افغانستان

والي: هلمند ته هېڅ «جدي ګواښ» متوجه نه دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د هلمند والي حیات الله حیات د هلمند د سقوط په اړه اندېښنې رد کړې او په وینا یې دغه ولایت ته هېڅ جدي ګواښ متوجه نه دی.

حیات الله حیات امریکا غږ سره په یوې مرکه کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د
وسله‌والو مخالفینو پر ضد عملیاتو لپاره په دغه ولایت کې تیاری کوي

د هلمند والي دغه ولایت ته د تازه دمو ځواکونو د رسېدلو خبر هم تایید کړ او په وینا یې ضربتي او نظم عامه قواوې بېګا شپه لښکرګاه ته رسیدلي دي.

هغه ادعا وکړله چې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ۵۰ وسله‌وال وژل شوي او ۷۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

حیات الله حیات دولتي ځواکونو ته ور اوښتي تلفاتو تایید هم وکړ خو د تلفاتو دقیقې شمېرې یې څرګندې نه کړلې.

تر دې وړاندې د هلمند ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل د دغه ولایت د خراب امنیتي وضعیت په اړه ویلي وو چې که په ۴۸ ساعتونو کې هلمند ته تازه دمي ځمکني او هوايي ځواکونه ونه رسیږي، ښايي د لښکرګاه ښار د جدي ګواښ سره مخ شي.

د هلمند امنیتي چارواکو ویلي وو چې د هلمند په ګرشک او نادعلي ولسوالۍ کې د سختو جګړو له کبله ۵۷ سرتیري وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزي بیا د وژل شوو سرتېرو شمېر ۶۵ ښودلی و او په وینا یې جسدونه يې لا تر اوسه د طالبانو په سيمه کې پاتي دي.

الکوزي زیاته کړې وه چې د هلمند په خونړۍ جګړه کې ځيني مشران لکه سفر محمد اکا او نور قومندانان په جګړه کې وژل شوي او «جسدونه يې لا تراوسه په توتانو ځوړند دي» .

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي چې په تېرو دوو ورځو کې دهلمند ولايت مرکز لشکرګاه ، بابا جي ، ګرشک ، نادعلي ، ناوې او سنګين ولسواليوکې په تېرو ۲ورځو کې له حکومتي ځواکونو نه تر دا مهاله ۲ لويې قرارګاوي او ۲۲ پوستې نيولي او پکي د۷ قوماندانانو سفر محمد ، نسيم ، دېوانه او ۴نورو قوماندانانو په شمول دحکومت ۱۲۶ تنه عسکر او اربکيان وژل شوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x