fbpx
لطف الله خیرخوا، لیکوال

الحاد!؟ – مرکه

يادونه: دوه دېرش کلن استاد لطف الله خيرخوا د قاري محمودشاه زوی، د ننګرهار ولايت، بهسودو ولسوالۍ مربوط عربانو کلي اوسېدونکی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې الهجرة والجهاد عالي مدرسه کې کړي. ديارلس سوه اتيايم کې له مدرسې فارغ شوی او د اسلام اباد نړېوال اسلامي پوهنتون تللی، اصول الدين فاکولتې تفسير څانګه کې يې تر ماسترۍ درسونه وويل. د ماسترۍ تېزس يې د مردان د سيمې مشهور مفسر عالم مولانا عبدالسلام رستمي رحمه الله تفسيري کار وزيار باندې و. قلم د ځوان پښتون کهول پر وړاندې د یوې لویې تخریبي ستونزې « الحاد » په اړه ورسره خبرې کړي، تاسې يې لوستو ته رابولو!

پوښتنه: الحاد یعني څه او ځينې مسلمان ځوانان ولې ور ماتېږي؟

ځواب : الحاد لغتا له مستقيمې لارې کږېدلو ته وايي، مګر موږ تاسې يې چې کوم فکري سياق کې اورو او زموږ تاسې چاپېريال کې يې چې له څه سرچينه اخيستې؛ له دې زاويې يې داسې تعريفولی شو، چې له عقيدوي التزام څخه ځان خلاصول الحاد دی. زموږ ټولنه کې د کمونزم څپو -چې د اوسنيو هغو په نسبت يې انقلابي بڼه لرله- خلک په ډېره څرګنده او افتخاري توګه د الحاد غېږې ته وغورځول. د هغوی کيسې ډېرې مشهورې دي، چې مکتب، پوهنتون، دفتر او ان مدرسه کې هم مسلمانان د الله جل جلاله، محمد صلی الله عليه وسلم او ټولو مومن بها غيبي شيانو په اړه وننګول شول. ان په عامه ځايونو کې لکه سماوار او دکانونو کې يې مسلمانانو سره مناظرې کولې. د هغوی يوه نعره د هغوی د الحاد پوره انعکاس لري، چې وايي : دين د پرګنو اپين دی. البته اوسنی الحاد ډېر پوښلی دی. اوس د کمونستانو په څېر څوک ښکاره نه وايي، چې الله جل جلاله نه شته، بلکې د دين په اړه ظاهرا ډېر احتياط کوي، حساسو مسايلو کې بربنډ بحث نه کوي، خو داسې لارې نه مسلمانان الحاد ته ننباسي، چې ځان ورته ښه کلک مسلمان هم ښکاري.

مثلا د فکر برخې ته چې د ديموکراسۍ، سېکولرزم، لېبرالزم او هيومنېزم کومې فلسفې ننوتې او خلکو عقيدتا ومنلې يا يې عقېدې ته ورته په کلک يقين ومنلې، الحاد ته ورټېل وهل شول. ناوک صيب وواياست که څوک د الله جل جلاله حاکميت نه منکر شي، که څوک الله جل جلاله د يوازيني شارع په توګه نه مني، که څوک په سياسي، اقتصادي او اجتماعي ژوند کې د الله جل جلاله د دين تاثير او دخل نه منکر شي، که څوک حق متعدد ګڼي، نو الحاد نه څه ډول په امن کېدی شي؟ مګر دلته دا نه ويل کيږي، چې الله جل جلاله حاکم نه دی، بلکې وايي حاکميت “يوازې” د ولس دی. وايي دين ډېر معزز دی، د سياست مسايلو کې دين ننويستل، د دين تلويث دی، د اقتصاد او اجتماع مسايلو کې د دين ننويستل همدا ډول د دين د تلويث باعث کيږي. دوی وايي دين بايد يوازې تر عباداتو محدود شي، يوازې تر مسجده. ناوک صيب وواياست چې څوک مسجد کې د الله جل جلاله د منلو دعوه کوي او دفتر کې يې نه مني، مسجد کې يې ريښتيا مني؟ الله جل جلاله فرمايي :{وَهُوَ الَّ‍ذِي فِي السَمَاءِ اِلهٌ وَفِي الأَرْضِ اِلهٌ} هغه ذات ته په اسمانونو او زمکو کې الوهيت ثابت دی. استثناءات نه لري، که څوک استثناءات جهلا ثابتوي، الحاد نه متاثر دی او عقلا استثناءات منل الحاد دی.

