هلمند : تيرو دوو ورځو کې خونړۍ جګړو زياتي مرګ ژوبلي اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): تيرو دوو ورځو کې د هلمند په مرکزي سيمه او څلورو ولسواليو کې د خونړيو جګړو له امله درنې مرګ ژوبلي را منځته شوي

په ملي شورا کې د هلمند استازی وايي : طالبانو تېره شپه د هلمند پر مرکز لښکرګاه سربېره په نادعلي ، ګرشک ، مارجې او نهرسراج ولسوالۍ کې هم مهاله بريدونه پيل کړي .

نوموړي زياته کړې چې تېره شپه د حکومتي چارواکو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه .

د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزي وايي : پرون ماښام زموږ ۶۵ تنه ملي پوليس او د ملي اردو سرتيري وژل شوي او جسدونه يې لا تر اوسه د طالبانو په سيمه کې پاتي دي او همداراز وايي چې زموږ ځيني مشران لکه سفر محمد اکا او نور قومندانان په جګړه کې وژل شوي او جسدونه يې لا تراوسه په توتانو ځوړند دي .

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې دهلمند ولايت مرکز لشکرګاه ، بابا جي ، ګرشک ، نادعلي ، ناوې او سنګين ولسواليوکې په تېرو ۲ورځو کې له حکومتي ځواکونو نه تر دا مهاله ۲ لويې قرارګاوي او ۲۲ پوستې نيولي او پکي د۷ قوماندانانو سفر محمد ، نسيم ، دېوانه او ۴نورو قوماندانانو په شمول دحکومت ۱۲۶ تنه عسکر او اربکيان وژل شوي .

احمدي وايي په يادو جګړو کې د دوی ملګرو په زياته پېمانه وسلې له حکومتي ځواکونو نيولي دي .

د هلمند ولايتي شورا رئيس عبدالکريم اتل د تازه دمه ځواکونه غوښتنه کړې او دده په وينا که په ۴۸ ساعتونو کې نور امنيتي ځواکونه هلمند ته حاضر نه شي کېدای شي مرکز لښکرګاه سقوط وکړي !

الکوزی وايي چې د هلمند د نا اهله مديرانو پر ضد مي کابل ته خلګ احتجاجً را غوښتي او موږ به دلته د ارګ مخ تر هغه وخته بند کړو تر څو نا اهله مديران محکمه او لري نه شي !

پاته دي نه وي چې اوس مهال جګړه د مرکز لښکرګاه دريمي ناحيې ته رسېدلې .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د