ارګ که د سړي تښتوونکو پټن ځای؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې امنیتي ځواکونو د ولسمشر یو بل ساتونکی د سړي تښتونې په تور نیولی دی.

له تیرې یونیمې میاشتې راهیسې دا د ولسمشر دوهم ساتونکی دی چې د انسان تښتونې په تور نیول کیږي.

د روان کال د وري د میاشتې په ۱۴ نیټه د کابل ښار یوه اوسیدونکي د ولسمشر دری تنه محافظین د خپل ورور حامد په تښتونه کې ښکیل وبلل چې هغه مهال امنیتي ځواکونو یواځې یوتن د یادې پیښې په تړاو ونیو.

اوس د لومړي نیول شوي تورن پلار چې د ارګ د محافظت په ریاست کې د ښوونکي دنده لري د اختطاف په تور نیول شوی او تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دی.

دا نه ده معلومه چې دریم تورن به څوک او کله به د امنیتي چارواکو لخوا ونیول شي.

ولسمشرغني چې تل له فساد، نا امني او بي عدالتي سره د مقابلې خبرې کوي، له دې ناخبره دی چې مفسدینو ، غلو او اختطافچیانو د ده په استوګنځي کې ځالې جوړې کړې او د ارګ له داخل نه خپل جنايي فعالیتونه رهبري کوي.

په کوم هیواد کې چې د ولسمشر شخصي محافظین د اختطاف غوندي په سترجرم کې دخالت ولري او بالفعل په همدې جرم ونیول شي هلته به د هیواد په نورو دولتي اداراتو کې سړی د فساد او جرائمو د مخنیوي څه توقع ولري؟

د ملي یووالي حکومت له جوړیدو نه نیږدي دوه کاله پوره کیږي چې په هره غونډه او مجلس کې ولسمشر د فساد په ضد خپلې ژمنې تکراروي ، خو د نوموړي دا غیرعلمي ژمنې د دې لامل شوې چې بالاخره فساد د ارګ تر غولي ور ورسیدو او سړي تښتوونکي د ولسمشرد شخصي محافظت په پلمه د هیواد والو ژوند ګواښي.

افغانستان په نړیواله کچه دوهم لمبر فاسد هیواد ګڼل کیږي، هره ورځ په دولتي اداراتو کې په میلیونونو ډالره د غلا او رشوت په ډول حیفُ میل کیږي، په لسګونو معصوم انسانان اختطاف کیږي خو تراوسه پوري د دغه ښکاره دولتي فساد، په تور نه کوم لوړ رتبه دولتي چارواکی نیول شوی او که نیول شوی وي بیا مجازات شوی نه دی.

د دې لامل دادی چې ټول مفسدین یاخو خپله دولتي لوړ پوړي چارواکي او یاهم لکه د ولسمشر سړي تښتوونکي محافظین د هغوي ترحمایت لاندې اوسي چې نه د قانون احکامو ته اعتناء لري او نه هم د ټیټ رتبه امنیتي چارواکو زور باندې رسیږي.

همدا سبب دی چې ورځ تر بلې په هیواد کې د فساد، غلا او جنايي جرمونو کچه لوړیږي چې اوس یې تر ولسمشر پوري ټول دولتي ارګانونو له مخنیوي څخه ناتوانه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د