پدی بیوفا نړۍ کښی ستا د سپیڅلو وینو سره نیاو وکړم، مګر څه هیله اوڅه خوبونه؟؟؟؟ اوله چا څخه ؟؟!! هغوی چی د واک په ګدۍ ناست اونشه دی ! نه نه ! د هغوی په شتون کی د داسی خوبونو لیدل لکه د لیونی دخوبونو غوندي دی چی مانا نلری.
لوری! د نړۍ دود اودستور دۍ چی وایی : اوس یی یادونه ا فساني ښکاری««»» داسی دستور د زماني ښکاری
مګرد زماني دغه دستور زما لپاره ندۍ ! دلته دیوه پلار د زړه په ورانه جونګړه کښی ستا دیادونو څانګي لاهماغسي تاندي ولاړی دۍ او هیڅ یی د افسانو بڼه نده غوره کړی:
لوري! ستا دیوویشت نیم کلن ژوند ټولی خاطري مي یوه په یوه په زړه او دماغ کی همداسی تازه اوپیچلي نغښتي دی لکه زموږ په کلیوالی دود کی چی کوم سپیڅلۍ توکۍ په پاکو ټوکرانو کی نغاړی او د عزت په دود د خوني په لوړه تاخچه کي ساتی. له هغی روځي چی دسلواغی میاشتی په یخنۍ کی د کابل ښار کی سیلوته څیرمه د پوهنتون سرک د سنکشانو جومات ته نیږدی په یوه کرایی کورکی د سهار په خړه تا خپلی سترګی د لومړی ځل لپاره دی نړۍ ته پرانیستلی اوبیا ترهغه دمه چی د مامورینو کارتي د پنځم سرک په بل کرایی کور کی د ماښام په اووبجو اوپنځلسو دقیقوباندی د هیواد اوستا مورنۍ پښتو ژبی قسم خوړلو غلیمانو دیوی (۲۵.۶) ګرامه سرپي مرمۍ پوسیله ستاد ژوند ډیوه مړه کړه یوه په یوه می په یاد دی. اوله هغی وروسته بیا دنړۍ په کچه په فساد کی اتل دولت هغه ناکردی چی د قانون پنامه زموږسره وشوی او لاهم روانی دی هم می ټول نوی نوزی د خاطرو په صنوخچه کی دی.
لوری دا اوږدی کیسی پدی لنډو پاڼواو کرښو کی نه را لنډیږی، لکه هر پلار ستا د ژوندون تاند نیالګۍ می د خپل تندی په خولو اوبه کولواومور به د هم لکه يود نده پيژوندونکۍ چوکیدار تل ستاپالنه کوله پدی هیله چی زموږد غریبۍ مګر دغرور او پښتنی هسکی شملی ځونډۍ به شي اوموږ دواړ به تل په ویښو سترګو دغه خوبونه لیدل چی دغه د ۱۵کلنۍ کډوالۍ او مورنی هیواد ته د راستنیدو په ویاړ به تا غوندی لوستی، دینداره او په پښتنی اود علم اوپوهی په سینګار پسوللی سوغات ډالۍ کړو اوهمداسی مو هم وکړل.
لوری! په لومړیو کی د د خپل مورنی اوپلرنی هیواد د ژبو(پښتو اودری) سره ستونځي درلودی، مګرتاهم لکه پلار د ډیر ژر بی له توپیره د هیواد په دواړو خوږو ژبو بر لاسۍ وموند. اوموږ هم ډیرخوښ وو چی زموږ په لاس پالل شوی تانده څانګه ښه وده کوی او نوروته مثال ګرځي.
لوری! ستا په روح کی لکه ستاد کورنۍ په شانی هیڅرنګه ژبنۍ توپیر،کرکه اونفرت نه وواو لکه چی روځنی یادون کتابچه کی لیکلی وو (لمن می ډکه ده له کاڼو څوک پری نه ولمه««»» په عادتونو کی دا یو عادت دغره لرمه). اوکله چی د لومړي ځل لپاره د کار وړاندیز درته وشو اوزه د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کی په دنده بوخت وم نوما د تیلیفونی خبرو اوارزونی په پای کی درته وویل چی لوری! په پښتنی ټولنه کی د مور او پلار عزت د لور د پوړنی په پلو پوری غوټه وی اوتا راته وویل چی آغا! زه پوړنۍ په سرایږدم. نو ستا د مانا داره ځواب څخه وروسته زه په کالیو کی نه ځاییدم.
