دغه اسانه او وړیا عادت مو له قبضیت څخه ژغوري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): قبض یو له کړوونکو ناروغیو څخه دی چې انسان په بلا نورو روغتیايي ستونزو اخته کوي چې له همدې امله په عربي ژبه کې ورته د ام الامراض خطاب هم کیږي.

خو تر ټولو ښه خبر دا دی چې له دغې ناروغۍ څخه ځان ژغورل ډیر ستونزمن کار نه دی او یوازې په عادي فزیکي فعالیت سره يي مخه نیول کیدی شي.

هغه اسان ورزش چې ترسره کول يي ستونزمن نه دی خو د غذايي نلونو او کولمو فعالیت بهتره کولو سره د خوړو د هضم پروسه فعاله او ګړندی کوي.

که غواړئ په دغه ناروغۍ اخته نشئ او یا له دغې ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو په ورځنی ډول ساده او اسانه ورزش خپل عادت وګرځوئ.

ورزش له دې سربیره چې تنفسي سیستم او د زړه درزا ګړندی کوي عضلاتو او اعصابو ته هم حرکت ورکوي چې په مرسته يي د بدن فعالیتونه په غوره او اغیزمنه طریقې سره ترسره کیږي.

د ژوند په طریقه کې دغه مثبت بدلون د اوبو استعمال زیاتوي، د بدن تغذیه بهتره کوي او انسان له ذهني فشار څخه ژغورلو سره د ډیرو مهلکو ناروغیو مخه نیسي.

له قبض څخه خلاصون لپاره لومړۍ پنځه دقیقې ورو قدم ووهئ او له هغې څخه وروسته خپل د قدم وهلو سرعت زیات کړئ. په ورځنی ډول نیم ساعت چټک قدم وهل مو له دغې ناروغۍ څخه ژغوري.

که چیرې په مسلسله توګه نیم ساعت قدم نشئ وهلی نو دوه یا درې ځلي ۱۰ دقیقو څخه تر ۱۵ دقیقو پورې قدم وهل خپل عادت وګرځوئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د