افغانستان

دپاکستان له لوري (۷) تنه خلاص اعلان شوی طالبان لاهم په جیل کې بندیان دي !

نن ټکی اسیا: هغه اووه نفره طالب بندیان چې د سپتمبر میاشتې په اوومه نیټه پاکستاني امنیتي چارواکو دهغوئ درهايي او خوشي کولو اعلان وکړ لا تراوسه دهغوئ په محبس کې بندیان او خپلو کورونوته نه دی پریښودل شوي .

دطالبانو یوه مسؤل چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط نن ټکی آسیاته وویل چې دهغو اووتنو بندیانو له جملې څخه چې دطالبانو دمشهور قوماندان ملا دادالله ورورو (منصور) داد الله هم پکي وه او پاکستاني امنیتي چارواکویې ډیر مخکې دخوشي کولو اعلان وکړ لاتراوسه هم دهغوئ په جیل کې بندیان اودانه ده معلومه چې هغوئ به کله راخلاصیږي .

ددغو (۷) تنو طالب بندیانو ترخوشي کیدو له مخه پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې هغوئ تر دوه سوه زیات هغه افغان بندیان چې دقانوني اسنادو دنشتون له امله په پاکستان کې نیول شوي ول په بولدک سرحدي سیمه کې افغان لوري ته سپارلي، خو افغان لوري هماغه مهال هم یواځې د۱۸۰ کسانو دتسلیمي خبره تائید کړه چې دوئ ته سپارل شوي.

دپاکستاني مقاماتو لخوا ددغو (۷) تنو طالب بندیانو دخوشي کیدو خبر هغه مهال په ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو کې نشر او ډیرو رسنیو دپاکستان دښه نیت څرګندولو په حیث ورباندې تبصرې اولیکنې وکړلې .

خو اوس چې دطالبانو لخوا لا دهغوئ دبندیتوب خبره کیږي دا دطالب بندیانو په اړه دپاکستاني مقاماتو دښکاره دوه مخې مانا ورکوي چې په راتلونکې کې به څوک دهغوئ دا شاني حسن نیتي ته هم دشک په سترګه ګوري .‬


باید وویل شي چي ددې خبر د نشریدو وروسته د نن ټکی آسیا همکار احمد بریال د نویو معلوماتو په ورکولو سره وویل چي  داوو تنو خلاص اعلان شویو طالب زندانیانو له جملې نه څلور یې خپلو کورونو ته رسیدلي ، عبدالمنان( ملا سلام دکندز پخوانی والي) محمد زی، شیرافضل او سیدولي له خپلو دوستانو سره یو ځاي شوي. خو دپاته دریو کسانو په اړه تراوسه پوري دقیق معلومات نه دي ترلاسه شوي چې ایا هغوئ هم ازاد شوي او که لا په زندان کې بندیان دي.

د یادوني وړ ده چي تر اوسه طالبانو په دې اړه هیڅ هم نه دي ویلي، او نه یی د بندیانو د خلاصون او یا نه خلاصون په اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x