
د بلخ ولایتي شورا: مزار کې پر خلکو وسلې وېشل کېږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایتي شورا وايي چې په دې ولایت کې پر خلکو زرګونه میله وسلې وېشل شوې دي.
د ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع چې د جنبش غړيتوب هم لري وايي چې عغیر مسوول وسله والو پر خلکو زرګونه میله وسله وېشلې ده.
د هغه اشاره چې د جمعیت د اجراییه شورا غړي او د بلخ سرپرست والي ته وه، خو د عطا محمد نور ویاند بیا وايي چې داسې کومه هڅه نه ده شوې بلکې هغه چې د ولایتي شورا مرستیال يې غیر مسوول وسله وال بولي پخپله په دوی پورې تړلي خلک دي.
د ولايتي شورا مرستیال په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو د استازي فرهاد عظیمي خبرې هم بې بنسټه بللې دي.
فرهاد عظیمي ویلي و، چې دوستم له دولتي امکاناتو ګوندي ګټې پالې او خپلو ګټو ته کار کوي.
د هغه په خبره دوستم په تر لاس لاندې سیمو کې پر ټولو امنیتي پوستو کې خپل کسان مشران ګومارلي دي.
شجاع د نوموړي څرګندونې بې بنسټه بولي او په مقابل کې دعوه کوي چې مزارشریف کې ۹۰ سلنه وسله وال د اربکیانو او « خیزش مردمي » تر نومونو لاندې په یو ګوند پورې تړلي دي.
ياده دې وي شمال کې د جمعیت او جنبش تر منځ مخالفتونه په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلي چې څو پرلپسې نښتې يې هم کړې دي.