افغانستان

دکابل ادارې پايلوچانو په کندز کې په عام چور او تالان لاس پورې کړی

له دوو ورځو راپه دې خوا دکابل ادارې اړوند پايلوچانو ، مزدورو عسکرو ، پوليسو  او اربکيانو د کندز ولايت په دشت ارچي  او امام صيب ولسواليو کې  په عام چور ، تالان او خلکو ځورونو لاس پورې کړي ده ، داکار وروسته له هغه نه پيل شو چې دکابل ادارې اړوند امنيتي کسانو دعوه وکړه چې ګنې دوي دکندز دشت ارچي او امام صيب په ولسواليو کې دمجاهدينو په ضدپه اصطلاح عمليات پيل کړي دي ، نن ورځ دامام صيب ولسوالۍ په خروټو ، ګم قول ، قمتمچغ او سه کپرک سيمو کې يادو پايلوچانو دعامو خلکو په کورونو يرغل وروړي ، دخلکو مواشي يي په زوره حلال کړي اويابيولي دي، دکورونونه يي قيمتي شيان ، دښځو زيورات او موټرسايلکونه  ټول غلا کړي  ، خلک دطالب او مجاهد په نوم تر تهديد ، ترټنې او وهلو لاندي نيسي او بنديانوي

بيا يي بيرته دخلاصيدو په بدل کې له خپلوانونه ډيرې پيسې غواړي او داسي نورو وحشتونو او ظلمونوته يي لاس اچولي ، دسيمې خلک وايي چې ياد ظالمان په دې پلمه په خلکو باندي هر راز ظلم او تيری کوي چې ګنې دوي ته ويل شوي دي چې په سيمه کې عمليات وکړي ، بلخوا مجاهدين له يادو سیمونه ډير وتلي مرکزونه لري  او دې ته انتظار باسي  چې که دهغو پلو ته دغه ظالمان ورغلل تر سختو ګوزارونو لاندې به يي ونيسي ،مجاهدين وايي چې دغه بزدله پايلوچان ددې جرئت نشي کولای چې دمجاهدینو ساحې ته ورشي  په عوض کې يي کسات له عامو خلکو او ملکي وګړو نه اخلي .

ذبیح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی

۱۴۳۴/۱۱/۹هـ ق

۱۳۹۲/۶/۲۴هـ ش ــ 2013/9/15م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x