لوري! کله چی دپولیتخنیک پوهنتون په تالار کی د ځوانانو کنفرانس کی د یوه ګروپ مشرتابه دنده تا ته درکړل شوه نو هر هغه چا چی زه یی پیژندلم ستا د ځیرکتیا، زړورتیا او پوهی صفت کولو.
لوری! هغه می هم پاد دی چی د بی بی سی رادیو د پښتو څانګی مشره خبریاله په تا اوخور پسی د هم زموږ کور ته د موټر سره راغله.او بیا هم لوری د بدمرغه ۲۰۰۷ د همدغی مۍ میاشتی په شروع کی ستا ژوندۍ مرکه د امریکا غږ آزادی رادیو په څپو کی خپره شوه نو زه پدی پوه شوم چی زما هڅو اوهاند نتیجه ورکړه او ته اوس هغی پوړ ته رسیدونکي يي چی علم او مسلکی پوهه په سپیڅلۍ اسلامی اوافغانی دود وړاندی کړی او هغوی ته چی عصری علوم دفرهنګ او سپیڅلو دودونو په پریښودلو کی لټوی یو غاښ ماتوونکۍ ځواب شی.مګر !
لوری زه نه وم خبر چی زموږ د هیواد او ژبی قسم خوړلی غلیمان ستا اوستا غوندی نورو په هیواد مینو شتون نشی زغملۍ! اوبهرنیو ګاونډیو لا د وخته دلته ځالی کړیدی او خپل لاسپوڅی یی په حکومتی اډانه کی لګولی دی.
لوری! ته یی رانه په ډیره ناځوانۍ واخسیتی اود هغی زړه په سر یی برابره ویشتلي وی چی ستا هیواد اوخلکو ته له میني ډک وو. د دی وطن په نصیب ندی رسیلی خلک ««»» چی یی موندلی دی په کاڼویی ویشتلی خلک.
لوری! په ما او مورخو د آسمان را ټوټی شو مګر هغه به د نه وی اوریدلی چی لمدی غوښي اورنه اخلی.
لور په لور مو ودانګل هره دروازه مو وټکوله مګر زموږ اوستا بخت اوبرخلیک لکه د پښتو او پښتنو غوندي اسکیرلۍ او ویده وو. ژبنۍ، سمتی، ګوندی کینو اود بډو ناولی فساد د دولت بدن ټول مًنتن (خوسا) کړۍ وو.
لوری د نیاو پځای یی زه ستا د وژلو په تور بندی کړم ،هم مړهم پړ! قیامت نوبل څرنګه وی؟! (بیلتانه ښي چاری راوکړی!««»» ځان یی ملا کړو زه یی غل دکلی کړمه) زما په نه شتون کی یی ستا مینه ناکه کورنۍ تر فشار لاندی نیولي وه چی د نیاوغوښتلو نه تیر شی. دلته د قاتل آزاد ګرځي اونیاو غوښتونکۍ (متضرر) د بیا محکوم اوچارمارۍ کیږی. دا جهان قصاب خانه کړ خدای وماته ««»» لاس تړلۍ پروت په غولی دقصاب یم.د ګاونډی ملک استخباراتو او تالی څټیو د هر کار بند وبست لا د مخه کړۍ وو . په بندیخانه کی یی زما د وژلو بشپړه تابیا د هماغه څارنوال پوسیله کړی وه کوم چی ستا دقتل د څیړلومسولیت یی درلود.پیسي څه کارونه نه کوی؟ هلته یی زما خوله وتړله او دباندی یی د دیموکراسۍ پنامه د پردیپال تلویزن سره دټولو وضعی قوانینو خلاف زموږ د سپکاوی اوکم راوستلو لړۍ د لوی څارنوال پوسیله په مخه بوتله. چی دهمدی تلویزیون اړوند دوه چلوونکی بیا په همدی تور محکوم هم شول.