الحاد څو صورتونه لري، مثلا چې د الله جل جلاله نومونه او صفات مخلوق ته ثابت کړای شي، لکه هغوی چې بتانو ته “آلهة” ويل يا يې “لات” له الله اخيستی و او “عزی” يې عزيز څخه اخيستی، اوس هم په ديموکراسۍ کې د الله جل جلاله د حاکميت صفت مخلوق(ولس) ته ورکول کيږي، همدا ډول يې د تشرېع حق مخلوق(پارلمان) ته ورکړی. دوهم صورت يې دا و، چې د الله تعالی ځينې صفات به يې منل او ځينې به يې نه منل، لکه “رحمان” او “رحيم” نه يې انکار کاوه، عينا لکه اوسنی سېکولرزم، چې مسجد کې يې الوهيت ته قايليږي، مګر دفتر کې يې په دې صفت نه پېژني. دريېم صورت يې له دينه چورلټ انکار و، غيبيات بيخي ردول و، لکه کمونزم چې څه وايي. څلورم صورت يې دا دی، چې سيده انکار نه کوي، بلکې هغه څه وايي او کوي چې الحاد ترې لازميږي. لکه هيومنزم چې د حقانيت تصور ته صدمه رسوي. د انسانيت فلسفې پوخ لاندې دا الحاد تېرباسي، چې څوک يو الله جل جلاله، د هغه دين او کلام يوازيني حق مومن بها شيان ونه ګڼي. دوی ورته ديني پلورلزم وايي. دا ډول الحاد ته په سورة الکافرون کې ښه اشاره شوې، بلکې ټول سورت د دا ډول الحاد په ردولو کې نازل شوی. مشرکينو وړانديز کړی و، چې يو ورځ به ستا د الله عبادت کوو، يو ورځ زموږ د خدايانو عبادت کوو، قرآن کريم ورته صراحتا وويل : لَکُمْ دِيْنُکُمْ وَلِيَ دِيْن.

پاتې شو دا چې ځوانان ولې ورماتيږي، نو ښکاره خبره ده، چې جاهلي اداره مسلطه ده، جاهلي تصوراتو په هر ځای کې ځوان محاصره نيولی. کومه ټولنه کې چې د فسق او ايمان توپير نه کيږي، هلته ځوان روغ نه شي پاتې کېدلی. د اسلامي پېر لومړي سر کې مسلمانانو جاهليت ته کلکه ماتې ورکړه، لامل يې دا و، چې مسلمانانو نږه ټولنه لرله، يوازې ايمان په کې معتبر و، مسابقه يوازې نېکيو کې وه، ځکه هغوی هر يو د ايمان بېلګه وګرځېدل.

پوښتنه: فکر نه کوئ، زموږ ځينې ځوانان ځکه د دوی د لومو ښکار کېږي چې تر اسلامي معلوماتو وړاندې ملحدانه نظرونه ور رسېږي؟

ځواب : ناوک صيب دا يې اصل وجه نه ده، که څه هم يوه وجه ده، مګر مخکې خبره وشوه، چې ټولنې جاهلي تصوراتو مهار کړي، ځوان د يوه سخت فکري يرغل لاندې دی، له هرې خوا ورته ګوزار متوجه دی. وګورئ ناوک صيب! اداره جاهلي ده، رسنۍ جاهلي دي او جاهلي ککرۍ ورته پړسول شوي؛ د همدې جاهلي ادارې، جاهلي رسنيو او جاهلي ککريو سيوری پر ټولنې خپور دی، ځوان څنګه ځان وساتي؟ زموږ تاسې وطن کې که څوک په کمونست او غربپال کور کې نه وي زېږېدلی، خامخا د دين په اړه معلومات لري. دلته خلک د دين په اړه حساس دي، خو دا چې يرغل ډېر شامل او بې رحمه دی او زموږ ځواب هغسې شامل او پرېکنده نه دی، نو دا یې نتيجه ده وينو يې.

