شعـــــرونه

غزل: سيد جلاني جلان

سيد جلاني جلان

نفرت دې ورک شي مینه ناکه زندګي جوړوم
نن یې لاسو ته له ګلونو نه بنګړي جوړوم

فرق مو همدا دی دوی تندیو ته پټکي جوړوي
خو زه لګیا یمه پټکیو ته تندي جوړوم

جانانه تم شه چې د زړه په رنګ دې وولمه
په شنه لمنه دې تصویر د پسرلي جوړوم

خدایه ! در واخله له ما دغه د ماڼیو دنیا
ما بیا ماشوم کړه چې دخټو نه سړي جوړوم

د خیال ماهیانو ته جلانه د غزل اوبو کې
د کلیمو د سپینو شګو نه کورګي جوړوم

سیدجیلاني جلان
کابل
۱۱ غبرګولى ۱۳۹۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x