لوری! د وخت اولسمشر په خلاصه خوله د رسینو له لاری اولس ته ستا د قاتل د غرغره کیدو ژمنه ورکړه، موږ ډاډه شولو چی د ۳۲میلیونی ملک د مشر ژمنه او قول دۍ. مګر دا زه او ستا غم ځپلی مور وه چی نه پوهیدلو چی دلته د اولسمشر او دمحکمو د مخی د کرایی قسم خوړونکیو ژمني یو شۍ دی. وروسته را پته ولګیده چی د هیواد اولسمشر یی هم له هم هغوبهرنیو توروکڅوړو خوری کوم چي ته یی راڅخه وخوړلی! نودلته بیا هماغه پښتو متل سترګو ته کلک ودریدو کوم چی وایی: نیا یی چی په اوبو پرته وی نو اولادونه یی هم پکي پریوزی!
لوری ! یوي ښځينه څارنوالي ستا د دوسیی په اقامه کی داسی لیکلی وو؟ ښه ورته ځیر شه: (دلایل که ثابت میسازد که قتل.څانګه آماج. توسط پدرش بنا بر احساسات پشتونولی صورت ګرفته که نمی توان از آن چشم پوشی کرد).
لوری! یو ځلی داسی وخت هم راغۍ چی باید لاسپوڅي دستګاه ستا د کرغیړن قاتل نیولو ته اړه شوی وای،مګر پوهیږی له هماغه ګاونډی ملک نه بیا راته تهدیدونه وشول چی پخپل وخت می په اصطلاح ملی امنیت ته په لیکلی بڼه خبر ورکړو چی تر اوسه پوری پسي ګرځي.بل ځلی می همدغی ستری محکمی ته په پښتو عریضه ولیکله راته رد یی کړله بیا می تر هغی ترخه عریضه په دری ژبه ورته ولیکله چی زما غوښتنه یی سمدلاسه ورباندی ومنله. دیته وایی ژبنۍ برابری!!. اودغه زما او ستا ګناه ده؟!. په سبب د ظالمانو حاکمانو««»» کوراو ګور او پیښور دری واړه یو دی.
لوری نور به څه درته ولیکم زما او ستا خواله نه تمامیږی.خو زړه می ډیر ډک دۍ غواړم لږ ښی خبری درته وکړم.
لوری! لکه ستا چی لوړ غروردرلود اوزما شملی ته د ډیر پام وو همداسی هم زه ستا د پوړنی او پښتنی وقار خیال ساتم:
ستا د شهادت نه وروسته د ډیرودرنوخواخوږوترځنګ د امریکی استاز ولۍ (سفارت) هم ور وغوښتلم او ستا د بی وخته او شهادت غمرازی یی راسره وکړه او هغه یی هم په لیکلی بڼه، بیا یی څوځلی په تکرار زما څخه وغوښتل چی آیا زه په امریکه کی پناه غواړم او کنه؟ چی ما ستا دلوړغرورپه درناوی رد کړه: وږۍ تږۍ پروت پخپله بوریا ښه یم ««»» نه په تخت د پاسه ناست د بل کره.
لوری! زه او ته دواړه د زده کړو ډیر مینه وال وو.نو ښه زیرۍ درته لرم: ستا یوه خور په هماغه پښتنی او اسلامی غرور اوس ماسټری کوی، هماغه کشره خور د اوس په همداسی بڼه او کورنی اصیلتوب د طب زده کړی په مخ بیایی. هغه مشر ورور د اوس پخپلو پښو ولاړ او د علم د رڼا د لاری لاروۍ دۍ،همداسی هغه منځوۍ ورور د اوس دکمپیوټرساینس کالج په دوهم کال کی په مخ روان دۍ او تر ټول کشرورور د کوم چی ستا دشهادت په مهال یوازی پنځه کلن وو اوس د زده کړو تر څنګ ډیر ښه د قرآنشریف تلاوت کوی او تل اول نومره وی.