پوښتنه: خواله رسنۍ چې د رسولو بې سانسوره لار ده، د خپلې ټولنې وضعیت ته په کتو په دې رسنیو کې د پښتنو ملحدینو له لوري تبلیغات څومره مضر بولئ او څنګه چلند باید ورسره وشي؟

ځواب : د دې خلکو ضرر خو تر هغه بريده دی، چې زه او ته يې تصور هم نه شو کولی. دښمن که مرمۍ فاير کوي او بې هدفه لګېږي، لګېدو نه وروسته ستونزه نه لري، مګر خبره تر هغې ګرځي، چې ځان ته هدف پيدا کړي. خبره هيڅکله بې ښکاره نه پاتې کيږي، ګنې مسلمان به په رډو ورته ګوري، چې د ويناوال هويت معلوم نه دی، فکر يې معلوم نه دی، شخصيت يې معلوم نه دی، خو بيا هم هدف ګرځي. ستونزه له دې پيدا کيږي، چې هغه ګمارل شوي خلک دي، په يو پلان مخکې ځي، په همدې روزي پيدا کوي، مګر زموږ خلک بيا ورته ډېر ناپېيلي او يوازې مخامخ کيږي. دوی سره د چلن درې لارې دي. يوه دا ده، چې دوی سره کلکه مقاطعه وکړی شي. دا د اسلام حکم دی {اِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللهِ يُکْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّی يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ، اِنَّکُمْ اِذًا مِثْلُهُمْ} کله مو چې واورېدل، چې د الله جل جلاله په اياتونو کفر کېده او مسخره کېدل، نو ورسره مه کېنئ، که ورسره کېناستئ تاسې هم د دوی په څېر ياست.

مقاطعه بايد داسې وي، چې ملحد په خپل الحاد پوه شي او د مقاطعې وجه ورته معلومه شي. ما ته خو ډېر افسوس په دې راځي، چې خواله رسنيو کې هغوی ژبورو مسلمانانو سره مقاطعه کوي، خو زموږ ګونګيانو بيا هغوی ته غوږ نيولی وي، ګنې دا د اسلام حکم دی، چې بې دينه سړي سره مقاطعه فرض ده. موږ تاسې هر ماسخوتن الله جل جلاله سره وعده کوو، چې ربه ستا نافرمانه سره به اړيکه پرې کوو،ځان به ترې خلاصوو “وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَن يَفْجُرُکَ”. خبره معکوسه شوې، هغوی مقاطعه کوي، موږ يې نه کوو.

دوهمه دا ده، که د مقاطعې صورت سمی نه خوري، نوشعوري اعتزال ورڅخه په کار دی او خبره يې تلل په کار دي. يوازې دليل د خلاصي لار نه ده. شیطان په څه کافر شوی؟ په دليل. ناوک صيب هغه دليل به انتخاب وي، چې دليل وي. قرآن کريم د مومنو بنده ګانو په اړه وايي : {وَالَّ‍ذِيْنَ اجْتَنَبُوا الطَاغُوتَ اَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا اِلَی اللهِ لَهُمُ الْبُشْرَی، فَبَشِّرْ عِبَادِ، الَّذِينَ يَستَمِعُونَ القَولَ فَيَتَّبِعُونَ أَحسَنَهُ، اُولَئِکَ الَّ‍ذِيْنَ هَدَاهُمُ اللهُ وَاُولَئِکَ هُمْ اُولُو الْاَلْبَابِ} زما هغه بنده ګان، چې د طاغوت له بنده ګۍ او تابعدارۍ ځان وساتي او الله جل جلاله ته راجع شي، دوی ته زېری دی، زېری ورکړه زما بنده ګانو ته، هغه بنده ګان، چې خبره اوري، مګر ځي ښې خبرې پسې، دغو خلکو ته الله جل جلاله هدايت کړی او همدغه خلک هوښيار دي.

درېيمه دا، چې مسلمان ځوان بايد خپل ورور سره هر وخت تړلی واوسي، د شبهاتو په رابطه ورسره خبره شريکه کړي، هره خبره يوازې پر خپله اوږه کېنږدي، پېيلی مسلمان ځوان له دا ډول ضررونو خلاص وي. د دې رسنيو له نومه همدا مفهوم اخيستل کيږي، مثلا خواله رسني يا عربۍ کې ورته شبکة التواصل الاجتماعي وايي.

