fbpx

ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت قومي مخور وايي چې په دې ولایت کې بې پیلوټه الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي او له منځه یې وړي.

د قومي مخورو دا ډله چې پلازمېنه کابل کې يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل، هغه ته يې شکایت وکړ چې په دې وروستيو کې ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکو بريدونه ډېر شوي دي.

قومي مشرانو له حامد کرزي وغوښتل چې د بې پیلوټه بريدونو په بندېدو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د دوی په خبره په دې بريدونو کې پیر صاحب قمرالدین هم له منځه وړل شوی دی، او دا هغه څوک و چې د داعش پر ضد يې تر هر چا ډېرې هڅې کړې دي.

حامد کرزي د دوی له څرګندونو وروسته خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د هوايي بريدونو پر اړه زما دریځ څرګند دی او تل مې غندلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې مرستیال حاجي ظاهر قدیر هم پر حکومت نیوکه وکړه چې په هوايي بريدونو کې له داعش سره په کرښه پراته طالب جنګیالي په نښه کېږي.

په افغانستان کې د داعش له پیدا کېدو سره سم شنونکي پر دې باور و، چې دا د امریکا، پاکستان او افغانستان ګډه استخباراتي لوبه ده، چې هم بر پرې روسيې ته غاښ چیچي او هم به يې د طالبانو پر ضد استعمالوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د