خو لوری! ستا مور هغه ستا په سپیڅلو وینو رنګ پوړنۍ تل په خپل بالښت کی ساتی اوسرورباندی ږدی.
لوری ټولی کیسی د نهیلۍ هم ندی ،ستا له تللووروسته ډیرو احساس لرونکو افغانانو له لر اوبره ستا په ویرکی زموږ سره غمرازۍ وکړی ستا مینی اوبیا د دمړینی ناورین ټولی ړندی پولی ماتی کړی او هغه د افغان اهل هنود غوره کړل شوی استازی (آغلی انار کلی هنر یار) تر ټولو زیات درباندی وژړل. ډیروزیاتو افغانانو درته خپلی ولولی د شعرونو په دود ډالۍ کړی.
مګر یوازی د دولتی پلورل شویو ضمیرونو خاوندان دی چی حق نه وینی. خوته نهیلی کیږه مه ! موږ هوډ لرو چی ستا غچ به له هغه سوچ نه اخلو کوم چی دا وطن یی په ژبنیو،سمتی اوداسی ورته بریدونوویشلۍ.لوری په موږ باور ولره چی انشاالله پدی هیواد کی به سوله اوورور ولی راځی اونیاو به د ظلم ځای نیسی. اوبیا به ستا مزار ته د درناوی لپاره درځی.
نو زما د زړه ټوټي او پښتنی شملی شکیباڅانګي آماج ستا د شهادت نهمه کلیزه د په جنت وی. دفلک له لاسه چاته کړم کوکار ««»» ریژوی هر ګل چی خاندی په بهار. ستا په زړه زخمی پلار
د خدای بښلی شکیبا څانګی آماج شهادت په یودرشم می ۲۰۰۷ باندی پیښ شوۍ دۍ.
حقیقت بی ځواکه اوځواک بی حقیقت نه بد مرغي راوړی. اودغه مقوله زموږ دکورنۍ لپاره رښتیا شوه.حقیقت زموږسره دۍ،مګر د پلی کولو لپاره یی اړین ځواک نلرو اوددی برخلاف ځواک له فاسد حکومت سره دۍ، مګر ړوند دۍ اوحقیقت ورسره نشته.یوازی عقدی پالی.
ښاغلی آماج صاحب تاسو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. ستاسو مظلومه او شهیده لورکی دې الله تعالی وبښي، تاسو او دوستانو ته دې الله تعالی د زړه صبر او عظیم اجر درکړي، امین یا رب العلمین محترما ستاسو د پورته لیکنې په لوستلو هومره غمجن شوم څومره چې یې د مرګ خبر غمجن کړی وم، خو دا چې د الله تعالی په قدر زمونږ تینګ باور/ایمان دی نو په متوفیانو پسې له درې ورځو زیات عزا، ژړا او غمژني ناشکري او ګناه ده، زما د وروری مشوره ده چې هغې مرحومې پسې دوعا ګانې جاري ساتی ، خو… نور لوستل »
غوربندی صیب سلامونه اونیکي هیلی می ومنۍ!نصیحت او وړاندیزونه دسر په سترګو،نن هیڅ حوصله نلرم خو بیاهم ستالوریینه همداسی پریښودل ښه راته ښکاره نشول. زما لدی لیکني څخه موخه دزړو زخمونو را سپړل ندی، خبره دلته ده چی زما دځوانیمرګی لور د شهادت سره جوخت زما مور (ژما پښتو ژبه) هم زما لپاره شهیده شوه او دهغي هم حق راباندی دۍ . ځکه د قومونو ویش د ژبي ،رنګ اوپوټکی توپیر د الله حکم او حکمت دۍ او د پیژندګلوۍ ترپولو پوری روا دۍ!. کچیری د لیکني متن ته ځیر شۍ وبه مومۍ او زه پوره ډاډه یم چي له… نور لوستل »
