fbpx
طالبان به څه ډول په راتلونکو ټاکنوکې برخه اخلي؟

طالبان به څه ډول په راتلونکو ټاکنوکې برخه اخلي؟

(نن ټکی آسیا سرمقاله): په کابل کې د انګلیستان سفیر ښاغلي ریچارد ستیک په هغې مقالې کې چې نن د سپتمبر په پنځلسمه د ډیموکراسي د نړیوالې ورځې په مناسبت یې لیکلې ویلې چې که طالبان په ټاکنو کې برخه واخلي او ويې ګټي، نو انګلستان به يې ملاتړ وکړي، خو له ټاکنو يې تېښته د افغانستان د خلکو له تصميم څخه د دې ډلې د وېرې په مانا وي.

که سړی د افغانستان په اړه د بهرنیانو تحلیلونو او نظرونو ته ځیر شي نو هغوئ هر وخت د افغانستان قضیه له داسې زاويې تحلیلوي چې هغه په هیڅ ډول د دې هیواد له موجوده شرائطو او عیني واقعیتونو سره اړخ نه لګوي .

د بیلګې په توګه ښاغلی ریچارد استګ په داسې حال کې د افغانستان په ټاکنو کې د طالبانو د برخې اخیستلو خبره کوي چې په دغو انتخاباتو کې هغو کسانو ته د برخې اخیستلو زمینه نده مساعده کوم چې د هغه حکومت فعال غړي دي چې  د واشنګټن  او لندن په شمول یې ټوله غربي نړۍ  تر شا ولاړه ده .
پرته له دې چې د افغانستان په اوسنیو جنګي شرائطو کې د انتخاباتو ترسره کیدل تر کومه بریده ممکن دی، طالبان به څه ډول په هغو ټاکنو کې برخه اخلي چې دهمدغو انتخاباتو دتمویلوونکو هیوادونو مسلح ځواکونه  همدا اوس بالفعل له طالبانو سره په جګړه لګیادي .
دهمدغو طالبانو دمشرانو نومونه همدا اوس د ملګرو ملتونو په تور لیست کې درج دی .
دهمدغو طالبانو په سر د لندن او واشنګټن له لوري په میلینونو ډالره جائزې ټاکلې شوې .
په همدغو طالبانو باندې دبګرام ، ګونتنامو او د بهرنیانو نور سري زندانونه ډک دي .
نو ایا د هیواد د فوق العاده نامساعده امنیتي شرائطو د موجودیت ترڅنګ طالبانو ته په څه ډول داشونې ده چې د پورتنیو متعددو موانعو له شتون سره سره په انتخاباتو کې برخه واخلي ؟
اصلا د انګریزانو په شمول ټول بهرنیان په افغانستان کې خپلو اهداف او پلانونه په داسې ډول عملي کول غواړي چې هغه د دوئ له نظر  او مزاج سره برابر وي ؛ نه دا چې د هغوئ په پلي کولو کې د افغانانو ورځني شرائط او د هغوئ مصالح په پام کې ونیول شي.
بهرنیانو اوس د خپل پلان له مخې راتلونکی ۲۰۱۴  کال په افغانستان کې دټولټاکنو لپاره تعین کړی،د انتخاباتو تمویل هم د هغوئ لخوا په دې غرض کیږي چې د انتخاباتو پایلې به حتما ددوئ د خوښې مطابق اعلانیږي، دا د هغوئ پلان او پریکړه ده، د دوئ د پلان پایلې کې د افغانانو له شرائطو او مصالحوسره موافقې دې اوکه مخالفې خو دوئ يې په پلي کولو ټینګار لري او بیا په همدا شانې ناکامو پروژو کې له طالبانو څخه هم دبرخې اخیستلو غوښتنې کوي .
په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو ترسره کیدل هغه لانجه منه موضوع ده چې تر اوسه خپله دبهرنیانو او هغه نظام چې دبهرنیانو په پوځي او مالي حمایت رامنځته شوی ورباندې لازم توافق نشته ، نو په داسې انتخاباتو کې دطالبانو ګډون ماسیوا له دې چې د انګلیستان دناخبره سفیر ښاغلي ریچارد ستیک یو خیالي  سوچ وبلل شي د عمل په ډګر کې دشونتیا هیڅ چانس نه لیدل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د