نظــر

له ولسمشر كرزي سره د زړه خواله

چې ورځ تېرېږي يو ګام هغو ولسمشريزو انتخاباتو ته ورنژدې كېږو چې لا يې هم د دولت له ډاډ سره سره برخليك ډېر روښانه نه دى. يو شمېر كسان چې هم په  دولت كې فعال حضور لري او هم ځان ته سياسي اپوزيسيون وايي سره راټول شول چې دوى به واحد كانديد ودروي او نور به يې مرسته ملګرتيا كوي له هغې كانې سره مخامخ ښكاري چې:

ښه ياري د غلو وه؛ چې په وېش كې سره ورانه شوه

محور ورځپاڼې پرون په (1392/6/24) نېټه د يوې باوري سرچينې په حواله چې د نوم له ښوولو يې ډډه كړې وليكل چې اوس  دغه اپوزيسيون چې انتخاباتي ائتلاف يې كړى، دې مرحلې ته رسيدلي چې يو، يو نه مني او بل، بل. ولسمشر كرزى هم چې د  دغو ائتلافونو په ماتولو كې پوره مهارت لري موقع ته سترګې پر لار دى چې څه وخت پرې ګوزار وكړي، پر دوى ګوزار هم ځكه اسانه دى چې دوى نه اصول لري او نه پر اصولو باور، فقط د اقتدار وږدي دي، ګوري چې څوك ببر هډوكى وراچوي، هغه د چا خبره هغوى چې همېشه په «واښه وډ» كې څريدلي او همېشه پرې د «روبلو»، «كلدارو»، «پونډو» او «ډالرو» بارانونه شوي اوس يې له وچكالۍ نه سخته ويره لري. دوى په ماضي كې هم بختونه ازمايلي دي، يو يې چې د ولسمشرۍ له لومړۍ مرستيالۍ نه لرې شو نو په ګل اغا شيرزي پسې يې منډه كړه؛خو شيرزى چې خپله ماره وكړه، هغه خواركى يې په نيمه لار كې پرېښود او هغه بل غريب يې چې د سترګو له ډاكترۍ نه د سياست ډګر ته وردانګلي او د يوه ريښتيني سياستوال اكټونه كوي هم غريب په دې وادۍ كې لالهانده ښكاري، ګوره كه چا ورته يو نرى غوندې ست وكړ هم بيا به ورمنډې وهي؛ ځكه هغه ته خو ځان معلوم دى چې په  څومره اوبو كې دى. هغه چې د حق او عدالت مدعيان دي هم معلوم دي چې ماضي يې څنګه وه، كه هغو نه چې اوس هم په امسا ګرځې پوښتنه وكړې چې دا پښه دې ولې او كله پر دې حال شوې، ښايي ځواب ونه لري، هغه چې له لويديځه په دې تمه راغلي چې په افغانستان كې د ډالرو باران دى، هغوى خو هم پر دې پوهېږي چې ولس يې اصلاً پيژني نه چې څوك دى؛ نو پر دې اساس اوس ميدان يو ځل بيا د حامد كرزي د كانديد په ګټه په اصطلاح شغالي ښكاري؛ خو تر اوسه چې كوم څه د ارګ له دريڅونه بهر راوتلي او نور په كې د شك ځاى نه دى پاتې هغه د بهرنيو چارو ډېر محترم؛ خو  بې خولې او بې ژبې وزير دى، كله چې ولسمشر په بشكك كې د شانګهاى وروستۍ سرمشريزي ته ولاړ، هلته يې روسي ولسمشر ته ډاډ وركاوه چې راتلونكى ولسمشر به له روسيې سره ښه اړيكي ولري او د ولسمشرۍ له كانديدانو نه يو له ده سره په همدې سفر كې ملګرى دى چې هغه بې له شكه ډاكتر زلمى رسول دى.

زلمى رسول د شخصيت په لحاظ ښه سړى دى، حليم دى، ماجراجونه دى، ترخه ژبه كله هم نه كاروي؛ خو حقيقت دا دى چې د افغانستان په څېر يوه هېواد له پاره مناسب ځكه نه دى، چې نه ټوپكسالار دى، نه كوتكمار او نه يې هغه چل و فريب زده دى چې د هر چا پر سر د تشفى لاس راكاږلي شي، كه پر چا يوه پټاكۍ وچاوده هم چې سبا ته يې زرهي لنډكروزرې ور روانې كړي وي.

