شعـــــرونه

د حبيب الله تراب دوه غزلونه

حبيب الله تراب

خـوب مـې لـید چې زنـدانـونه به ماتیږي
تــورې شـفـې او وحـشتونه به ماتـیږي

د سـهار شفق به غیږ له آسـمان تاو کړي
لـمر به خانـدي مـاښامـونـه به ماتـیږي

د بـاګـرام پلـچرخـي کرغـیـړن کوټـه
ستا دا تـور تـور دیوالـونـه به ماتـیږي

د سور غر او د پامیر ارمان بـه پوره شي
بـدې سـترګې نـظرونـه بـه مـاتـیـږي

مـرور بـوراګان بـیا بـه را پـه خلا شـي
کـاغان تښـتـي خـزانـونـه بـه ماتیـږي

دار به نه وي منصـوران به ژوندي ګرځي
د بــد مستـو ارمــانـونــه بـه ماتیـږي

حـق بـه حـق وي د باطل پـیرو بـه نه وي
کلیــساوې بــت ســرونـه بــه ماتیـږي

حبیـب الـله تـراب به هم تر جانان زار شي
د ټـول عمـر دیـدنـونـه بــه ماتیــږي

 

غزل

تـوره شپه وه د اسمان غیږ کې ویده شوم
تـروږمـی وه د بـیابـان غیږ کې ویده شوم

ټوله شـپه مـې پر مـخ اوښکې بهـیدلـې
مات زړګی وم د ارمان غیږ کې ویده شوم

نه چا خپل کړم نه چا ځان خواته نیږدې کړم
د یتیـم غـوندې حـیران غـیږ کې ویده شوم

زه لــه یــاره یـار لـه مـا څـخـه جـدا وو
نـور څه نه وو د هجران غیږ کې ویده شوم

د فـراق یخې سیلی په غیږ کې ټینګ کړم
نسیم پریښودم طوفـان غیږ کې ویده شوم

تر لا ډیره مـې ستا نـوم په ژبـه پروت وو
ژړیــدلـم د فـغـان غـیـږ کـې ویـده شوم

مسافر وم نـه مـې کلی نـه مې کور وو
نابـلـد د خپل ګریـوان غیږ کې ویده شوم

حبیـب الـلـه تـراب خفـه یـم لـه دنـیا نـه
ستړی راغلم قـبرستان غیږ کې ویده شوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x