
روزګان : ګيزاب کې طالبانو ۱۱پوستې نيولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل):د روزګان ولايت په ګېزاب ولسوالۍ کې ځيني پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلي .
د طالبانو ويندوی قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې دوی په ګېزاب ولسوالۍ کې اته پوستې له پرېمانه مهماتو او وسلو سره نيولي .
ويل کيږي د پوستو تر نيولو وروسته پوليس د جګړې له ډګره دايکنډي ولايت ته تښتېدلي دي.
د روزګان د ولايتي شورا رئيس کريم خادمزی او د څلورمې پلي لوا قومندان جنرال محمد رسول کندهاری په ګېزاب کې د جګړو او ۱۱ پوستو د سقوط پخلی کوي او زياتوي چې د ملي اردو ځواکونو ياده ولسوالي د سقوط له امکانه ژغورلې.
روزګان ولايت چې يو له نا امنه ولاياتو شمېرل کيږي څه موده وړاندي د همدې ولايت په چوره ولسوالۍ کې طالبانو زيات شمېر پوستې د جګړې په پايله کې نيولي .
د روزګان ولايت د ولسواليو او مرکز تر منځ غځېدلي ډيري لاري د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونه پر مخ تړل شوي چې د ياد ولايت د سقوط امکان يې خورا زيات کړی .