شعـــــرونه

غزل: محمد خان محب

محمدخان محب
وخپل سيوري وخپل سرته غيږه ورکړم
دژوندشپي دژوندسحرته غيږه ورکړم

شګي شمارم شګي کښيږدم پر ورغوي
وڅپودسمندرته غيږه ورکړم

هسي نه چي لمرين يار ترغره پنا سي
ژرپه مينه مازديګرته غيږه ورکړم

ستادوصل تنده زړه کي په نڅاده
چي به کله وکوثرته غيږه ورکړم

دګلاب ياري چي خدای رانصيب کړي
په خوښيو وپرهرته غيږه ورکړم
چي دحسن ملائکي راسره وي
بيا محب ودې سفرته غيږه ورکړم
محمدخان محب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x