پوښتنه: معلومه خبره ده چې هر څوک په دین کې د تخصص تر بریده نه دي رسېدلي، خو په مقابل کې داسې خلک لرو چې هغوی په همدې برخه کې تخصص لري، زموږ متخصص مسوولین دا چاره نا پامه نیسي خو عام وګړي يې ښکار دي، پر وړاندې يې مبارزه د چا مسوولیت دی؟

ځواب : ناوک صيب تبليغيان يوه خبره کوي، وايي دومره علم فرض عين دی، چې څلورويشت ساعته ژوند پرې د قرآن او سنتو برابر تېر شي. د دين په اړه د لومړنيو او ضروري معلوماتو په اړه هر مسلمان ګرم دی، مګر علمي او فلسفي مسايل بايد متخصصين وڅېړي. که نسبتي خبره کيږي، بيا هم متخصصين تر نورو ډېر ګرم دي.

ناوک صيب زموږ د متخصصينو په اړه څو کټګورۍ پام غواړي. يو ډول متخصصين ذوقي دي. هغوی کش وپش مصروف کړي. تنظيمي رجحاناتو نيولي. د دعوت په نوم ځان دفتر او اداره کې د قروانې او شنو چايو ممنون بولي. غوړو سيمينارونو کې غوړې خبرې، د امت مسايل په هغه خپل ځانګړي سټايل کې وړاندې کوي. دا ډول متخصصين لکه نوټل موټر داسې دي، يوازې مخ پر ځوړ حرکت کولی شي، کاړ کې ځای پر ځای ولاړ وي او پېچومي کې پر شا ځي. يو ډول متخصصين نه د دعوت غم وړي، نه د تبليغ، هغوی ته خپل جېب مهم دی، دوی د ملت او عقلانيت شا ته خپله ګېډه او ډار پټ کړی. پاتې شو هغه لوری، چې په لومړۍ درجه د جاهليت پر ضد د سر ومال په تاوان ولاړ دی، دې لوري کې بيا له بده مرغه متخصصين د نشت برابر دي، دې لوري کې د کفر پر وړاندې د عسکري فعاليت رجحان ډېر دی، د خبرې او قلم خبره ډېره مطرح نه ده. ناوک صيب د الحاد په خوله کې پراته پټه خوله متخصصين به حساب ورکړي، چې اخر دومره مصلحت اميزي د کوم راتلونکي په هيله وه؟ هغه راتلونکی، چې ايکي يو ذات به په کې حاکم وي، مهلتونه به پای ته رسېدلي وي، هر سړی به خپلې پاڼې ته انتظار وي، داسې هيبتي راتلونکی، چې {لَا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ} د هغه ذات د عذاب په څېر عذاب څوک نه شي ورکولی او د هغه ذات په څېر تړل څوک نه شي کولی… دې مصلحت پسندو دا راتلونکی هېر کړی.

پوښتنه: په رسنیو کې ځينې پښتانه ملحدين له مستعارو نومونو کار اخلي خو د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو سیمو کې مېشت ملحدين ښکاره خپل نوم کاروي او مخامخ هم الحاد ته بلنې کوي، څه فکر کوئ د الحاد د ښکاره کولو او ور بللو جرئت يې له کومه کړ؟

ځواب: ناوک صيب! جاهلي ادره يې تر شا ولاړه ده، جاهلي ادره يې ملاتړ کوي، جاهلي ادارې جرئت ورکړی. دا اوسنۍ اداره، چې په الحادي مفکورو تنظير شوې، همدا د دې ټولو نا خوالو باعثه ده. ناوک صيب دې زيږ وطن کې، چې د امان الله غوندې پاچا په تېښته بريالی شو، داسې وطن کې عبدالرحمن، پروېز کامبخش او ايکسپريس پاڼې ته چا مصئونيت ورکړ؟ چا د تېښتې لار ورکړه؟ د فرانسې حجاب ضد دريځ ارګ کې ونه ستايل شو؟ ناوک صيب ستونزه له جاهلي نظامه جوړه ده.