د پوهنتون د تحصيل په دوران كې زما د يوه ملګري د دري مضمون ازموينه وه، كله چې د ازموينې لپاره وغوښتل شو؛ نو د مضمون استاذ يې مميز استاذ ته چې مشر استاذ و، د اخلاقو ډېر تعريف وكړ. مميز استاد ورته وخندل او ويې ويل كله مو چې د تهذيب د مضمون پر ورځ نومرې وركولې، را ياد يې كړه چې سل نومرې وركړم اوس خو يې زه د لياقت ازموينه اخلم. نو خبره دا ده چې ډاكتر زلمى رسول په اخلاقو كې د سلو نومرو مستحق دى؛ خو د ولسمشرۍ لپاره ښايي د مازې كاميابي د نومرو وړتيا هم ونه لري او علت يې همغه دى چې ما ورته د مخه نغوته وكړه.

ښايي د ښاغلي كرزي به هم همدا خوښ وي چې يو داسې سړى كانديد كړي چې د كاميابۍ په صورت كې چې امكانات يې زيات ښكاري د پردې مخې ته هغه او د پردې شا ته دى ولسمشر وي. داسې اوازې هم دي چې ښايي كرزى د ولاديمير پوتين او ميدويدف سياست وچلوي چې د دې كار له پاره به زمينه مساعده وي چې ايالتي نظام په پارلماني نظام واړوي او ښايي په دې كار كې هغه كسان هم ورسره مرسته وكړي چې د سياسي مخالفينو اكټونه كوي؛ ځكه هغوى هم د دې له پاره چې ځانته يې د اقتدار په بيړۍ كې د ناستې يو ځاى پيدا كړى وي، همدا شعار وركوي، حال دا چې كه دلته هر ډول نظام راشي خو چې دا اوسني وږي ليوان په سياست او د اقتدار په ډګر كې موجود وي، د ملت حالت به د ژړلو وي.

زه د يوه افغان په حيث پر ولسمشر كرزي غږ كوم چې كانديد خو ودروې؛ خو د خداى پار دى داسې څوك مه ودروه چې كه ولسمشر شي او  څوك پر يوه مخ څپيړه وركړي، دى له واره بل  مخ هم ور واړوي، بس دى د مصلحتونو له پاره يواځې ته كافي وې او ستا د واكمنۍ د وولس كلنه دوره چې په ځانګړې توګه دې پښتانه د هر چا د پښو خاورې كړل. زه دا  خبره د عصبيت پر بنياد والله كه كوم او نه د يوه مسلمان په حيث پرې باور لرم؛ خو دا به هم انصاف نه وي چې ستا پام دې خبرې ته را وانه ړوم چې امريكايانو او ناټووالو او د هغوى په ركاب كې ځغليدونكو يا د امريكايي تجاوز پر مهال د امريكا ځمكنى پوځ په دا تېرو دوولسو كالو كې څه وكړل، يواځې په شمال كې څومره پښتانه مشران ووژل شول؛ نو كرزى صيب د خداى پار دى نور مو د انسانيت پر دښمنانو مه داړه، دا ستا په دوولس كلنه واكمنۍ كې چې راسره څه وشول، همغه كفايت كوي. همدا پرون (1392/6/24) سرنوشت ورځپاڼې د ګلم جم لنډغرو له خوا د كندز په دشت ارچي كې د پښتنو د لوټ تالان خبر خپور كړ او د محلي خلكو په ادعا چې دا حكم د كندز امنيه قوماندان وركړى چې د پښتنو مال ستاسې او سر يې زما، اوس خو د هغوى د مظلوميت ستر عامل ته پخپله يې د ولسمشرۍ لپاره دې دا دوه ځله ترينه رايه واخسته او نور دى د وږو ليوانو رحم و كرم ته وسپارل، له ديوې خوا يې د آى اس آى نوكران داړي او له بلې خوا د «ستم ملي!» علمبرداران، نو كه ته يې غم نه شي خوړلاى، نور يې پرېږده چې پخپله خپل غم وخوري، نور يې مه د دوستم په ځولۍ كې ورغورځوه، مه د خليلى او محقق او مه د هغو كسانو په ځولۍ كې چې پرون يې له روسانو سره اور بندونه كول، نن د امريكا په ركاب كې ځغلي او ځانونه هم په هېواد كې د  اقتدار اصلي وارثين بولي.

مؤمن افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x