نړۍ

هند : وسلتون کې اور لګېدني ۲ افسران او ۲۰ ساتونکي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د هند په يوه پوځي وسلتون کې د اور لګېدني له امله افسرانو او د وسلتون ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې .

تر دې مهاله د وسلتون د اور لګېدني سبب نه دی په ډاګه شوی خو هندي چارواکو ويلي چې د تحقيقاتو يوه ټولۍ يې ګمارلې تر څو په اړه يې څېړنه وکړي .

پېښه د مهاراشترا ولايت د وردها سيمي په يو کلي کې را منځ ته شوې ويل کيږي ۲ افسران او ۲۰ تنه ساتونکي وژل شوي او يو شمېر ټپيان شوي دي

بېړنيو مرستندويانو د سيمي ځايي خلګ د پيښي له ځايه ګوښه کړي .

پېښه ددوشنبې ماخستن هغه مهال را منځته شوه چې د وسلتون دننه چاودېدونکو توکو اور واخيست .

د يادوني ده چې د وردهاسيمي وسلتون د هندي پوځ يو له غټو وسلتونونو څخه شمېرل کيږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x