پوښتنه: یو ملګري مې اعتراف وکړ، چې اسلام میراثي ور پاتې و، څه وخت مخکې پر خدای شکمن و او شک يې د ځينو کتابونو له لوستو اخیستی و، خو د ده په خبره وروسته يې دیني مطالعه شروع کړه او باور يې په سمه شو، څه فکر کوئ د الحاد د خپراوي لپاره پراخه مالي ملاتړ، زمینه برابرول د چا له خوا کېږي؟

ځواب: ناوک صيب د امريکا د سفارت د فرهنګي اتشې زرګونه مامورين همدا ډول فعاليت لري. لېستونه يې معلوم دي، کارونه يې معلوم دي، تقسيم بندۍ لري. په دې کې د الحاد خپروونکي هم دي. داسې نا ځوانه خلک په کې شته، چې د عفيفو او کورنو کې سترو جونو په عکاسۍ مامور شوي. داسې روبوټان شته، چې يوازې په ورښوول شوي سټايل بازارو کې ګرځي او معاش اخلي. ناوک صيب وېروونکی حالت دی. د حنيف اتمر مرتزقه څومره دي؟ يوازې دی، چې کوم ډالري معش توزېع کوي، دا له کومه کيږي؟ نړېوال جاهليت يې تر شا ولاړ دی او ساحوي جاهلي بړيڅي يې ځان ته روزي حلالوي.

پوښتنه: تاسې تفسیر شریف کې د ډېرې پوهې خاوند یاست، تر اوسه مو د قرآن له نظره د الحاد د رد په اړه پښتو کې کوم مضمون یا اثر خپور کړی، که هو چېرته، که نه ولې؟

ځواب: ناوک صيب ما د اصول الدين پوهنځي تفسير شريف برخه کې ماستري کړې، خو تفسير شريف کې د ډېرې پوهې دعوه نه شم کولی. البته کومې خبرې ته چې تاسې اشاره کوئ، پرې ورسېدم. ما خپله په دې رابطه هغومره کار نه دی کړی، چې لازم دی. ليکل مې په دې رابطه که اشارتا کړې وي، خو مستقيما مې دې موضوع باندې ليکل نه دي کړي. البته شپږ شفاهي درسونه مې په دې رابطه په يوه تربوي حلقه کې د سلسلې په توګه کړي.

پوښتنه: زموږ رسنۍ په دې برخه کې اصلاً څه نه لري خو داسې څه چې پر اسلام شکونه پیاوړي کوي ډېر دي، موده وړاندې مولانا عبدالصبور په یو تلویزون کې د محمد محق خپرونې د عادي مسلمانانو لپاره ناروا وبللې، ځکه چې د ده په وینا خلک بې باوره یا کمزوري باوره کوي تاسې يې محمد محق پېژنئ، په اړه يې تبصره لرئ؟

ځواب: لومړی به د مولانا عبدالصبور په اړه ووايم، چې په هغه ماحول کې د دغسې ناخوالو په اړه تر نورو ده ته ډېر مخ وراوړي، ځکه چې جرئت لري، د مقابلې حوصله لري او مُلايي خوی لري. پاتې شو، محمد محق، نو کومه نوې خبره نه لري. هغه خبرې، چې په سوونو کرته ځواب شوي، دی يې بيا پورته کوي. دا هېښوونکې نه ده، ځکه داسې فضاء حاکمه ده، چې کمونست غوندې غبي عقل په کې ځان بري الذمه ثابتولی شي، واک ته رسيږي او د دې ولس ميلينونه شهيدان توهينولی شي، نو مستشرقين تر دغو ډېر چوتار دي، زړې خبرې ته نوی پوخ هم ورکولی شي، وړه خبره غټولی هم شي، په خپله هم په ډېره نوې بڼه څرګندېدلی شي. تاسې يوازې د محق خپرونه يادوئ، چې مسلط کړی شوې اداره واجب العزل وي، مقاطعه ورسره واجب وي، د همدې ادارې اطلاعات وکلتور منلی تلوېزيون به څنګه وي؟ ټول تلوېزيون، يوازې محق نه. خبره تر محقه تېره ده.

پوښتنه: په فروعاتو کې اختلاف اوږده سابقه لري خو د خواله رسنیو پر مټ د اختر د قربانیو، د قصدې روژې د کفارې او ځينو نورو منل شویو احکامو پر ضد د ملا له ادرسه په ګټې ګوزارونه کېږي، څه فکر کوئ دا ډول چارې ورو – ورو د بې دینۍ خواته لاره نه هواروي؟

ځواب: ناوک صيب مخکې مې خلاصه کړه، خبره تر دې تېره ده، چې دا يې کوي، هغه يې کوي. شامل ګوزار دی. د دوی وزير، رئيس، مدير، عسکر، ملا، فرهنګي او مدني فعال يوه وظيفه اداء کوي، همدا ډول شامل ځواب په کار دی، ګنې بيا “ريشخند” بازار په پيلېدو دی.

