افغانستان

کندوز: وسله‌والو لسګونه کسان نيولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې وسله‌والو مخالفینو د کندوز ښار ته څېرمه لوی سرک تړلی او لسګونه مسافر یې نېولي دي.

د کندوز د علي اباد ولسوال حیات الله فقیر ویلي چې وسله‌والو د کندوز ښار د انګور باغ سیمې د ارزاق کوڅې سره بېګا د شپې په شاوخوا ۲ بجو چیک پواینټ (پوسته) جوړه کړې وه او په دغه لاره تلونکو مسافرو موټر یې درولي دي.

د فقیریار په وینا درې ۴۰۴ موټر، څلور کرولا او درې فلاینګوچونه د وسله‌والو مخالفینو له خوا درول شوي او ټول سپرلۍ چې شمېر یې ۲۲۰ ته رسېدلو، له ځان سره وړې وې.

هغه ویلي چې وسله‌والو تر څېړنو وروسته نور مسافر خوشې کړي دي او یواځې ۴۵ تنه یې له ځان سره یرغمل کړي دي.

تر دې دمه څرګنده نه ده چې پاتې یرغمل شوي مسافر ملکي وګړي دي که دولتي کارکوونکي.

د علي اباد ولسوال ادعا کړې چې د ۴۵ مسافرو له منځه د پنځو جسدونه نن سهار په سیمه کې موندل شوي دي او د پاتې نورو سرنوشت لا څرګند نه دی.

هغه ویلي چې امنیتي ځواکونو د نېول شوو کسانو د خلاصون لپاره عملیات پیل کړي دي.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x