آماج صیب بیا هم تاسو ته سلامونه زما د تعلیق موخه داده چی د اشغالگرانو له خوا دا اوسنی تپلی شوی فاسد او بلواک او پردیپال نظام ددی ور نه دی چی د استعداد او احساس خاوندان یی په دی هدف برخه وگرزی چی ژبی دین او وطن ته خدمت وکری . زمونژ او تاسو کلیوال ژوند کی چی کله کروندگر په زمکه غنم وکری (کشت کری) نو د غنمو له زرغونیدو سره خال خال واشه او جودر هم شنه کیژی خو بزگر یی رشد ته نه پریژدی او د غنمو له منزه یی باسی، که احیانا کوم جودر پکی… نور لوستل »
اماج صاحب السلام علیکم ! د لیکنی عنوان می لیدلو ماویل که کوم شعر چا لیکلی ، زه د شعرونو سره لږه ډیره مینه نه لرم ، کله چه می د غوربندی صاحب تبصره ولیدله د هغه د تبصری د تعقیب له امله ستاسی لیکنه می کلیک کړه ، بیامی هم فکر کولو چه تاسی د کومی خور قیصه ( چه مونږ به زرهاوو تراجیدی قیصی لرو ) تمثیل کړی ، لوستل می پیل کړل ، دا چه قیصه مو ډیره خوره وره لیکلی یو څه پکی ورک شوم ، چه دا ستاسی د کورنۍ څوک ده ؟ د کوم… نور لوستل »
ښاغلۍ بیانروی صیب سلامونه اوپیرزویني می ومنه! پرون زما د همدی ځوانیمرګی لور د شهادت نهم تلین وو.ما نوموړی لیکنه دهغي ځوانیمرګي شهیدی دیاد د ژوندی ساتلو او پهمدی توګه دهغی ظلم چی زموږ د هیواد والو سره عموما او په ځانګړی توګه دپښتون قوم اوپښتو ژبی سره کیږی یوازی ځینی ریښتیا بیلګي وړاندی کړیدی، او زه سوچ کوم چی د پوهی اهل داشارو اورموزونو په ژبه پوهیږی او پاتي شوه د څارنوالۍ په بڼه تپوسونه چی زه ډیره ورڅخه کرکه لرم او ددغسی پوښتنو او ځوابونو ځای اوځایګۍ دا ندۍ. د یوه لیکونکي په قلم لیکل شوۍ متن دهغی… نور لوستل »
ښاغلۍ بیانروی صیب سلامونه اوپیرزویني می ومنه! پرون زما د همدی ځوانیمرګی لور د شهادت نهم تلین وو.ما نوموړی لیکنه دهغي ځوانیمرګي شهیدی دیاد د ژوندی ساتلو او پهمدی توګه دهغی ظلم چی زموږ د هیواد والو سره عموما او په ځانګړی توګه دپښتون قوم اوپښتو ژبی سره کیږی یوازی ځینی ریښتیا بیلګي وړاندی کړیدی، او زه سوچ کوم چی د پوهی اهل داشارو اورموزونو په ژبه پوهیږی او پاتي شوه د څارنوالۍ په بڼه تپوسونه چی زه ډیره ورڅخه کرکه لرم او ددغسی پوښتنو او ځوابونو ځای اوځایګۍ دا ندۍ. د یوه لیکونکي په قلم لیکل شوۍ متن دهغی… نور لوستل »
اماج صاحب السلام علیکم تاسی اخره کی لیکلی چه مونږ یو د بل سره دګلو ګیډۍ ( ناخوالی ) یو بل سره رد و بدل کړی ، په هر صورت د موجوده حالاتو تقاضا هم داده چه مناقشی او یا مفاهمی سره ولرو ، دا چه مونږ څلور لسیزی په جنګ کی وو یا د نه زده کړو او یا د تراجیدی پرله پسی پیښو له امله مو اعصاب څه ناڅه کمزوری شوی ، هر اړخ هڅی لرو چه خپل ښه او بد دواړه په مقابل اړخ باندی ومنو ، کله کله اسلامی اخلاق او حکمت په نظر کی نه… نور لوستل »