پوښتنه: زموږ مسوولیت څه دی؟

ځواب: ناوک صيب په دې رابطه ښه اوږده خبره کېدی شي، مګر زه به يې لنډه ووايم، چې دوه خبرې ډېرې مهمې دي. لومړۍ دا ده، چې د ځان د تربيې او اسلامي مسايلو سره د تعامل په اړه درې لارې پام غواړي : دا چې مسايل له اصل مصادرو او هغو علماء کرامو په تشريح وارزول شي، چې د معنا او مادې ټکر کې له امتحانه بريمن وتی وي. دا چې مسايل له خپلو ذاتي تمايلاتو پرته وسنجول شي او دا چې تنظيم او ډله يوازې د خورو ورو استعدادونو د انسجام وسيله وګڼل شي، نه د دنيا او اخرت کاميابي.

دوهمه خبره دا ده، چې د کفر او اسلام روانه جګړه کې په کامله توګه د اسلامي لوري ننګه وکړی شي. ذوقياتو، سليقوي خبرو، ذاتي تمايلاتو او مضرې مصلحت پسندۍ ته کتل په کار نه دي. ګنې په دې پراګندګۍ به يې هيڅوک شل نه کړي.

پوښتنه: باوري یاست چې موږ همدې روان نسل ته اسلام بشپړ او سم ور پېژندلی، که هو نو د ښويېدو وېره يې ولې شته او که نه، نو ولې يې نه شو ور پېژندلی؟

ځواب : ناوک صيب د اسلام د پېژندنې په رابطه هيڅ نيمګړتيا نه شته. اسلامي تعليمات په ډېره ښه بڼه تشريح دي. ستونزه دې ځای کې نه ده، چې ګويا اسلام نه دی رسېدلی، ستونزه دا ده، چې اسلامي حاکميت له صحنې ويستل شوی، جاهليت حاکم دی. دا چې تاسې سره تشويش دی، چې ګويا ځوانان په خرابېدو دي، په ښويېدو دي؛ له همدې دي، چې حاکمه فضاء خړه ده. دا غبار لرې کول غواړي، کله چې حاکمه فضاء رڼه شي، هر څه سميږي. ياد وساتئ، چې داسې اداره حاکمه وي، که ټول هېواد دعات شي، هم به يې لارې ته برابر نه کړئ.

پوښتنه: د الحاد په اړه قرآن څه وايي او که اسلامي نظام وي اړوند يې حکم څه دی؟

ځواب: ناوک صيب الحاد د جاهليت د معتقداتو يو ډول دی. قرآن کريم پر ټول جاهليت کامل رد کړی، بلکې قرآن کريم د انسانانو د هدايت لپاره د جاهليت په مقابله کې راغلی، نو الحاد د جاهليت يو جزء دی، قرآن کريم د جاهليت نښه هم نه مني، د جاهليت يو ډول خو پر ځای پرېږده. د قرآن کريم دا حکم {يَا اَيُّهَا الَّ‍ذِيْنَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِلْمِ کَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَيْطَانِ} د هغو اهل کتابو په اړه نازل شوی، چې مسلمانان شوي ول، مګر لږ لږ عادتونه په کې د خپل دين پاتې وو، قرآن ورته امر کوي، بشپړ مسلمانان شئ او د شيطان د لارو پيروي مه کوئ.

محمد صلی الله عليه وسلم حنين ته روان و، د مشرکينو يوې ونې سره تېرېده، ځينو صحابه کرامو وويل، که داسې يوه ونه موږ ته هم وټاکئ، دغسې مېله به موږ هم کوو. محمد صلی الله عليه وسلم ورته غصه شو، ويې فرمايل دا نو داسې غوښتنه ده، لکه بني اسرائيلو چې موسی عليه السلام ته ويلي وو {اِجْعَلْ لَنَا اِلَهًا کَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ}، نو وايه ناوک صيب که د جاهليت نښه نه منل کيږي، نو د جاهليت په اړه به څه موقف وي؟ پاتې شوه دا که اسلامي نظام وي، حکم يې څه دی؟ که ستاسې مطلب دا وي، چې يو څوک له مسلمانۍ ملحد شي، نو ده ته شريعت مرتد وايي او حکم يې معلوم دی.

و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين.

يادونه: نن ټکی اسیا دا مرکه د خپل اهمیت له مخې د « قلم » ادارې نه په مننې، تاسې ته کټ مټ خپره کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د