
ولسي جرګې د پوهنتون لپاره «دانشګاه» او پوهنځي لپاره «دانشکده» تایید کړل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې د لوړو زده کړو نظامي موسساتو لپاره د پوهنتون او پوهنځي تر څنګ « دانشګاه » او « دانشکده» رسماً تاييد کړي.
د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د نظامي زده کړو د قانون پر درېیمې مادې له اوږده جنجاله وروسته وکیلانو ومنله چې باید دا دواړه اصطلاحات یوازې په نظامي لوړو زده کړو کې وکارول شي.
پوهنتون، پوهنځی او دې ورته نور هغه اصطلاحات چې لسګونه کاله عمر يې وهلی، ملي اصطلاحات بلل کېږي او په کومه خاصه ژبه پورې نه تړل کېږي.
د ګډ حکومت په لومړیو کې د پوهنتون لپاره د «دانشګاه» او پوهنځي لپاره د « دانشکدې» استعمال توند غبرګونونه را وپارول او پرلپسې لاريونونه وشول.
د ولسې جرګې د ارضي تمامیت او دفاعي چارو د کمیسیون غړې نیلوفر ابراهیمي د ولسې جرګې له لوري د يادو کلیمو تاييد « خردمندانه » پرېکړه بولي او وايي چې وړاندې تر دې له دې کلیمو سره د شخصي سلیقو پر اساس مخالفتونه کېدل.
د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکي فیض محمد ځلاند ویلي چې دا د ګډ حکومت له لوري پر ملي مصطلحاتو او اساسي قانون وروستی مېخ دی.
هغه پر دفاع وزارت غږ کړی: «د دفاع وزارت یې له پوهنتون او دانشګاه سره څه؟ ؟ که د وطن غم درسره وې په وزارت کې د غلا، فساد، چور، نسل وژني سره مبارزه وکړي.»
د ولسي جرګې غی کمال ناصر اصولي بیا وايي چې دا د ولسي جرګې د دفاع چارو کمیسیون له لوري پخپل سر او د لږو وکیلانو په موجودیت کې ولسي جرګې ته وړاندې شوی او تایید شوی دی.
لومړی: دا بې اصوله کمال خان او د هغه ډله ټپله چیرې ورک وي چې د غړو د کمښت په بهانه یې پکې وهي او …. بیا وایي له موقع څخه استفاده شوې.
دوهم: وزارت دفاع دا څرګنده کړه که د مخالفینو د ټکولو قوت او توان نه لرو نو دادی د مصطلحاتو د اصلاح توان خو لرو!! خپله شرمناکه کړنه یې وښوده.
ډیر د افسوس ځای دی ددی پرځای چی د ولس نماینده ګان په خپلو مسولیتونو پوهه شی په بیهوده او عبث کارونو ته یی لاسونه بډ وهلی دی. دوی باید د هیواد د ترفی ، اقتصادی پرمختګ ،د قوانینو تطبیق ،امنیت د تامین او خوار او زار ولس لپاره وکړی نه د توپیر او نامنی لپاره. ایا دانشګاه او دانشکده به مو په هیواد کی امنیت راولی، ایا دانشګاه او دانشکده به مو د هیواد اقتصاد پیاوړی ، ایا دانشګاه او دانشکده به په افغانانو کی یووالی راولی ، ایا دی خوار او غریب ولس ته به یو مړی ډوډی… نور لوستل »
د پورتنیو تبصرو په تایید ، دا ورسره زیاتوم ، چه د پوهنتون او پوهنځی په څنګ کی د دانښکاه او دانشکدو نومونو لیکل د دی حکومت د ظرفیت او کفایت کچه تمثیلوی د فساد او غلامی خو به یی څه نه لیکم ، هغه خو یی اسکلیت جوړ شوی. تر دی خو د پاکستان او هند په شان چه ټولی حکومتی او ملکی لوحی یی په انګلیسی لیکل شوی ، حکومتی ژبه یی انګلیسی ، تعلیم او تربیه یی په انګلیسی ، صرف رنګونه ایی خړ یا تور او د ځنو لنګونه به غاړه ،مګر حکومتی کړنی یی داسی… نور لوستل »