د برېښنا شرکت پنځه لوړ پوړي چارواکي له دندو شړل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د برېښنا شرکت پنځه لوړ پوړي چارواکي له دندو شړل شوي او د ځينو پر ځای يې نوې ګمارنې شوې دي.

د یاد شرکت عملیاتي رییس شکیب نثار، مالي او اداري رییس احمد شاه ساحل، د سوداګرۍ برخې رییس میرویس عالمي، د پې ام او مشر وحیدالله پوپلزی او د کابل د برق رییس نسیم ګنجی د ولسمشر د فرمان پر اساس له دندو لرې کړل شوي دي.

ویل کېږي د میرویس عالمي پر ځای انجینر ناصري او د کابل برق د رییس پر ځای عمري زاهدي مقرر شوي دي.

تر اوسه پورې د یادو چارواکو د لرې کېدو علت نه دی په ډاګه شوی خو ویل کېږي دا تصمیم د ټوټاپ پروژې پر سر له ناندریو وروسته نیول شوی دی.

ياده دې وي دغه کسان د ولسمشر د فرمان له مخې لرې شوې دي، د ګډ حکومت د وېش له مخې نه ده څرګنده چې برېښنا شرکت د چا په برخه رسېدلی دی، خو اجراییه رییس تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

یاره ولسمشره منم دې!!! که په پیت پزو هزاره وو دې زور ونه رسید او هغوی دې د خپلو ناروا غوښتنو څخه منع نشوای کړای، خو بیا نر یې چې ډز دې د یو څو پښتنو څخه جګ کړ!!!

تر شاه شجاع ډیر بې غیرته یې.