fbpx

کندوز: له نیول شویو کسانو نه ۱۵۰ تنه خوشي شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز چارواکي وايي چې د کندوز – تخار پر لویه لار د نیول شویو کسانو له ډلې نه ۱۵۰ تنه خوشي شوي دي.

یاده پېښه نن سهار مهال د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې شوې ده، د یادې ولسوالۍ ولسوال حیات الله فقیري هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې دا مسافر له له دریو ۴۰۴ ډوله موټرو، څلورو کورولاو او دریو فلاینکوچونو نه ښکته کړل شوي دي.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي چې نن سهار مهال نا معلومو وسله والو د کندوز – تخار پر لار ۱۸۵ تنه مسافر ښکته کړل، چې له ډلې يې یوازې ۳۵ تنه دوی لا هم له ځان سره ساتلي دي.

د اکبري په وينا وسله والو ۳۵تنه له ځانو سره بیولي دي چې دوی د برخلیک په اړه معلومات نه لري، خو په خبره يې د خوشي کېدو لپاره يې پر هڅو بوخت دي.

تر اوسه کومې ډلې د د مسافرو د ښکته کولو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم په ډاګه ده چې ۳۵ ورک مسافر د کوم ځای او څه دندې يې درلودې.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

کیدای شي دا ۳۵ تنه هغه بدبخته پښتانه وي چې د طالب په نامه یې له ځانه سره وړي دي.

احمدشاه مسعود
میلمه
احمدشاه مسعود

احمد صاحب له تبصری دمخه هغه لیکنه لوله ښه به وی ، بیا مو تبصره وزن پيدا کوی ، افغانستان کی د پشتو او فارسی جنګ نه دی هلته دومره پشتانه له کومه شول چه د شمال ولایتونه یی د جنوب تر ولایتو ګرم ساتلی ، دا درسره منم لکه د دموکراسی او لویدیز د وکیلانو په شان منطقی استدلال کی هر څوک هر څه ویلی او لیکلی شی حتی له سپینه تور او له توره سپین جوړوی لکه له باطل حق او له حقه باطل جوړوی . مګر هغوی چه ځانونه مسلمان ګڼی په رښتینی عقلی او نقلی دلایلو… نور لوستل »

جلالزي
میلمه
جلالزي

دا عمل نه به عقلي دلايلو او نه به نقلي دلايلو توجيه كيدلاي شي بلكه دا دهغو خلكو عمل ته ورته ده جه به قرانكريم كي ذكر شوي جه داورعمل ته فساد في الأرض ويل شوي.

حکمتیار
میلمه
حکمتیار

په عقلی دلایلو دا جنګ دی ، په جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی ، هر اړخ د بل اړخ د ماتولو او خنثی کولو د پاره د روا او ناروا وسایلو او حیلو کار اخلی مزدوری ، غلامی ، فاسدی او بی کفایتی اداری ( چه له خپلو بادارانو او خپلو عسکرو هم غلا کوی ) د پروان ولایت کی څو سوه پشتانه مسافر چه مزار خواته تلل هلته یی کورونه او یاهلته یی بزنسونه وو نه یواځی له بسونو ښکته پلکه زولانه او تر ننه یی برخه لیک نا معلومه دی د هیواد دننه که څوک له یوه… نور لوستل »